تېره میاشت؛ طالبان وایي ۴۷۱ تُنه بېکیفیته ودانیز توکي یې بېرته له بندرونو ګرځولي دي

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې (د مرغومي ۲۹مه) خبر ورکړی، چې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان له بندرونو وارد شوي ۴۷۱ تُنه بېکیفیته ودانیز توکي یې بېرته ګرځولي دي. د یادې ادارې ویاند قاري محمد یوسف وایي، دغه توکي له تخنیکي ارزونو او لابراتواري ازموینو وروسته ګرځول شوي.






