رافایل ګروسي: د ایران د یورانیمو نامعلوم وضعیت نه‌شي کولی د تل لپاره دوام وکړي

د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس عمومي مشر رافایل ګروسي خبرداری ورکړ، چې د ایران د لوړې کچې غني شویو یورانیمو د زېرمو نامعلوم وضعیت او پر بمبار شويو اټومي تاسیساتو د پلټنو پر سر رامنځته شوی بندیز نه‌شي کولی د تل لپاره دوام وکړي.