• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېرو ۹ میاشتو کې؛ د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې نږدې ۴۰۰زره ټنه توکي‌ لېږدول شوي دي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د والي‌ ویاند یوسف سعیدي ویلي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې د اروپا او اسیا هېوادونو څخه ۳۸۳ ټنه توکي د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته را لېږدول شوي‌ دي. نوموړي ویلي، چې د یادې لارې د ترانسپورټ بهیر ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی.

یوسف سعیدي ویلي، چې د یادې لارې د لېږد ظرفیت مخ په لوړېدو دی او ورسره د وارداتو په اسانتیا کې یې هم د پام وړ رول لوبولی دی. نوموړي ویلي، چې دغه توکي‌ د کال په لومړیو ۹ میاشتو کې را لېږدول شوي دي.

له بل پلوه د هرات–خواف رېل پټلۍ لپاره د طالبانو مسوولینو ویلي‌ وو، له دې لارې هره میاشت نږدې ۵۰زره ټنه واردات کېږي چې له دې سره واردات پنځه برابره زیات شوي دي. تر دې وړاندې له دې لارې هره میاشت شاوخوا ۱۰زره ټنه واردات کېدل.

د هرات-خواف رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري. دغه لاره د ختیځ ـ لوېدیځ ټرانزیټي دهلېز برخه ده، چې چین، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیه او اروپا سره نښلوي.

ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی. د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور مېلیارده ډالر اټکل شوی دی.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په کندوز کې پر نږدې ۸۰۰ کډوالو کورنيو ځمکې وېشل شوې دي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۷ GMT+۰

په کندوز کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د خواجه کفتر ښارګوټي په سيمه کې پر نږدې ۸۰۰ تازه راستنو شويو کډوالو کورنيو یې نمرې وېشلې دي.

د ياد رياست په وينا؛ د پاتې راستنو شويو کډوالو کورنيو لپاره د نمرو د وېش بهير لا هم دوام لري او هڅه کېږي، چې ټول اړمن کسان تر پوښښ لاندې راوستل شي. نوموړی ریاست زیاتوي، چې د نمرو وېش د يوې منظمې تګلارې له لارې ترسره کېږي؛ څو راستنېدونکو کورنيو ته د دايمي استوګنې زمينه برابره شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري کندهار، لغمان، بلخ او کندوز ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شوې او په نورو ولایتونو کې بیا دغه لړۍ چټکه شوې ده.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

تېره ورځ له پاکستان او ایران نه تر ۲زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي‌ دي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د ستنېدونکو کډوالو په ورځني راپور کې ویلي، (د مرغومي ۳۰مه) له پاکستان او ایران نه ۳۸۰ کورنۍ چې ټولټال ۲۰۳۴ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو ویلي، چې په بېلابېلو برخو کې یې له دغه کورنیو سره مرستې کړې دي.

د دغه کېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپين بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د تورخم له لارې ۳۱۴ کورنې چې د غړو شمېر یې ۱۷۲۸، د سپين بولدک له لارې ۲۴ کورنۍ، د اسلام کلا له لارې ۱۵، د بهرامچې له لارې ۱۴ او د ورېښمو پله له لارې ۱۳ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې د دغه کورنیو سره یې د نغدي مرستو ترڅنګ د روغتیا، مخابراتو، ترانسپورټ او نورو برخو کې مرستې کړې او خپلو مېنو ته یې لېږدولې دي. د دوشنبې په ورځ هم له دغه هېوادونو څخه ۳۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۶۱ کسانو ته رسېده؛ ستنې شوې وې.

له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ لاهم دوام لري او هره ورځ لسګونه کډوال افغانستان ته ستنېږي؛ خو ستانه شوي کډوال په سوړ ژمي کې د مرستو، امکاناتو او پاملرنې غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام: افغانستان د سیمې په کچه د انرژۍ له نا امنۍ سره مخ دی

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) اقتصاد پوه محمد نسیم عطایي وایي، افغانستان د سیمې په کچه د انرژۍ د ناامنیو له جدي ستونزو سره مخ دی او د هېواد د برېښنا تولید او مصرف ترمنځ لوی توپیر د ژوند عادي اړتیاوو پوره کولو برخه کې شته ستونزې لا پراخوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه ویډیويي پیغام کې محمد نسیم عطایي وایي: «اافغانستان د سیمې په کچه د انرژۍ له نا امنۍ سره مخ دی. که د هېواد د انرژۍ تولید او مصرف ته وګورو، د دواړو ترمنځ لوی توپیر شته».

نوموړي زیاته کړې: «د ۲۰۲۰کال راهیسې د انرژۍ ټولیز مصرف له ۱۰۰سلنه زیات شوی؛ خو لاهم شته انرژي د هېواد د ټولو خلکو د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي نه‌ده». عطایي ټینګار کوي، چې د انرژۍ اړتیاوې په دوامداره توګه زیاتېږي، د نفوس زیاتوالی، د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا او د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې د فعالیتونو زیاتوالی هغه څه دي چې دغه اړتیا یې خورا زیاته کړې.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پرورګام دغه اقتصاد پوه وایي، چې د انرژۍ امنیت د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره حیاتي اهمیت لري او باید پاملرنه ورته وشي.

ټرمپ: موږ باید بګرام نه وای پرېښی

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو له امله د جو بایډن پر ادارې نیوکه کړې. ټرمپ تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې له افغانستان نه وتل او په کابل هوایي‌ ډګر کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل «د امریکا په تاریخ کې تر ټولو کمزوری ټکی» وباله.

ټرمپ د خپلې پخوانۍ دورې یادونه وکړه او ویې ویل، چې هغه هم له افغانستان نه امریکایي ځواکونه اېستل؛ خو دغه کار یې «په عزت او ځواک سره» کاوه. هغه وویل: «موږ واکمن وو او هغوی زموږ په وړاندې هېڅ نه‌شو کولای».

ټرمپ وویل، چې امریکا باید د بګرام پوځي اډه نه‌وای پرېښې؛ ځکه دا یوه لویه پوځي اډه ده چې سلګونه جریبه ځمکه یې لرله. هغه زیاته کړه، امریکا ګڼ پوځي تجهیزات طالبانو ته پرېښودل او دا یې «وحشت ناک» کار وباله. ټرمپ وویل، دا د شرم ځای دی چې هر کال پر «ناوړه» سړکونو د امریکا له پاتې شویو تجهیزاتو سره د طالبانو پریډ ګوري.

ټرمپ ویلي، هغه د خپلې پخوانۍ ولسمشرۍ په موده کې د امریکا پوځ بیا رغولی او هغه څه چې په افغانستان کې پاتې دي د بیارغونې د کچې پرتله خورا لږ وو. هغه وویل، چې د امریکایي پوځ بیارغونې ته به دوام ورکړي.

ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته تر بېرته ستنېدو مخکې او وروسته تل له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن پر ادارې نیوکې کړې دي.

د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا ګڼ پرمختللي پوځي تجهیزات او وسلې په افغانستان کې پاتې شوې او د طالبانو لاس ته ورغلې دي. د امریکا د دفاع وزارت د راپور له مخې؛ د دغه تجهیزاتو ارزښت له ۷ مېلیارد ډالرو ډېر اټکل شوی دی. په‌دې کې پوځي موټرونه، پرمختللې وسلې، د بایومتریک دستګاوې او نور ټېکنالوژیک وسایل شامل وو.

طالبانو ځینې خراب امریکايي وسایل هم ترمیم کړي دي.

کندهار کې د اوو زونونو طالب والیانو د ملاهبت‌ الله د فرمانونو د تطبیق په اړه غونډه کړې

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو والي ملاشیرین په مشرۍ د یادې ډلې د اوو زونونو والیانو د خپل مشر ملاهبت الله اخوندزاده د فرمانونو او حکمونو د تطبیق په اړه غونډه کړې. په دغه غونډه کې د نشه‌يي توکو د کښت، قاچاق، پېر او پلور پر مخنیوي او د امنیت پر ټینګښت هم بحث شوی.

په کندهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې په دغه ناسته کې د یاد ولایت لپاره د طالبانو والي ملاشیرین په مشرۍ د دغه ډلې د هرات والي نوراحمد اسلام جار، د بلخ والي یوسف وفا، د ننګرهار والي محمد نعیم اخند، د کندوز والي محمدخان دعوت، د کابل والي امین الله عبید او د پکتیا والي مهرالله حماد ګډون کړی وو.

د معلوماتو له مخې؛ طالب والیانو د امنیت، اقتصاد او سیاسي پرمختګونه په اړه ننګونې او سپارښتنې له ملاشیرین سره شریکې کړې. سرچینو ویلي، چې د ناستې دغه راپور به د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده ته وړاندې شي.

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې په دې ناسته کې «د امنیت پر ټنګښت، د امنیتي او ملکي چارو پر ښه تنظیم، د نشه‌يي توکو په وړاندې پر مبارزې، کډوالو ته د اسانتیاو پر برابرولو، د طالبانو امنیتي ځواکونو ته د روزنیزو سمینارونو پر جوړولو» خبرې شوې دي.

پر طالبانو د خپل منځي اختلافاتو د نیوکو او راپورونو تر خپرېدو وروسته دغه ډله په پرله‌پسې توګه د امنیتي او ملکي چارواکو ترمنځ د همغږۍ ناستې ترسره کوي. په ډېرو دغه ډول ناستو کې طالب مشران د خپل مشر پر «اطاعت او د فرمانونو پر منلو» ټینګار کوي.