• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی: افغانستان ته د صادراتو بندښت بزګران او سوداګر سخت زیانمن کړي دي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۰

د پاکستان حکومت د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، افغانستان د پاکستان لپاره یو لوی سوداګریز بازار و؛ خو د اسلام‌اباد ناسمو پالیسیو له امله نه یوازې صادرات اغېزمن شوي، بلکې د لسګونه زره کسانو روزګار هم له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.

محمود خان اڅکزي پر اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان د پاکستان لپاره داسې ځای و چې «په مېلیاردونو روپیو توکي به ورته صادرېدل»؛ خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه درېدلې ده.

نوموړي ټینګار کړی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اته مهمې لارې شته چې «د سلګونه زره کسانو روزګار ورسره تړلی دی» او باید دغه لارې ژر تر ژره پرانیستل شي؛ څو د ولسي خلکو اقتصادي ستونزې راکمې شي.

اڅکزي د پاکستان پر اوسنیو اقتصادي پالیسیو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د همدغه ناسمو پالیسیو له امله «اوس په پنجاب کې بزګران خپل کچالو غورځوي»، ځکه د صادراتو لارې تړل شوې او کرنیز محصولات ښه بازار نه‌لري.

نوموړي زیاته کړې، چې له بلوچستان نه تر خیبر پښتونخوا پورې نږدې ۱۰۰زره کسانو به هره ورځ افغانستان ته تګ راتګ او خپل روزګار کاوه؛ خو د لارو د تړل کېدو له امله دغه عایداتي سرچینه پرې شوې ده.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

حامد کرزي د کابل په شهرنو سیمه کې پر چینایي رسټورانټ پرونۍ چاودنه وغندله

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۲ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار په شهرنو سیمه کې پر یوه چینایي رسټورانټ د شوې چاودنې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او دغه برید یې غندلی دی.

حامد کرزي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل په شهرنو سیمه کې پر چینایي رسټورانټ شوې چاودنه «د اندېښنې وړ ده». نوموړي د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې داعش خراسان ډلې د کابل په شهرنو سیمه کې پر یوه چینايي رسټورانټ د «ځانمرګي برید» مسوولیت منلی دی. دغه پېښه پرون مازدیګر (دوشنبه د مرغومي ۲۹مه) شوې، چې له امله یې د یوه چینايي په ګډون ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د داعش خراسان څانګې ادعا کړې، په دغه برید کې یو شمېر چینایان، ولسي وګړي او همداراز هغه طالب ځواکونه چې په یاده سیمه کې یې د امنیت ساتنې مسوولیت لاره، وژل شوي او یاهم ټپیان شوي دي. یادې ډلې د کوم سند وړاندې کولو پرته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر ۲۵ بللی دی.

رحمت‌الله نبیل: د کابل برید داعش ډلې د پاکستان په همغږۍ ترسره کړی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۷ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ادعا کړې، چې په کابل کې د چینايي مسلمانانو او افغانانو پر ګډ رسټورانټ برید داعش ډلې د پاکستان په همغږۍ ترسره کړی. نوموړي ویلي، چې د «خالد المنات» په نوم د داعش ډلې مشر د پاکستان په نوشهره سیمه کې د یادې ډلې مشري کوي.

هغه د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه) د کابل وروستي برید ته په اشارې سره پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه برید د پاکستان په نوشهره سیمه کې د یادې ډلې د مشر «خالد المنات» له‌خوا پلان شوی او د هغه په لارښوونه ترسره شوی دی.

نبیل لیکلي: «د خالد المنات په نوم یو کس د پاکستان په نوشهره سیمه کې د داعش ډلې مشري او د پاکستان د پوځي استخباراتي‌ادارې سره په همغږۍ فعالیت کوي». نوموړي زیاته کړې، چې په دغه مرکز کې تر ۵۰ ډېر د داعش غړي روزل شوي او د بریدونو لپاره چمتو شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې داعش خراسان ډلې د کابل په شهرنو سیمه کې پر یوه چینايي رسټورانټ د «ځانمرګي برید» مسوولیت منلی دی. دغه پېښه پرون مازدیګر (دوشنبه د مرغومي ۲۹مه) شوې، چې له امله یې د یوه چینايي په ګډون ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د داعش خراسان څانګې ادعا کړې، په دغه برید کې یو شمېر چینایان، ولسي وګړي او همداراز هغه طالب ځواکونه چې په یاده سیمه کې یې د امنیت ساتنې مسوولیت لاره، وژل شوي او یاهم ټپیان شوي دي. یادې ډلې د کوم سند وړاندې کولو پرته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر ۲۵ بللی دی.

دایکنډي کې د تېرې ورځې زلزلې له امله ۶۷ کورونه زیانمن شوي دي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۳ GMT+۰

په دایکنډي کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د تېرې ورځې زلزلې له امله په دغه ولایت کې د استوګنې ۶۷کورونه زیانمن شوي دي. یادې ادارې زیاته کړې، چې د کره ارزونې او څېړنې لپاره یې یو پلاوی هم سیمې ته استولی دی.

په دایکنډي کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې رسنیز مسوول سکندر حافظي ویلي، چې تېره ورځ د یوې زلزلې له امله د یاد ولایت په مرکز کې ۲۴، خدیر ولسوالۍ کې ۳۰، شهرستان ولسوالۍ کې ۱۰ او پاتو ولسوالۍ کې ۳ استوګنیز کورونه زیانمن شوي دي.

د نوموړي‌ په خبره؛ زیانمنو سیمو ته یو پلاوی هم رسېدلی او تر څېړونو وروسته به د مرستو په برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي. خو یادې ادارې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه بیا څه نه‌دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان شمال یوې زورورې زلزلې لړزولی و، چې له امله یې تر ۲۰ ډېر کسان مړه او نږدې ۱۰۰۰ کسان ټپیان شوي وو.

طالبانو له بنګله‌دېش سره له تعرفې پرته د سوداګرۍ د پراخېدو غوښتنه کړې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت یو پلاوی بنګله‌دېش ته د سفر پر مهال غوښتنه کړې، چې د افغانستان تولیداتو ته خپلو بازارونو کې زیاته ونډه ورکړي. د یاد وزارت مرستیال احمدالله زاهد د بنګله‌دېش د سوداګرۍ وزارت مرستیال سره کتنه کې د افغانستان پر توکو د ګمرکي تعرفو د لېرې کولو وړاندیز وکړ.

د بنګله‌دېش د سوداګرۍ وزارت یوه جګپوړي چارواکي د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، دې ناستې رسمي بڼه نه لرله او د دواړو لوریو ترمنځ په‌کې هېڅ لیکلی سند یا رسمي وړاندیز نه دی تبادله شوی.

د یاد چارواکي په وینا، د طالبانو د سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي چې د دغې ډلې اداره غواړي شاوخوا ۴۵ډوله توکي چې پنبه هم په‌کې شامله ده، بنګله‌دېش ته له ګمرکي تعرفې پرته صادر کړي. هغه همدارنګه وړاندیز کړی، که دواړه لوري هوکړې ته ورسېږي، طالبان به د بنګله‌دېش پر نږدې ټولو مهمو صادراتي توکو تعرفې لرې کړي.

په دې لیدنه کې همدارنګه ویل شوي، چې طالبان بنګله‌دېش د جامو، درملو، مشروباتو، د خوږو د تولیداتو او بسته‌بندي شویو مصالو د برابرولو په برخه کې یو مهم هېواد بولي. پر کابل واکمن هڅه کوي، چې د بنګله‌دېش په بازارونو کې د وچو خوراکي توکو، مېوو، ډبرو، زعفرانو او بادامو د صادراتو برخه کې خپله ونډه نوره هم زیاته کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په سویزرلینډ کې د یوې نړۍوالې غونډې مخې ته اعتراض وکړ

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۱ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنه یو شمېر اروپا مېشتو پښتنو په سویزرلینډ کې د نړۍوال اقتصادي فورم غونډې مخې ته د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په موخه اعتراض وکړ. منظور پښتین وايي، سره له دې چې پاکستان له سویزرلینډ حکومته غوښتي و، چې د اعتراض مخه ونیسي، خو بیا هم اعتراض وشو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین څو ورځې مخکې له اروپايي مېشتو پښتنو غوښتي وو، چې د سویزرلینډ په ډېوس ښار کې د نړۍوال اقتصادي فورم چې د پاکستان، امریکا او چین په ګډون د ګڼو هېوادونو استازي ګډون کوي، د پښتنو د حقونو لپاره اعتراضي لاریون وکړي.

پښتین همدا څو ورځې مخکې ویلي و، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر هم په یاده غونډه کې ګډون کوي او غواړي په دغې جوړېدونکې غونډه کې په «دروغو» سره د بشري حقونو او جمهوریت په دعوې سره پاکستان د یوه مشروع هېواد په توګه معرفي کړي، خو په حقیقت کې د پاکستان نظام استعماري، د «پښتنو قاتل» او د پښتونخوا د خاورې «لوټمار» دی.

له دې سره سم، منظور پښتین د سویزرلینډ په نننۍ اعتراضیه راټولېدنه کې د ټلېفون له لارې خبرو کې وویل، پاکستان په دغه هېواد کې هم د پښتنو د احتجاج د مخنیوي هڅه کړې ده.

پښتین د دوشنبې په ماخوستن (د مرغومي په ۲۹مه) یادې اعتراضیه راټولېدنې ته ویلي: «پنجابي ریاست په سویزرلینډ کې هم د پښتنو د احتجاج د مخنیوي هڅه کړې ده۔ هغوی د سویزرلینډ حکومت ته لیکلی درخواست کړی دی چې د پي‌ټي‌اېم احتجاج ته اجازه ور نه‌کړل شي، ځکه چې ګواکې د شهباز شریف او نورو پلاویو ژوند ته ترې خطر شته».

د نوموړي په وینا، پر دغې راټولېدنې له محدودیتونو سره سره اعتراضیه راټولېدنه شوې او ښايي دغه بهیر هم دوام ومومي.

د یادونې وړ ده، چې یاده نړۍواله څلور ورځینۍ غونډه د جنورۍ پر ۱۹مه پیل او ۲۲مه به پای ته ورسېږي.