عربستان، ترکیې، مصر، اردن، اندونیزیا، پاکستان او قطر د ټرمپ «سولې بورډ» بلنه ومنله

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې عربستان، ترکیې، مصر، اردن، اندونیزیا، پاکستان او قطر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «د سولې بورډ» بلنه منلې ده. په دې اعلامیه کې د متحده عرب اماراتو نوم هم شامل دی.





