لاوروف: بریتانیا نور باید «لویه بریتانیا» ونه بلل شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، نور وړ نه ده، چې بریتانیا د «لویې بریتانیا» په نامه یاده شي، ځکه د ده په وینا، دا یوازینی هېواد دی چې پخپله یې په رسمي ډول ځان «لوی» بللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، نور وړ نه ده، چې بریتانیا د «لویې بریتانیا» په نامه یاده شي، ځکه د ده په وینا، دا یوازینی هېواد دی چې پخپله یې په رسمي ډول ځان «لوی» بللی دی.
لاوروف د سېشنبې په ورځ له خبریالانو سره د خبرو پر مهال، چې د استعمار او ګرینلنډ اړوند مسایلو ته یې اشاره کوله، وویل: «زما په اند، بریتانیا باید یوازې بریتانیا وبلل شي، ځکه ‘لویه بریتانیا’ په نړۍ کې یوازینی مثال دی چې یو هېواد ځان پخپله ‘لوی’ بولي».
هغه زیاته کړه چې په تاریخ کې د داسې نوم بل مثال د معمر قذافي تر مشرۍ لاندې «د لویې سوسیالیستي ولسي لیبیا عربي جمهوریت» و، خو دا نظام نور نشته.
په روسي ژبه کې د «بریتانیا متحده پادشاهۍ او شمالي ایرلنډ» رسمي نوم د «وېلیکو بریتانیا» په نوم یادیږي، چې مانا یې «لویه بریتانیا» ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ټرمپ حکومت هڅه کوي له مسکو سره اړیکې بیا تنظیم کړي او د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د منځګړیتوب رول ولوبوي، خو په ورته وخت کې روسیې بریتانیا ته د خپل «لومړي درجه دښمن» نوم ور کړی دی.

په کابل کې د روسیې سوداګریز مرکز وايي، چې طالبان د روسیې د تاتارستان د ولسمشر رستم منینخانوف په نامه د یو سړک د نومولو په اړه غور کوي. رستم حبیب الله وايي، چې وړاندیز د طالب چارواکو له لوري مطرح شوی او دا موضوع لږ تر لږه له دوو کلونو راهیسې تر بحث لاندې ده.
په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبب الله ویلي چې دا ډول سړک نه یوازې د ښاري ادرس له اړخه مهم دی، بلکې د بهرنیو اړیکو یو پیغام هم دی.
هغه د جنورۍ له۱۲ مې نېټې د نوم بدلولو لپاره د رایو یوه پروسه پیل کړې، چې دده په وینا، تر اوسه شاوخوا ۳۰۰۰ رایې ورکړل شوې دي. د نوموړي په وینا، په زړه پورې خبره دا ده چې د مخالفینو شمېر له ملاتړ کوونکو زیات دی.
نوموړي دا نه دي ویلي، چې دوی دا پروسه له طالبانو سره په همغږۍ پیل کړې او که په خپل سر دا چاره کوي.
نوموړي د روسیې بیزنس انلاین ته ویلي، چې ددې پروسې په راتلونکي پړاو کې پلان شوې چې غوښتنه کابل ښاروالۍ ته وړاندې شي.
حبیب الله ویلي چې دا نظر د افغانستان د نویو چارواکو له سخت ملاتړ سره مخ دی، ځکه دوی غواړي د تاتارستان د مشر هڅې وستایي او د هغه شخصي لاسته راوړنې ونمانځي.
نوموړي په خپله مرکه کې ویلي چې د کابل نوی حکومت د تاتارستان د رییس رستم منیخانوف درناوی کوي، ځکه دوی ورسره په منظم ډول په تماس کې دي او د مختلفو سازمانونو او کنفرانسونو لپاره دغه جمهوریت ته سفر کوي.
نوموړی وايي، د طالب چارواکو موخه دا ده چې د منیخانوف نوم د تل لپاره پاتې شي، څو نور د سیمې مشران هم هغه وګوري او له هغه پیروي وکړي.
هغه یادونه کړې چې وړاندیز د طالب چارواکو له لوري مطرح شوی او دا موضوع لږ تر لږه دوه کاله تر بحث لاندې ده.
حبیب الله څرګنده کړې چې د طالبانو ادارې د منینخانوف د درناوي له امله دا وړاندیز کړی، ځکه هغه د روسیې له لوري له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو په پراختیا کې فعاله ونډه لري.
په افغانستان کې د روسيې سوداګریز مرکز د ۲۰۲۳ کال د جولای میاشتې پر۱۶مه پرانیستل شوی. یاد مرکز د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا ته ځانګړی شوی، خو د بشري مرستو فعالیتونه هم کوي.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کابل په یوه دیني مدرسه کې د خبرو پرمهال د خپلې ډلې اداره «په نړۍ کې بې ساری اسلامي نظام» ګڼلی دی. شرعي ویلي، چې د افغانستان اقتصاد ورځ تر بلې ښه کېږي او پراختیايي چارې په ټول هېواد کې روانې دي.
د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ددوشنبې په ورځ، په کابل کې د عبدالله بن مسعود جامعې د افتا او قضاء د تخصص د فارغانو په مراسمو کې ویلي، چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانانو د قربانۍ موخه د شرعي او اسلامي نظام رامنځته کول وو او اوس باید د مسلک او نظام سپېڅلتیا وساتل شي.
هغه ټولو طالبانو ته یادونه وکړه چې د نظام د ساتنې لپاره باید هر ډول قرباني ورکړل شي.
هغه همدارنګه وویل چې د طالبانو اسلامي نظام اوس په ټوله نړۍ کې بېلګه نه لري، اقتصاد یې دده په وینا، ورځ تر بلې ښه کېږي او پراختیايي چارې په ټول هېواد کې روانې دي.
نوموړي له فارغانو وغوښتل چې د خپلو کړنو او چلندونو په برخه کې احتیاط وکړي، ځکه د یوه عالم یا مسوول ناسم عمل نه یوازې د هغه خپل حیثیت، بلکې د مدرسې، جومات او دده په وینا، د نظام حیثیت ته هم زیان رسوي.
په مراسمو کې د طالبانو د لوړو زده کړو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیرانو، د کابل د علماوو د شورا رییس او د جامعې مسوولینو هم د علم او عمل پر ارزښت خبرې وکړې او له فارغانو یې وغوښتل چې له خپلې پوهې څخه د افغانستان د پرمختګ، ودې او د راتلونکو نسلونو د تعلیم لپاره ګټه واخلي.

د جرمني فدرالي حکومت د هرې دویمې افغانې کورنۍ د ورتګ ژمنه لغوه کړې ده. د راپورونو له مخې، د تیر حکومت په دوران کې شاوخوا ۲۳۰۰ افغانانو ته د جرمني د ویزې ژمنه ورکړل شوې وه، خو د صدراعظم فریدریښ مېرڅ تر مشرۍ لاندې یوازې د دې کسانو نیمایي هغو ته اجازه ورکول کیږي چې جرمني ته لاړ شي.
د جرمني شپیګل ورځپاڼه وايي، چې په سلګونو افغانانو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
د جرمني د فدرالي حکومت په پارلماني ځوابونو کې ویل شوي چې د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راپه دې خوا ۷۸۸ افغانان جرمني ته راغلي او شاوخوا ۴۱۰ نور لا د ورتګ په پروسه کې دي.
د امنیتي څیړنو لپاره شخصي مرکې تر ډېره بشپړې شوې دي.
په دې ترڅ کې، حکومت د افغانستان لپاره د ورتګ پروګرامونه موقتي ودرول او څو سوه افغانانو د پاکستان له لارې جرمني ته د ورتګ اجازه ترلاسه کړه، خو هغوی باید امنیتي ارزونې تېرې کړې وای. په ورته وخت کې، د سلګونه افغانانو د ورتګ اجازه رد شوې ده.
د جرمني د لیفتس پارلماني ډلې د مهاجرت ویاندې کلارا بونګر د حکومت دغه پریکړه وغندله او ویې ویل: «دا چې فدرالي حکومت د هغو افغانانو نیمایي، چې جرمني ته د راتګ وعده ورسره شوې وه، یوازې پرېږدي، بې مسوولیتي، بې شرمي او په انساني لحاظ نه منونکی عمل دی».
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه په کابل کې طالبانو په یوه مېلمستون کې هغه کورنۍ پلټلې، چې له پاکستان نه بېرته راستې شوې دي او جرمني ته یې د تګ فرصت نه دی موندلی. ددغو کورنیو لګښتونه د جرمني اړوند ادارې ور کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بیجنګ له طالبانو سره عاجلې خبرې کړې دي او له افغان چارواکو یې غوښتنه کړې چې د چینایي اتباعو، پروژو او موسسو امنیت یقیني شي. د یاد وزارت ویاند وویل،« چینایي اتباعو ته سپارښتنه کوو چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر ونه کړي».
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د طالبانو له ادارې سره یې د تېرې ورځې د چاودنې په اړه خبرې کړې دي او ترې غوښتي یې دي، چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې بیړني ممکنه ګامونه واخلي.
ګو جیایون د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دوی له طالب چارواکو غوښتي، چې د برید اصلي لاملونه روښانه شي او عاملان یې هر څومره ژر چې ممکن وي، محاکمه شي.
ګو جیایون وویل، چې په کابل کې د چین سفارت چارواکو ټپیان په روغتون کې لیدلي دي.
نوموړي دغه راز وویل، « چین د ترهګرۍ هر ډول فعالیت په کلکه غندي او سخت مخالفت یې کوي او له افغانستان او د سیمې له هیوادونو سره په ګډه د ترهګرۍ او زور زیاتي دهر ډول فعالیتونو پر وړاندې د هڅو ملاتړ کوي».
نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت په نظر کې نیولو سره، وزارت بیا هم چینایي وګړو ته سپارښتنه کوي چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر ونه کړي او هغو چینایي وګړو او شرکتونو ته چې لا دمخه په افغانستان کې دي، سپارښتنه کوي چې اضافي احتیاطي تدابیر ونیسي، خپل امنیت لوړ کړي او له خطرناکو سیمو ژر تر ژره ووځي.
د چین دا خبرداری داسې مهال دی، چې د دوشنبې په ورځ، په کابل کې په یوه چینايي رسټورانټ کې د یوې چاودنې له امله د یوه چینايي په ګډون اووه تنه ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.
ددې پېښې مسوولیت د داعش خراسان ډلې پر غاړه اخېستی دی.
طالبانو ویلي، چې دوی د پېښې په اړه پلټنه کوي او تر اوسه د چاودنې ډول نه دی په ډاګه شوی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په اسلاماباد کې د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره په لېدنه کې له پولو هاخوا د «ترهګریزو بریدونو» په تړاو خبرې کړې دي.
محمد صادق ویلي، چې د سیمې امنیت د ټولو لپاره یو جدي ستونزه ده او د ترهګرویزو بریدونو له امله خلک له ګواښ سره مخ دي. هغه ټینګار کړی، چې هېوادونه باید په ګډه همکاري وکړي؛ څو د سیمې ثبات خوندي شي.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دواړه خواوو په دغه ناسته کې د سیمهییز امنیت د وروستیو پرمختګونو، له پولو هاخوا د ترهګریو بریدونو له امله رامنځته شویو ننګونو په تړاو خبرې کړې دي.
محمد صادق لیکلي: «موږ د سیمهییزې همکارۍ د دوام اهمیت ارزونه وکړه؛ څو ګډې ننګونې په اغېزمنه توګه حل کړو».
