عمان د کابل وروستۍ چاودنه وغندله

د عمان سلطنت په پلازمېنه کابل کې په یوه چینايي رسټورانټ کې وروستۍ چاودنه غندلې ده. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی دا ډول جنایتکارانه اعمال غندي او د هر ډول تاوتریخوالي او ترهګرۍ پر ضد ثابت او ټینګ دریځ لري.