په ازبکستان کې د طالبانو سفیر له کوربه هېواد سره د افغان وګړو پر ستونزو غږېدلی

په تاشکند کې د طالبانو سفیر عبدالغفار بحر د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د کونسلي چارو له ريیس شیرزاد باتوروف سره پر دوه اړخیزو دیپلوماټیکو اړیکو، سوداګرۍ او په ازبکستان کې د میشتو افغان وګړو پر ستونزو خبرې کړې دي.

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت وايي، چې دواړو لوریو په دې ناسته کې د افغانستان او اوزبکستان تر منځ د اړیکو پر ټینګښت او د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پر پراختیا ټینګار کړی دی.