• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ای‌سي‌سي له هند څخه د کرېکټ د نړۍوال جام د لوبو د لېږد په اړه د بنګله‌دېش غوښتنه رد کړه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای‌سي‌سي) له هند څخه بل هېواد ته د ۲۰۲۶ کال د ۲۰ اوریز نړۍوال جام د خپلو لوبو د لېږد په اړه د بنګله‌دېش غوښتنه رد کړه. ای‌سي‌سي اعلان وکړ، چې په هند کې د بنګله‌دېش د لوبډلې پر وړاندې هېڅ ډول د پام وړ امنیتي ګواښ نه‌شته.

دغه پرېکړه د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۱مه) د ای‌سي‌سي د مشرتابه پلاوي له بېړنۍ ناستې وروسته وشوه. بنګله‌دېش له هند سره د وروستیو سیاسي کړکېچونو له امله دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه کړې وه او غوښتنه یې کړې وه، چې لوبې یې په سریلانکا کې چې د دغو سیالیو یو ګډ کوربه دی، ترسره شي.
ای‌سي‌سي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د خپلواکو څېړنو په ګډون ټولې امنیتي ارزونې ښيي چې په هند کې د کوربه لوبغالو دننه د بنګله‌دېش لوبغاړو، چارواکو، خبریالانو او نندارچیانو ته هېڅ ډول ګواښ متوجه نه دی. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د سیالیو پیل ته په لنډ وخت کې د لوبو په مهالوېش کې بدلون امکان نه لري او دا ډول اقدام کولی شي یو داسې ناسم دود رامنځته کړي، چې د ای‌سي‌سي د راتلونکو سیالیو اعتبار او جوړښت ته زیان ورسوي.
د ۲۰ اوریز نړۍوال جام سیالۍ د ۲۰ لوبډلو په ګډون ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۷مه پیل شي. د بنګله‌دېش د غوښتنې له ردېدو سره، دغه هېواد اوس دوه لارې لري؛ یا په خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي او د مهالوېش سره سم په هند کې لوبې وکړي او یا هم له دغو سیالیو څخه بهر شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هند او بنګله‌دېش ترمنځ سیاسي اړیکې په وروستیو میاشتو کې ترینګلې شوې دي. د دغه کړکېچ یو له اصلي لاملونو څخه د هند له غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) څخه د بنګله‌دېش د یوه ملي لوبغاړي اېستل ښودل شوي؛ په داسې حال کې چې هغه وړاندې له دغه لیګ څخه له یوې لوبډلې سره قرارداد لاسلیک کړی و. په غبرګون کې، بنګله‌دېش هند ته د خپلې ملي لوبډلې له سفر څخه ډډه وکړه او په خپل هېواد کې یې د ای‌پي‌اېل د سیالیو خپرول هم منع کړل.
تېره اوونۍ د ای‌سي‌سي یو پلاوي د خبرو اترو او د حل لارې موندلو په موخه ډاکه ته سفر وکړ؛ خو د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ پر خپل دریځ ټینګار وکړ. ای‌سي‌سي په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی، چې په نړۍوال جام کې د بنګله‌دېش د ګډون تړاو له یوې جلا او بې‌اړیکې موضوع سره لکه په بل هېواد کې په یو کورني لیګ کې د یوه لوبغاړي وضعیت، د دغه ټورنمنټ له امنیتي چوکاټ یا د ترسره کېدو له شرایطو سره هېڅ تړاو نه لري.په ورته وخت کې، پاکستان له هند سره د خپلو تلپاتې سیاسي کړکېچونو له امله، د خپلې پخوانۍ پالیسۍ سره سم د ۲۰ اوریز نړۍوال جام لوبې په سریلانکا کې ترسره کوي.


ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۴

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۵

راپور: د جګړې د څېړنې له امله د برېتانوي ځانګړو ځواکونو امنیت له اندېښنو سره مخ دی