• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د ۱۹ کلنو نړۍوال جام؛ افغانستان سبا له تانزانیا سره مخامخ کېږي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۰

د ۲۰۲۶ کال د نولس کلنو د پنځوس اوریز کرېکټ نړۍوال جام د ګروپي پړاو د سیالیو پر دوام، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا له تانزانیا سره مخامخ کېږي. دا لوبه د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو په نامیبیا کې ترسره کېږي.

افغانستان د دوو پرله‌پسې بریاوو او د څلورو امتیازونو په لرلو سره د دغو سیالیو د څلورمې ډلې په سر کې ځای لري.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې د ګروپي پړاو په لومړنیو دوو لوبو کې په زړه پورې لوبه کړې او د ټولو پام یې ځان ته اړولی دی. دې لوبډلې په لومړۍ لوبه کې سوېلي افریقا ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې یې ویسټ‌انډیز ته په ډېر لوی توپیر، یعنې د ۱۳۸ منډو په ماتولو سره له لارې لرې کړ.
بل پلو، د تانزانیا لوبډلې د سوېلي افریقا او ویسټ‌انډیز پر وړاندې خپلې دواړه لوبې بایللې دي او پرته له کوم امتیاز څخه د جدول په وروستي ځای کې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د دغې ډلې یوازینۍ لوبډله ده چې خپلې دواړه لوبې یې ګټلې دي او د څلورو امتیازونو په لرلو سره د جدول په سر کې ځای لري. سوېلي افریقا او ویسټ‌انډیز هره یوه د دوو امتیازونو په لرلو سره په دویم او درېیمو ځایونو کې دي او تانزانیا پرته له کوم امتیاز څخه په څلورم مقام کې ولاړه ده.
تانزانیا له سختو ماتو سره مخ شوې ده او د ویسټ‌انډیز پر وړاندې د ۱۷۴ منډو او د سوېلي افریقا پر وړاندې د ۳۲۹ منډو په توپیر ماتې خوړلې ده. له همدې امله، افغانستان یوه اسانه لوبه په مخ کې لري او د دې سیالۍ د ګټلو اصلي چانس له ځان سره لري.
د دې په پام کې نیولو سره چې سوېلي افریقا او ویسټ‌انډیز د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې یو د بل پر وړاندې درېږي، بل پړاو ته د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې وتل له همدا اوسه قطعي شوې ده؛ د هغې لوبې پایله چې هر څه وي، افغانستان بل پړاو ته د تلو جواز ترلاسه کړی دی.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۴

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۵

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې وېسټ‌انډيز ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه نړۍواله سیالۍ کې وېسټ‌انډيز ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د دغه سریز دویمه او درېیمه سیالۍ به د سلواغې په لومړۍ او دویمه په متحده عربي امارات کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د دوشنبې په ماخوستن (د مرغومي ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې سیالۍ پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی یې هم د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان اتلانو په شلو اورونو کې د خپلو درېیو لوبغاړو په زیان سره ۱۸۱ منډې جوړې کړې او سیالې وېسټ‌انډیز ته یې د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۸۷ او دروېش رسولي ۸۴ منډې جوړې کړې.

وېسټ‌انډيز لوبډلې په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په زیان سره اېله ۱۴۳ منډې جوړې کړې او بالاخره لوبه یې د ۳۸ منډو په توپیر افغان اتلانو ته وسپارله.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سریز دویمه لوبه به د سلواغې په لومړۍ او درېیمه لوبه به د سلواغې په دویمه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د غور په دولتیار ولسوالۍ کې د فوټبال د مصنوعي چمن لوبغالی جوړ شو

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۱ GMT+۰
100%

د غور په دولتیار ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) د فوټبال لپاره د مصنوعي چمن لوبغالی پرانېستل شو. دغه لوبغالی د یادې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي په شخصي لګښت جوړ شوی دی.

د غور د ولایتي طالب مسوولینو په وینا، پر دغه لوبغالي چې ۳۰ په ۵۰ مترو کې دی نږدې ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په یوه وخت کې ۷ کسیز ټيمونه لوبې کولی شي.

د دغه لوبغالي له پرانېستو سره سم، د دولتیار، لعل و سرجنګل او فېروز کوه ولسوالیو د شپږو لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ هم وشوې او په پایله کې یې د کوهستان لوبډلې اتلولي وګټله او د ښاروالۍ او پیام دوستي لوبډلو بیا په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.

د دولتیار ولسوالۍ اوسېدونکو د سپورټ او په ځانګړې توګه د فوټبال د ودې او سپورټ د ځوانانو د هڅونې لپاره د دغه لوبغالي جوړېدل مهم وبلل.

افغان فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته په یوه دوستانه لوبه کې ماته ورکړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۰
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې ته په ۵–۳ماته امتیازونو ماته ورکړه.

دا لوبه نن له غرمې وروسته (یک‌شنبه، د مرغومي ۲۸مه) د ویتنام په کوربه توب وشوه، چې دواړو لوبډلو پکې د اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ګډون کړی و.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره اکبر کاظمي، حمیدرضا حسیني، رضا حسین‌پور، سید مجتبی حسیني او سید مرتضی حسیني یو ـ یو ګول وواهه او د ملي لوبډلې بریا یې یقیني کړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا په بله دوستانه لوبه کې د ویتنام له لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله د ویسټ انډیز پر وړاندې د ځوانانو نړیوال جام دویمه لوبه کوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۴ GMT+۰
100%

د افغانستان نوولس کلنه کرېکټ ملي لوبډله د روان کال د ځوانانو نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د ویسټ انډیز د نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي. افغان ځوانو د لوبې ټاس وګاټه او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

نننۍ سیالي جې د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو پیل شوه. افغان نوولس کلنې لوبډلې د لوبې پچه (ټاس) ګټلې او د توپ وهنې پرېکړه یې کړې ده.

افغان لوبډله دا لوبه په داسې حال کې ترسره کوي چې په خپله لومړۍ سیالۍ کې یې د سویلي افریقا نوولس کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړې او په ښه روحیه سیالۍ ته ښکته کېږي.

د کرېکټ شنونکي وایي، د ویسټ انډیز پر وړاندې دا لوبه د افغان ځوانانو لپاره د ټورنمنټ په روان بهیر کې مهمه ده او د مخکې تګ لپاره یې امکانات زیاتوي.

نوین الحق د ټپ له امله د ویسټ انډیز لوبلړۍ او شل اوریز نړیوال جام څخه بهر شو

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۹ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې چټک توپ‌اچوونکی نوین الحق د ښي لاس د اوږې د ټپ له کبله نه شي کولی د ویسټ انډیز پر وړاندې د لوبلړۍ او همدارنګه د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي، او پر ځای یې د لوبډلې په نوملړ کې بدلون راغلی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د اړوندو ډاکټرانو د طبي راپور پر بنسټ د نوین الحق د ښي لاس د اوږې په هډوکي کې د ډېر فشار له امله رامنځته شوی درز (سټریس فریکچر) لا هم په بشپړ ډول نه دی رغېدلی. ویل شوي چې نوموړی لا هم درد لري او د لا ښې درملنې لپاره انګلستان ته استول شوی دی.

کرېکټ بورټ وایي، د همدې طبي ستونزې له امله، نوین الحق به ونه شي کولی د ویسټ انډیز پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ او د شل اوریز نړیوال جام سیالیو برخه وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د پرېکړې له مخې، د نوین الحق پر ځای ضیاءالرحمن شریفي، چې مخکې د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې شامل و، اصلي نوملړ ته ورزیات شوی دی. همدارنګه، د ضیاءالرحمن شریفي پر ځای فرید ملک د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې شامل شوی دی.

کرېکټ بورډ وایي، د لوبغاړو روغتیا ته په کتو دا بدلونونه ترسره شوي او هڅه کېږي چې د راتلونکو سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی وساتل شي.