د طالبانو لوی درستیز د قطر له لوی درستیز سره کتلي

د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین «فطرت» دوحې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له خپل قطري سیال جاسم بن محمد المناعي سره کتلي دي. د طالبانو دفاع وزارت وايي، په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا، د متقابلو همکاریو پر دوام او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.
یاد وزارت ویلي، چې خبرې اترې د متقابل درناوي په فضا کې ترسره شوې.
