متحده عربي امارات په کابل کې پر چینایي رسټورانټ برید غندلی

متحده عربي اماراتو په کابل ښار کې پر یوه چینایي رستورانت وروستی برید غندلی دی. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی دا ډول جنایتکارانه اعمال په سختۍ غندي او د هر ډول تاوتریخوالي، افراطیت او ترهګرۍ پر وړاندې خپل دوامدار مخالفت څرګندوي.