طالبان وایي په هلمند کې یې د لسګونه ټنه ناقانونه توکو د واردولو مخه نیولې ده

په هلمند کې د طالبانو د فرعي ګمرکاتو ریاست خبر ورکړی، چې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د اړونده ادارو ګرځنده ډلو له لوري په مرکز لښکرګاه ښار او یوشمېر نورو سیمو کې د شاوخوا ۳۰ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکو د ناقانونه واردولو مخه نیول شوې ده.
