• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترش: د ملګرو ملتونو له منشور سره انتخابي چلند نړيوال نظم کمزوری کوي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی چې د ملګرو ملتونو له منشور سره انتخابي چلند نړیوال نظم کمزوری کوي او خطرناکې پایلې لري. انتونیو ګوترش ویلي چې ځینې مشران په «بې‌پروايۍ» له هغو نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي چې باید مراعات شي. په وروستیو کې ټرمپ د سولې نړیوال بورډ نوښت کړی.

نوموړي د چارشنبې په ورځ پر خپل اېکس په یوه یادښت کې ولیکل چې د ملګرو ملتونو منشور د نړیوالو اړیکو بنسټ دی او د سولې، دوامدار پرمختګ او بشري حقونو لپاره اساسي چوکاټ برابروي.

ګوترش په همدغه یادښت کې پر دې په هم اندېښنه څرګنده کړې چې « څو ګوتشمېر کسان» نړیوال روایتونه منحرفوي، پر ټاکنو اغېز کوي او عامه بحثونو ته ځانګړې لوری ورکوي.

هغه ټینګار کړی چې دا حالت ښيي «نړۍ له نابرابرۍ او د خپلو بنسټونو او ګډو ارزښتونو له فساد سره مخ ده.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سازمان د منشور د سرغړونو په اړه جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې دا منشور هغه تړون دی چې د نړۍ ملتونه سره نښلوي. هغه له هېوادونو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو له منشور سره «په بشپړه او رښتینې توګه» ژمنتیا وښيي.

د ګوترش دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د متحده ایالتونو ولسمشر د سولې نړیوال بورډ نوښت کړی او ځینې هېوادونه ورسره یوځای شوي، خو یو شمېر مشران اندېښنه ښيي چې دا به د ملګرو ملتونو رول اغیزمن کړي.
ګوترش په خپلو څرګندونو کې دې مسالې یا کوم مشخص مشر ته اشاره نه ده کړې.

انتونیو ګوترش په وروستیو کې دا هم ویلي چې په ټوله نړۍ کې ټولنې د نژادپالنې، مذهبي تعصب او ملتپالې تر فشارلاندې د نړېدو په حال کې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې یوازې د دغو انګېزو ایډیولوژیکه غندنه بسنه نه کوي، او باور لري چې د تعصب زیاتوالي نړۍ له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون استازی له متقي سره پر بهرنیو مرستو غږېدلی

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون د اسیا او ارام سمندر د سیمې مسوول الکساندر متيو ویلي چې په افغانستان کې که څه هم په بشري برخو کې نړیوالې مرستې کمې شوي، خو نوموړی غواړي د مرستو د تشې کمولو لپاره له اړونده لوریو سره خپلې خبرې جاري وساتي.

نوموړي دا څرګندونې د طالبانو د بهرنیو چارو زوارت له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ د سلواغې پر لومړۍ نېټه، وویل، چې په دې کتنه کې د راستنیدونکو افغان کډوالو او د طبیعي افتونو له اغیزمنو سره د بیړنیو مرستو، د اساسي اړتیاوو پوره کولو او د روغتیا په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

متقي ویلي چې د راستنیدونکو کډوالو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه شوې او د دې پروسې د پیاوړتیا لپاره ټول اړین امکانات په کار اچول شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، الکساندر متیو د تېر کال په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، که څه هم نړیوالې بشري مرستې کمې شوي، خو هغه هڅه کوي چې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د بشري مرستو اړوند معلومات راټول کړي او د مرستو تشې کمې کړي.

بریتانیا د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوی لپاره له افغانستان سره ۸ میلیون پونډه مرسته وکړه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونسیف)وایي، بریتانیا د ماشومانو د خوارځواکۍ مخنیوي او درملنې لپاره له افغانستان سره اته میلیونه پونډه مرسته کړې ده. بریتانیا دغه مرسته د یونسیف، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام له لارې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونسیف) د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۳،۷ میلیونه ماشمان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي، په دې کې ۹۴۲ زره ماشومان د سختې خوارځواکۍ ښکار دي او ۷۰۰ زره نور د منځنۍ کچې سختې خوارځواکۍ خطر سره مخ دي. همدا راز شاوخوا ۱،۲ میلیونه حامله او تی ورکوونکې مېرمنې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د یونسیف استاري ډاکټر تاجالدین اویوال ویلي چې د خوارځواکۍ له سخت خطر سره مخ ماشومانو کې، ۸۰ سلنه یې له دوو کلونو څخه کم عمره دي.

د یونسیف په وینا دا به شاوخوا ۱۵ زره ماشومان او ۶۴۰ پالونکي سره په مستقیمه توګه مرسته وکړي.

بلخوا د رویټرز د راپور له مخې، په افغانستان کې د ژمي سړې هوا او د نړیوالو مرستو کمېدو د خلکو د ژوند شرایط ډېر ترینګلي کړي او لوږه او اقتصادي کړکېچ یې زیات کړي دي.

هاکان فیدان د اردوغان په استازیتوب د ټرمپ د «سولې نړیوال بورډ» کې ګډون کوي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۶ GMT+۰

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د ولسمشر رجب طیب اردوغان په استازیتوب د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې نړیوال بورډ» نوښت کې ګډون کوي. ټرمپ ولسمشر اردوغان ته بلنه استولې وه چې د بورډ غړی شي.

دغه نوښت په پیل کې د غزې د شخړې د ختمولو لپاره جوړ شوی و، خو ټرمپ ویلي چې دا به په نړیواله کچه شخړې حل کړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سویس په داوس کې د نړېوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډې پر مهال د «سولې بورډ» د مراسمو مشري کوي.

اردوغان د چارشنبې په ورځ د پارلمان په غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې «هاکان (فیدان) به ګډون وکړي».

سپین ماڼۍ مخکې ویلي و چې فیدان د یوه بل «د غزې اجرایوي بورډ» غړی هم دی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وټکوف، د برتانیا پخوانی صدراعظم ټوني بلیر او جیرډ کوشنر پکې شامل دي.

قزاقستان خپل غنم اوصادرات افغانستان ازبکستان او قرغیزستان ته زیات کړي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۰

د قزاقستان د کرنې وزارت وايي، د ۲۰۲۵ کال له سپتمبر څخه د دسمبر ترمنځ پورې یې افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ته د غنمو صادرات له ۱،۵ څخه تر دوه چنده زیات کړي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، ازبکستان ته صادرات ۴۰،۲ سلنه زیات شوي او ۲،۳ میلیونه ټنو ته رسېدلي.

دغه راز افغانستان ته صادرات ۷۱،۶ سلنه زیات شوي او ۳۵۰ زره ټنو ته رسیدلي او قرغیزستان ته هم صادرات ۷۶،۵ سلنه زیات شوي چې۱۵۰ زره ټنه کیږي.

د یاد وزارت په وینا، په ټولیزه توګه، د ۲۰۲۵ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې د غنمو صادرات ۱۸،۶ سلنه ډېر شوي دي.

د قزاقستان د کرنې وزارت وړاندې ویلي و چې په تېر کرنیز موسم کې د غنمو ریکارډ حاصل تر لاسه شوی و، چې۲۰میلیونه ټنه کېدل.

د بریتانیا ددفاع پخوانی وزیر: ښایي د تخلیې پر مهال ځینې طالبان بریتانیا ته داخل شوي وي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۵ GMT+۰

د بریتانیا د دفاع پخواني وزیر سر بن والیس خبرداری ورکړی چې امکان شته د ۲۰۲۱ کال د کابل له تخلیې وروسته، ځینې طالب وسله وال د پلټنې له بهیر څخه په تېریدو بریتانیا ته داخل شوي او د پناه حق یې ترلاسه کړی وي. د هغه په وینا، د امنیتي ارزونې بهیر ښایي په سمه توګه نه وي ترسره شوی.

دغه پخواني محافظه‌کار وزیر دا څرګندونې د افغان معلوماتو د افشا کېدو د فاجعې په اړه د پلټنې په لړ کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې مخې ته د شاهدۍ پرمهال کړې دي.

سر بن والیس وویل چې هغه دا احتمال نه شي ردولی چې ځینو طالبانو به د ۲۰۲۱ کال له ناسمو شرایطو ګټه اخیستې وي او د ارزونې له بهیر څخه تېر شوي وي. هغه زیاته کړه چې د دومره لویې تخلیې پر مهال «هر څه سم نه کېږي»، خو ټینګار یې وکړ چې چارواکو تر خپله وسه هڅه کړې وه چې امنیتي پلټنې وکړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې حکومت ومنله د افغان پناه غوښتونکو د معلوماتو د یوې سترې تېروتنې له امله شاوخوا ۱۰۰ زره کسان د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له خطر سره مخ شوي وو. د همدې تېروتنې د افشا له امله، بریتانیا په پټه توګه د زرګونو افغانانو د انتقال بهیر پیل کړ.

د راپورونو له مخې، دې پروسې د بریتانیا مالیه ورکوونکو ته په پنځو کلونو کې شاوخوا ۷ میلیارده پونډه لګښت اړولی، او اټکل کېږي چې دا لګښت به نور هم زیات شي.

سر بن والیس ومنله چې د هغه د پرېکړې له امله دفاع وزارت اړ شو چې د کډوالۍ اړوند معلوماتي سیستمونه له سره جوړ کړي. هغه وویل چې کېدای شي ښه به دا وه چې دا چارې د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوې وای، خو په وینا یې، د دغه وزارت د کډوالۍ سیستمونه عموماً د باور وړ نه دي.

په همدې حال کې، د بریتانیا دفاع وزارت ویلي داسې هېڅ شواهد نشته چې د طالبانو کوم غړی د افغانانو د انتقال د مرستې پروګرام له لارې بریتانیا ته لېږدول شوی وي. وزارت ټینګار کړی چې هر فرد باید بریتانیا ته د داخلېدو لپاره سخت امنیتي او قانوني پړاوونه تېر کړي.