• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالحکیم شرعي د طالبانو اداره «په نړۍ کې بې ساری اسلامي نظام» وباله

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کابل په یوه دیني مدرسه کې د خبرو پرمهال د خپلې ډلې اداره «په نړۍ کې بې ساری اسلامي نظام» ګڼلی دی. شرعي ویلي، چې د افغانستان اقتصاد ورځ تر بلې ښه کېږي او پراختیايي چارې په ټول هېواد کې روانې دي.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ددوشنبې په ورځ، په کابل کې د عبدالله بن مسعود جامعې د افتا او قضاء د تخصص د فارغانو په مراسمو کې ویلي، چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانانو د قربانۍ موخه د شرعي او اسلامي نظام رامنځته کول وو او اوس باید د مسلک او نظام سپېڅلتیا وساتل شي.

هغه ټولو طالبانو ته یادونه وکړه چې د نظام د ساتنې لپاره باید هر ډول قرباني ورکړل شي.

هغه همدارنګه وویل چې د طالبانو اسلامي نظام اوس په ټوله نړۍ کې بېلګه نه لري، اقتصاد یې دده په وینا، ورځ تر بلې ښه کېږي او پراختیايي چارې په ټول هېواد کې روانې دي.

نوموړي له فارغانو وغوښتل چې د خپلو کړنو او چلندونو په برخه کې احتیاط وکړي، ځکه د یوه عالم یا مسوول ناسم عمل نه یوازې د هغه خپل حیثیت، بلکې د مدرسې، جومات او دده په وینا، د نظام حیثیت ته هم زیان رسوي.

په مراسمو کې د طالبانو د لوړو زده کړو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیرانو، د کابل د علماوو د شورا رییس او د جامعې مسوولینو هم د علم او عمل پر ارزښت خبرې وکړې او له فارغانو یې وغوښتل چې له خپلې پوهې څخه د افغانستان د پرمختګ، ودې او د راتلونکو نسلونو د تعلیم لپاره ګټه واخلي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

د جرمني حکومت نیمايي هغه افغانان رد کړي چې د انتقال ژمنې ورسره شوې وې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۶ GMT+۰

د جرمني فدرالي حکومت د هرې دویمې افغانې کورنۍ د ورتګ ژمنه لغوه کړې ده. د راپورونو له مخې، د تیر حکومت په دوران کې شاوخوا ۲۳۰۰ افغانانو ته د جرمني د ویزې ژمنه ورکړل شوې وه، خو د صدراعظم فریدریښ مېرڅ تر مشرۍ لاندې یوازې د دې کسانو نیمایي هغو ته اجازه ورکول کیږي چې جرمني ته لاړ شي.

د جرمني شپیګل ورځپاڼه وايي، چې په سلګونو افغانانو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

د جرمني د فدرالي حکومت په پارلماني ځوابونو کې ویل شوي چې د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راپه دې خوا ۷۸۸ افغانان جرمني ته راغلي او شاوخوا ۴۱۰ نور لا د ورتګ په پروسه کې دي.

د امنیتي څیړنو لپاره شخصي مرکې تر ډېره بشپړې شوې دي.

په دې ترڅ کې، حکومت د افغانستان لپاره د ورتګ پروګرامونه موقتي ودرول او څو سوه افغانانو د پاکستان له لارې جرمني ته د ورتګ اجازه ترلاسه کړه، خو هغوی باید امنیتي ارزونې تېرې کړې وای. په ورته وخت کې، د سلګونه افغانانو د ورتګ اجازه رد شوې ده.

د جرمني د لیفتس پارلماني ډلې د مهاجرت ویاندې کلارا بونګر د حکومت دغه پریکړه وغندله او ویې ویل: «دا چې فدرالي حکومت د هغو افغانانو نیمایي، چې جرمني ته د راتګ وعده ورسره شوې وه، یوازې پرېږدي، بې مسوولیتي، بې شرمي او په انساني لحاظ نه منونکی عمل دی».

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه په کابل کې طالبانو په یوه مېلمستون کې هغه کورنۍ پلټلې، چې له پاکستان نه بېرته راستې شوې دي او جرمني ته یې د تګ فرصت نه دی موندلی. ددغو کورنیو لګښتونه د جرمني اړوند ادارې ور کوي.

چین له خپلو وګړو وغوښتل چې په نږدې ورځو کې افغانستان ته لاړ نه شي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۰

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بیجنګ له طالبانو سره عاجلې خبرې کړې دي او له افغان چارواکو یې غوښتنه کړې چې د چینایي اتباعو، پروژو او موسسو امنیت یقیني شي. د یاد وزارت ویاند وویل،« چینایي اتباعو ته سپارښتنه کوو چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر ونه کړي».

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د طالبانو له ادارې سره یې د تېرې ورځې د چاودنې په اړه خبرې کړې دي او ترې غوښتي یې دي، چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې بیړني ممکنه ګامونه واخلي.

ګو جیایون د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دوی له طالب چارواکو غوښتي، چې د برید اصلي لاملونه روښانه شي او عاملان یې هر څومره ژر چې ممکن وي، محاکمه شي.

ګو جیایون وویل، چې په کابل کې د چین سفارت چارواکو ټپیان په روغتون کې لیدلي دي.

نوموړي دغه راز وویل، « چین د ترهګرۍ هر ډول فعالیت په کلکه غندي او سخت مخالفت یې کوي او له افغانستان او د سیمې له هیوادونو سره په ګډه د ترهګرۍ او زور زیاتي دهر ډول فعالیتونو پر وړاندې د هڅو ملاتړ کوي».

نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت په نظر کې نیولو سره، وزارت بیا هم چینایي وګړو ته سپارښتنه کوي چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر ونه کړي او هغو چینایي وګړو او شرکتونو ته چې لا دمخه په افغانستان کې دي، سپارښتنه کوي چې اضافي احتیاطي تدابیر ونیسي، خپل امنیت لوړ کړي او له خطرناکو سیمو ژر تر ژره ووځي.

د چین دا خبرداری داسې مهال دی، چې د دوشنبې په ورځ، په کابل کې په یوه چینايي رسټورانټ کې د یوې چاودنې له امله د یوه چینايي په ګډون اووه تنه ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

ددې پېښې مسوولیت د داعش خراسان ډلې پر غاړه اخېستی دی.

طالبانو ویلي، چې دوی د پېښې په اړه پلټنه کوي او تر اوسه د چاودنې ډول نه دی په ډاګه شوی.

د پاکستان او برېتانیا ځانګړو استازو له پولو هاخوا د «ترهګریزو بریدونو» په تړاو خبرې کړې دي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په اسلام‌اباد کې د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره په لېدنه کې له پولو هاخوا د «ترهګریزو بریدونو» په تړاو خبرې کړې دي.

محمد صادق ویلي، چې د سیمې امنیت د ټولو لپاره یو جدي ستونزه ده او د ترهګرویزو بریدونو له امله خلک له ګواښ سره مخ دي. هغه ټینګار کړی، چې هېوادونه باید په ګډه همکاري وکړي؛ څو د سیمې ثبات خوندي شي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دواړه خواوو په دغه ناسته کې د سیمه‌ییز امنیت د وروستیو پرمختګونو، له پولو هاخوا د ترهګریو بریدونو له امله رامنځته شویو ننګونو په تړاو خبرې کړې دي.

محمد صادق لیکلي: «موږ د سیمه‌ییزې همکارۍ د دوام اهمیت ارزونه وکړه؛ څو ګډې ننګونې په اغېزمنه توګه حل کړو».

عبدالله عبدالله پر کابل پرونی برید وغانده

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۶ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې پرونی برید غندلی. نوموړي پر اېکس پاڼه لیلکي، دغه ډول «غیرانساني» کړنې د اسلام، انسانیت او د افغانستان د خلکو د ارادې پر ضد ګڼي او د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمدحنیف اتمر هم په کابل کې پرونی برید «بزدلانه او له کرکې ډک» بللی او ویلي یې دي، چې «دغه پېښه د یوشمېر بې‌ګناه هېوادوالو د وژنې لامل شوې ده».

هغه ټینګار کړی، چې د عامو خلکو پر وړاندې ترهګري هېڅ ډول سیاسي، مذهبي او اخلاقي توجیه نه‌لري. اتمر د یاد برید ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې. نوموړي ویلي، دغه پېښه یو ځل بیا ثابتوي چې ترهګري په هر نوم او هر شکل باید له‌منځه یووړل شي.

د هغه په وینا؛ د ترهګرۍ پر ضد اغېزمنه مبارزه یوازې هغه وخت شونې ده، چې په افغانستان کې رښتینې ملي پخلاینه رامنځته شي، د ټولو وګړو اساسي حقونه او ازادۍ خوندي شي او هېواد نړۍوالو مسوولیتونو ته ژمن پاتې شي.

اتمر همداراز خبرداری ورکړی، چې «د داعش او ورته ډلو بریدونه یوازې د افغانستان لپاره ګواښ نه‌دی؛ بلکې سیمه او نړۍواله ټولنه باید دغه ګواښ جدي وبولي او خپل مسوولیتونه ادا کړي».

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې کابل تېره ورځ یو ځل بیا د یوه برید شاهد و.

شهباز شریف: افغانستان باید پرېکړه وکړي چې سوله‌ییز ژوند غواړي که نه

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۳ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، هېواد یې د څلور مېلیونه افغانانو کوربه‌توب کړی او اوس باید افغانستان پرېکړه وکړي چې سوله‌ییز ژوند غواړي که نه. نوموړي ویلي، چې د طالبانو حکومت باید ځوانان د افراطیت پر ځای مثبت لوري ته وهڅوي.

شهباز شریف د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه) یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې د طالبانو حکومت باید پر خپلو خلکو رحم وکړي او ځوانان دې له «افراطیت وژغوري او مثبت لوري‌ ته دې وهڅوي».

نوموړي «د ترهګرۍ په وړاندې» د خیبرپښتونخوا قربانۍ وستایلې او زیاته یې کړې، چې اوس د همدې سیمې د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره عملي اقدامات کوي. د هغه په وینا؛ د کورنیو او بهرنیو امنیتي ننګونو په وړاندې امنیتي تګلاره تطبیقوي او د «ترهګرۍ» د له‌منځه وړلو لپاره پوره هوډ لري. هغه ټینګار کړی، چې د ناامنۍ د له‌منځه وړلو لپاره ټول باید سره یو شي.

نوموړي د لارو تړل پاتې کېدو په اړه ویلي:« پاکستان مجبور شو، چې له افغانستان سره سوداګري په ټپه ودروي؛ ځکه طالبان د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې اقدام نه کوي». هغه ویلي، اوس‌مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې ده.