• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بریتانیا د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوی لپاره له افغانستان سره ۸ میلیون پونډه مرسته وکړه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونسیف)وایي، بریتانیا د ماشومانو د خوارځواکۍ مخنیوي او درملنې لپاره له افغانستان سره اته میلیونه پونډه مرسته کړې ده. بریتانیا دغه مرسته د یونسیف، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام له لارې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونسیف) د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۳،۷ میلیونه ماشمان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي، په دې کې ۹۴۲ زره ماشومان د سختې خوارځواکۍ ښکار دي او ۷۰۰ زره نور د منځنۍ کچې سختې خوارځواکۍ خطر سره مخ دي. همدا راز شاوخوا ۱،۲ میلیونه حامله او تی ورکوونکې مېرمنې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د یونسیف استاري ډاکټر تاجالدین اویوال ویلي چې د خوارځواکۍ له سخت خطر سره مخ ماشومانو کې، ۸۰ سلنه یې له دوو کلونو څخه کم عمره دي.

د یونسیف په وینا دا به شاوخوا ۱۵ زره ماشومان او ۶۴۰ پالونکي سره په مستقیمه توګه مرسته وکړي.

بلخوا د رویټرز د راپور له مخې، په افغانستان کې د ژمي سړې هوا او د نړیوالو مرستو کمېدو د خلکو د ژوند شرایط ډېر ترینګلي کړي او لوږه او اقتصادي کړکېچ یې زیات کړي دي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۳

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

روسیه پر دې غور کوي چې خپله یوه برخه تېل د پروسس لپاره افغانستان ته ولېږدوي

•
•
•

نور کیسې

هاکان فیدان د اردوغان په استازیتوب د ټرمپ د «سولې نړیوال بورډ» کې ګډون کوي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۶ GMT+۰
هاکان فیدان د اردوغان په استازیتوب د ټرمپ د «سولې نړیوال بورډ» کې ګډون کوي
100%

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د ولسمشر رجب طیب اردوغان په استازیتوب د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې نړیوال بورډ» نوښت کې ګډون کوي. ټرمپ ولسمشر اردوغان ته بلنه استولې وه چې د بورډ غړی شي.

دغه نوښت په پیل کې د غزې د شخړې د ختمولو لپاره جوړ شوی و، خو ټرمپ ویلي چې دا به په نړیواله کچه شخړې حل کړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سویس په داوس کې د نړېوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډې پر مهال د «سولې بورډ» د مراسمو مشري کوي.

اردوغان د چارشنبې په ورځ د پارلمان په غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې «هاکان (فیدان) به ګډون وکړي».

سپین ماڼۍ مخکې ویلي و چې فیدان د یوه بل «د غزې اجرایوي بورډ» غړی هم دی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وټکوف، د برتانیا پخوانی صدراعظم ټوني بلیر او جیرډ کوشنر پکې شامل دي.

قزاقستان خپل غنم اوصادرات افغانستان ازبکستان او قرغیزستان ته زیات کړي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۰
قزاقستان خپل غنم اوصادرات افغانستان ازبکستان او قرغیزستان ته زیات کړي
100%

د قزاقستان د کرنې وزارت وايي، د ۲۰۲۵ کال له سپتمبر څخه د دسمبر ترمنځ پورې یې افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ته د غنمو صادرات له ۱،۵ څخه تر دوه چنده زیات کړي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، ازبکستان ته صادرات ۴۰،۲ سلنه زیات شوي او ۲،۳ میلیونه ټنو ته رسېدلي.

دغه راز افغانستان ته صادرات ۷۱،۶ سلنه زیات شوي او ۳۵۰ زره ټنو ته رسیدلي او قرغیزستان ته هم صادرات ۷۶،۵ سلنه زیات شوي چې۱۵۰ زره ټنه کیږي.

د یاد وزارت په وینا، په ټولیزه توګه، د ۲۰۲۵ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې د غنمو صادرات ۱۸،۶ سلنه ډېر شوي دي.

د قزاقستان د کرنې وزارت وړاندې ویلي و چې په تېر کرنیز موسم کې د غنمو ریکارډ حاصل تر لاسه شوی و، چې۲۰میلیونه ټنه کېدل.

د بریتانیا ددفاع پخوانی وزیر: ښایي د تخلیې پر مهال ځینې طالبان بریتانیا ته داخل شوي وي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۵ GMT+۰
د بریتانیا ددفاع پخوانی وزیر: ښایي د تخلیې پر مهال ځینې طالبان بریتانیا ته داخل شوي وي
100%

د بریتانیا د دفاع پخواني وزیر سر بن والیس خبرداری ورکړی چې امکان شته د ۲۰۲۱ کال د کابل له تخلیې وروسته، ځینې طالب وسله وال د پلټنې له بهیر څخه په تېریدو بریتانیا ته داخل شوي او د پناه حق یې ترلاسه کړی وي. د هغه په وینا، د امنیتي ارزونې بهیر ښایي په سمه توګه نه وي ترسره شوی.

دغه پخواني محافظه‌کار وزیر دا څرګندونې د افغان معلوماتو د افشا کېدو د فاجعې په اړه د پلټنې په لړ کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې مخې ته د شاهدۍ پرمهال کړې دي.

سر بن والیس وویل چې هغه دا احتمال نه شي ردولی چې ځینو طالبانو به د ۲۰۲۱ کال له ناسمو شرایطو ګټه اخیستې وي او د ارزونې له بهیر څخه تېر شوي وي. هغه زیاته کړه چې د دومره لویې تخلیې پر مهال «هر څه سم نه کېږي»، خو ټینګار یې وکړ چې چارواکو تر خپله وسه هڅه کړې وه چې امنیتي پلټنې وکړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې حکومت ومنله د افغان پناه غوښتونکو د معلوماتو د یوې سترې تېروتنې له امله شاوخوا ۱۰۰ زره کسان د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له خطر سره مخ شوي وو. د همدې تېروتنې د افشا له امله، بریتانیا په پټه توګه د زرګونو افغانانو د انتقال بهیر پیل کړ.

د راپورونو له مخې، دې پروسې د بریتانیا مالیه ورکوونکو ته په پنځو کلونو کې شاوخوا ۷ میلیارده پونډه لګښت اړولی، او اټکل کېږي چې دا لګښت به نور هم زیات شي.

سر بن والیس ومنله چې د هغه د پرېکړې له امله دفاع وزارت اړ شو چې د کډوالۍ اړوند معلوماتي سیستمونه له سره جوړ کړي. هغه وویل چې کېدای شي ښه به دا وه چې دا چارې د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوې وای، خو په وینا یې، د دغه وزارت د کډوالۍ سیستمونه عموماً د باور وړ نه دي.

په همدې حال کې، د بریتانیا دفاع وزارت ویلي داسې هېڅ شواهد نشته چې د طالبانو کوم غړی د افغانانو د انتقال د مرستې پروګرام له لارې بریتانیا ته لېږدول شوی وي. وزارت ټینګار کړی چې هر فرد باید بریتانیا ته د داخلېدو لپاره سخت امنیتي او قانوني پړاوونه تېر کړي.

اذربایجان طالبانو ته په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ور کړې

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۷ GMT+۰
اذربایجان طالبانو ته په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ور کړې
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي. یادې ادارې ویلي، چې د اذربایجان سفیر طالبانو ته راتلونکی کال په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ور کړې ده.

د طالبانو یادې ادارې د چارشنبې په ورځ وویل، په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي ویلي چې د افغانستان بشري ډیپلوماسي غیرسیاسي بڼه لري او ټینګار یې کړی چې سوداګریزې او بشري اړیکې کولای شي د ګڼو ستونزو په حل کې اغیزناک رول ولوبوي.

نوموړي د اذربایجان له سفیر څخه وغوښتل چې له تمویل کوونکو هېوادونو او بنسټونو سره د خپلو اړیکو له لارې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د ملاتړ لپاره هڅې وکړي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ذربایجان سفیر الهام محمدوف وویل چې افغانستان او اذربایجان ګډ کلتوري او دیني ارزښتونه لري، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهم بنسټ بلل کېږي.

هغه زیاته کړېه چې د اذربایجان رسمي سیاست د افغانستان په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه ده.

نوموړي زیاته کړې چې په اذربایجان کې هم همدې ادارې ته ورته بنسټ شته او پلان لري چې د دواړو هېوادونو د ماین پاکۍ د څانګو ترمنځ د تجربو د شریکولو لپاره ګډه ناسته جوړه کړي.

د طالبانو یوه پلاوي له دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې په باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمی تغییراتو په ۲۹ کنفرانس کې ګډون کړی و.

عبدالحکیم شرعي وايي چې د طالبانو له ادارې سره باید تجارتي چلند ونه شي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۰
عبدالحکیم شرعي وايي چې د طالبانو له ادارې سره باید تجارتي چلند ونه شي
100%

په داسې حال کې، چې د طالبانو د کابل استخباراتو رییس تازه په دوه میلیونه افغانۍ درېیم واده کړی، د طالبانو د عدلیې وزیر ویلي چې د دوی په اداره کې د مسوولانو مهمه ځانګړتیا تقوا ده او متقي شخص قناعت کوي. نوموړي ویلي، چې اسلامي نظام باید د سوداګرۍ په څېر ونه‌ګڼل شي.

د طالبانو د عدلیې وزیر د چارشنبې په ورځ ددغه وزارت په مشرتابه ناسته کې ویلي، چې د دغه وزارت هر کارکوونکی او مسوول باید په اخلاص سره خلکو ته د خدمت او د نظام د پیاوړتیا په نیت کار وکړي.

دغه ناسته د عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د وزارت د اداري او مسلکي معینانو، مرکزي رییسانو، امرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه.

یاد وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د عدلیې وزیر وویل چې په اداره کې د مسوولینو تر ټولو مهمه ځانګړتیا تقوا درلودل دي، ځکه دده په وینا، متقي شخص قناعت کوي او د مادياتو او مادي امتیازاتو په موخه کار نه کوي.

هغه څرګنده کړې چې «اسلامي نظام باید د هر کارکوونکي او مسوول لپاره د خدمت ذریعه وي او د یوې سوداګرۍ په څېر ونه‌ګڼل شي».

خو د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس تازه په دوه میلیونه افغانیو درېیم واده کړی دی.

شرعي ویلي، چې د عدلیې وزارت ټول کارکوونکي په صداقت، دیانت او امانتدارۍ کار وکړي او د بیت‌المال ساتنه وکړي.

نوموړی چې د ځمکو د استرداد او نومرو د وېش په برخه کې په خپلوۍ پالنې او سیاسي چلند تورن دی، وايي، چې په عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په کمېسیون کې یې د مسوولیت پرمخ وړلو هدف « یوازې د نظام پیاوړتیا او د شریعت تطبیق دی».