• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټېک‌ټاک د پاکستاني کاروونکو تر ۲۸مېلیونه ډېرې ویډیوګانې لرې کړې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۷ GMT+۰

ټېک‌‌ټاک وايي، د ۲۰۲۵کال له جولای څخه تر سېپتمبر میاشتې پورې یې د یادې شبکې د ټولنیزو لارښوونو د سرغړونې له امله د پاکستاني کاروونکو تر ۲۸مېلیونه ډېرې ویډیوګانې ړنګې کړې دي. د راپورونو له مخې؛ ۹۵٫۹سلنه دغه ویډیوګانې تر پورته کېدو وروسته له ۲۴ساعتونو څخه په کمه موده کې لرې شوې دي.

دغه شمېره د جولای څخه تر سپتمبر میاشتې پورې د ټېک‌ټاک د ټولنیزو لارښوونو د پلي کولو راپور کې ثبت شوې ده. ټیک‌ټاک ویلي، دغه راپور د یادې شبکې ژمنتیا ښيي چې کاروونکو ته خوندي ډیجیټلي چاپېریال برابر کړي او همدارنګه هغه د مخنیوي وړ تدابیر تشریح کړي چې د سرغړونکې منځپانګې د پېژندلو او ړنګولو لپاره کارول کېږي.

په نړۍواله کچه ټېک‌‌ټاک په همدې موده کې ټولټال ۲۰۴مېلیونه، ۵۳۴زره او ۹۳۲ ویډیوګانې ړنګې کړې دي، چې د دغه شبکې د ټولو پورته شویو منځپانګو شاوخوا ۰٫۷ سلنه جوړوي. له دې ډلې ۱۸۶ مېلیونه، ۶۰۸زره او ۸۱ ویډیوګانې د اتومات پېژندنې ټېکنالوژۍ له لارې ړنګې شوې دي.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

۴

امریکا دوه‌تابعیته وګړو ته؛ متحده ایالاتو ته د سفر لپاره باید امریکايي پاسپورټ وکاروئ

۵

ټي‌ټي‌پي د پاکستاني ځواکونو خلاف د افغان طالبانو په څېر تکتیکونه کاروي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او برېتانیا ځانګړو استازو له پولو هاخوا د «ترهګریزو بریدونو» په تړاو خبرې کړې دي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۶ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په اسلام‌اباد کې د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره په لېدنه کې له پولو هاخوا د «ترهګریزو بریدونو» په تړاو خبرې کړې دي.

محمد صادق ویلي، چې د سیمې امنیت د ټولو لپاره یو جدي ستونزه ده او د ترهګرویزو بریدونو له امله خلک له ګواښ سره مخ دي. هغه ټینګار کړی، چې هېوادونه باید په ګډه همکاري وکړي؛ څو د سیمې ثبات خوندي شي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دواړه خواوو په دغه ناسته کې د سیمه‌ییز امنیت د وروستیو پرمختګونو، له پولو هاخوا د ترهګریو بریدونو له امله رامنځته شویو ننګونو په تړاو خبرې کړې دي.

محمد صادق لیکلي: «موږ د سیمه‌ییزې همکارۍ د دوام اهمیت ارزونه وکړه؛ څو ګډې ننګونې په اغېزمنه توګه حل کړو».

شهباز شریف: افغانستان باید پرېکړه وکړي چې سوله‌ییز ژوند غواړي که نه

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۳ GMT+۰
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، هېواد یې د څلور مېلیونه افغانانو کوربه‌توب کړی او اوس باید افغانستان پرېکړه وکړي چې سوله‌ییز ژوند غواړي که نه. نوموړي ویلي، چې د طالبانو حکومت باید ځوانان د افراطیت پر ځای مثبت لوري ته وهڅوي.

شهباز شریف د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه) یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې د طالبانو حکومت باید پر خپلو خلکو رحم وکړي او ځوانان دې له «افراطیت وژغوري او مثبت لوري‌ ته دې وهڅوي».

نوموړي «د ترهګرۍ په وړاندې» د خیبرپښتونخوا قربانۍ وستایلې او زیاته یې کړې، چې اوس د همدې سیمې د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره عملي اقدامات کوي. د هغه په وینا؛ د کورنیو او بهرنیو امنیتي ننګونو په وړاندې امنیتي تګلاره تطبیقوي او د «ترهګرۍ» د له‌منځه وړلو لپاره پوره هوډ لري. هغه ټینګار کړی، چې د ناامنۍ د له‌منځه وړلو لپاره ټول باید سره یو شي.

نوموړي د لارو تړل پاتې کېدو په اړه ویلي:« پاکستان مجبور شو، چې له افغانستان سره سوداګري په ټپه ودروي؛ ځکه طالبان د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې اقدام نه کوي». هغه ویلي، اوس‌مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې ده.

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ ستانه شوي کډوال د خپلې کورنۍ د ورکو غړو د وضعیت په اړه اندېښنه لري

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۵ GMT+۰
100%

له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو له بهیر سره هم‌مهاله هره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارې سلګونه افغان کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنېږي. له دې ډلې ګڼې کورنۍ شکایت کوي، چې د کورنۍ ځینې غړي یې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او لاتراوسه لادرکه دي.

افغانستان ته د کډوالو یوشمېر ستنې شوې کورنۍ وایي، له یوې خوا یې په پاکستان کې شتمنۍ، کارونه او له کلونو راهیسې تېر کړی ژوند شاته پرېښی او له بلې خوا یې د کورنۍ غړي هلته په زندانونو کې پاتې دي.

یوشمېر کډوال وایي، د ډېرو کورنیو لپاره تر ټولو سخته خبره دا ده چې د خپلو بندیانو او ورکو عزیزانو د وضعیت په اړه هیڅ معلومات نه‌لري او نه هم دا توان لري چې بېرته پاکستان ته ولاړ شي او د هغوی پوښتنه وکړي.

د سپین بولدک له لارې کندهار ته ستانه شوي کډوال وایي، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پولیسو د نیونې لړۍ ناڅاپي او بې له کوم وضاحته ترسره کېږي. د دوی په خبره؛ ځینې کسان د اسنادو د نشتوالي، د لنډمهاله استوګنې او ځینې نور بیا بې له کوم ښکاره دلیل پرته نیول شوي دي.

نیاز محمد چې کندهار ته تازه له خپلې کورنۍ سره ستون شوی وایي، د کورنۍ غړي یې لا هم په پاکستان کې بنديان دي؛ هغه خپله کیسه داسې بیانوي: «موږ ټول کندهار ته راستانه شو؛ خو ورور مې پاکستاني پولیسو بېولی دی، نږدې درې میاشتې کېږي چې هېڅ درک یې نه‌شته نه پوهېږو ژوندی دی که نه؛ زندان کې دی که بل ځای».

دا یوازې د نیاز محمد کیسه نه‌ده؛ بلکې د تورخم له لارې ستنې شوې ګڼې کورنۍ هم ورته شکایتونه لري. ځینې وایي، د کورنۍ مشران یې نیول شوي او ځینې نور بیا د ځوانو زامنو له بندي کېدو شکایت کوي.

یو بل ستون شوی د خپل وضعیت په اړه وایي: «پلار مې د کور خرڅ چلاوه، کله چې پولیسو ونیوه، موږ ته یې وویل چې ژر به خوشې شي؛ خو تر ننه پورې یې په اړه هېڅ معلومات نه‌لرو، اوس موږ بې‌سرپرسته پاتې یو».

د راستنو شویو کډوالو په منځ کې داسې کورنۍ هم شته، چې یوازې ښځې، ماشومان او سپین ږېري افغانستان ته ستانه شوي او د کور نارینه غړي یې په پاکستان کې بندیان دي.

دغه کورنۍ وایي، نه اقتصادي توان لري او نه هم د دې جرات لري چې بېرته هغه هېواد ته ولاړې شي. راستنې شوې کورنۍ ټینګار کوي، چې د پاکستان له زندانونو سره د اړیکې هیڅ رسمي لاره نه‌لري او د بشري حقونو کوم بنسټ هم تر اوسه په عملي ډول ورسره مرسته نه‌ده کړې.

دوی د طالبانو له حکومت او نړۍوالو ادارو غواړي، چې د دغه بندیانو او ورکو کسانو د برخلیک معلومولو لپاره جدي ګامونه واخلي.

محمود خان اڅکزی: افغانستان ته د صادراتو بندښت بزګران او سوداګر سخت زیانمن کړي دي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۰
100%

د پاکستان حکومت د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، افغانستان د پاکستان لپاره یو لوی سوداګریز بازار و؛ خو د اسلام‌اباد ناسمو پالیسیو له امله نه یوازې صادرات اغېزمن شوي، بلکې د لسګونه زره کسانو روزګار هم له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.

محمود خان اڅکزي پر اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان د پاکستان لپاره داسې ځای و چې «په مېلیاردونو روپیو توکي به ورته صادرېدل»؛ خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه درېدلې ده.

نوموړي ټینګار کړی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اته مهمې لارې شته چې «د سلګونه زره کسانو روزګار ورسره تړلی دی» او باید دغه لارې ژر تر ژره پرانیستل شي؛ څو د ولسي خلکو اقتصادي ستونزې راکمې شي.

اڅکزي د پاکستان پر اوسنیو اقتصادي پالیسیو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د همدغه ناسمو پالیسیو له امله «اوس په پنجاب کې بزګران خپل کچالو غورځوي»، ځکه د صادراتو لارې تړل شوې او کرنیز محصولات ښه بازار نه‌لري.

نوموړي زیاته کړې، چې له بلوچستان نه تر خیبر پښتونخوا پورې نږدې ۱۰۰زره کسانو به هره ورځ افغانستان ته تګ راتګ او خپل روزګار کاوه؛ خو د لارو د تړل کېدو له امله دغه عایداتي سرچینه پرې شوې ده.

سوریه: د داعش ۱۲۰ جنګیالي له زندانه تښتېدلي دي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۷ GMT+۰
100%

د سوریې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د داعش ۱۲۰ جنګیالي د شدادي ښار له زندانه تښتېدلي دي. دغه اعلان وروسته له هغه وشو، چې یوې کُردۍ وېب‌پاڼې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو د ویاند فرهاد شامي له حوالې لیکلي چې شاوخوا ۱۵۰۰ د داعش غړي له زندانه تښتېدلي دي.

دغه بندیان د سوریې د پوځ او کُرد ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو پرمهال تښتېدلي دي. د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونه او پوځ د بندیانو له تښتېدو وروسته زندان ته ننوتل. دا هم ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو په ښار او شاوخوا سیمو کې د لټون او چاڼیزو عملیاتو وروسته ۸۱ تښتېدلي کسان بېرته نیولي او د پاتې نورو د نیولو هڅې روانې دي.

تر دې وړاندې د سوریې پوځ ویلي و، چې د داعش یوشمېر وسله‌وال د ختیځ ښار شدادي کې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو تر کنټرول لاندې زندانه تښتېدلي دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا راپور ورکړی، چې د داعش جنګیالي له زندانه تر تښتېدو وروسته د سوریې پوځ په الشدادي ښار کې ګرځبندیز اعلان کړ. د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پوځ له برید وروسته یې د الاقطان زندان کنټرول له لاسه ورکړی دی؛ خو پوځ دغه ادعا رد کړې ده.

د کُردانو په مشرۍ ځواک دا هم ویلي، چې د الاقطان زندان شاوخوا نښتو کې د دوی نهه غړي وژل شوي او شل نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې؛ د سوریې د کورنیو چارو وزارت به اوس د زندان د امنیت مسوولیت په غاړه واخلي. کُردي ځواکونو هوکړه کړې، چې له پوځ سره تر مرګونو نښتو وروسته د اوربند د یوې برخې په توګه د رقه او دیر الزور سیمو څخه ووځي.