د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا ماښام د شل اوریزو نړۍوالو سیالیو پر دوام میدان ته ځي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا ماښام په اوو بجو د شل اوریزو نړۍوالو سیالیو پر دوام میدان ته ځي. د هېواد ملي لوبغاړو د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې په غوره ځلېدو سره ویسټانډیز ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او دا لړۍ یې په بریا سره پیل کړه.
