قزاقستان خپل غنم اوصادرات افغانستان ازبکستان او قرغیزستان ته زیات کړي

د قزاقستان د کرنې وزارت وايي، د ۲۰۲۵ کال له سپتمبر څخه د دسمبر ترمنځ پورې یې افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ته د غنمو صادرات له ۱،۵ څخه تر دوه چنده زیات کړي دي.

د قزاقستان د کرنې وزارت وايي، د ۲۰۲۵ کال له سپتمبر څخه د دسمبر ترمنځ پورې یې افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ته د غنمو صادرات له ۱،۵ څخه تر دوه چنده زیات کړي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، ازبکستان ته صادرات ۴۰،۲ سلنه زیات شوي او ۲،۳ میلیونه ټنو ته رسېدلي.
دغه راز افغانستان ته صادرات ۷۱،۶ سلنه زیات شوي او ۳۵۰ زره ټنو ته رسیدلي او قرغیزستان ته هم صادرات ۷۶،۵ سلنه زیات شوي چې۱۵۰ زره ټنه کیږي.
د یاد وزارت په وینا، په ټولیزه توګه، د ۲۰۲۵ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې د غنمو صادرات ۱۸،۶ سلنه ډېر شوي دي.
د قزاقستان د کرنې وزارت وړاندې ویلي و چې په تېر کرنیز موسم کې د غنمو ریکارډ حاصل تر لاسه شوی و، چې۲۰میلیونه ټنه کېدل.


د بریتانیا د دفاع پخواني وزیر سر بن والیس خبرداری ورکړی چې امکان شته د ۲۰۲۱ کال د کابل له تخلیې وروسته، ځینې طالب وسله وال د پلټنې له بهیر څخه په تېریدو بریتانیا ته داخل شوي او د پناه حق یې ترلاسه کړی وي. د هغه په وینا، د امنیتي ارزونې بهیر ښایي په سمه توګه نه وي ترسره شوی.
دغه پخواني محافظهکار وزیر دا څرګندونې د افغان معلوماتو د افشا کېدو د فاجعې په اړه د پلټنې په لړ کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې مخې ته د شاهدۍ پرمهال کړې دي.
سر بن والیس وویل چې هغه دا احتمال نه شي ردولی چې ځینو طالبانو به د ۲۰۲۱ کال له ناسمو شرایطو ګټه اخیستې وي او د ارزونې له بهیر څخه تېر شوي وي. هغه زیاته کړه چې د دومره لویې تخلیې پر مهال «هر څه سم نه کېږي»، خو ټینګار یې وکړ چې چارواکو تر خپله وسه هڅه کړې وه چې امنیتي پلټنې وکړي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې حکومت ومنله د افغان پناه غوښتونکو د معلوماتو د یوې سترې تېروتنې له امله شاوخوا ۱۰۰ زره کسان د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له خطر سره مخ شوي وو. د همدې تېروتنې د افشا له امله، بریتانیا په پټه توګه د زرګونو افغانانو د انتقال بهیر پیل کړ.
د راپورونو له مخې، دې پروسې د بریتانیا مالیه ورکوونکو ته په پنځو کلونو کې شاوخوا ۷ میلیارده پونډه لګښت اړولی، او اټکل کېږي چې دا لګښت به نور هم زیات شي.
سر بن والیس ومنله چې د هغه د پرېکړې له امله دفاع وزارت اړ شو چې د کډوالۍ اړوند معلوماتي سیستمونه له سره جوړ کړي. هغه وویل چې کېدای شي ښه به دا وه چې دا چارې د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوې وای، خو په وینا یې، د دغه وزارت د کډوالۍ سیستمونه عموماً د باور وړ نه دي.
په همدې حال کې، د بریتانیا دفاع وزارت ویلي داسې هېڅ شواهد نشته چې د طالبانو کوم غړی د افغانانو د انتقال د مرستې پروګرام له لارې بریتانیا ته لېږدول شوی وي. وزارت ټینګار کړی چې هر فرد باید بریتانیا ته د داخلېدو لپاره سخت امنیتي او قانوني پړاوونه تېر کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي. یادې ادارې ویلي، چې د اذربایجان سفیر طالبانو ته راتلونکی کال په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ور کړې ده.
د طالبانو یادې ادارې د چارشنبې په ورځ وویل، په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي ویلي چې د افغانستان بشري ډیپلوماسي غیرسیاسي بڼه لري او ټینګار یې کړی چې سوداګریزې او بشري اړیکې کولای شي د ګڼو ستونزو په حل کې اغیزناک رول ولوبوي.
نوموړي د اذربایجان له سفیر څخه وغوښتل چې له تمویل کوونکو هېوادونو او بنسټونو سره د خپلو اړیکو له لارې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د ملاتړ لپاره هڅې وکړي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ذربایجان سفیر الهام محمدوف وویل چې افغانستان او اذربایجان ګډ کلتوري او دیني ارزښتونه لري، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهم بنسټ بلل کېږي.
هغه زیاته کړېه چې د اذربایجان رسمي سیاست د افغانستان په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه ده.
نوموړي زیاته کړې چې په اذربایجان کې هم همدې ادارې ته ورته بنسټ شته او پلان لري چې د دواړو هېوادونو د ماین پاکۍ د څانګو ترمنځ د تجربو د شریکولو لپاره ګډه ناسته جوړه کړي.
د طالبانو یوه پلاوي له دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې په باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمی تغییراتو په ۲۹ کنفرانس کې ګډون کړی و.

په داسې حال کې، چې د طالبانو د کابل استخباراتو رییس تازه په دوه میلیونه افغانۍ درېیم واده کړی، د طالبانو د عدلیې وزیر ویلي چې د دوی په اداره کې د مسوولانو مهمه ځانګړتیا تقوا ده او متقي شخص قناعت کوي. نوموړي ویلي، چې اسلامي نظام باید د سوداګرۍ په څېر ونهګڼل شي.
د طالبانو د عدلیې وزیر د چارشنبې په ورځ ددغه وزارت په مشرتابه ناسته کې ویلي، چې د دغه وزارت هر کارکوونکی او مسوول باید په اخلاص سره خلکو ته د خدمت او د نظام د پیاوړتیا په نیت کار وکړي.
دغه ناسته د عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د وزارت د اداري او مسلکي معینانو، مرکزي رییسانو، امرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه.
یاد وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د عدلیې وزیر وویل چې په اداره کې د مسوولینو تر ټولو مهمه ځانګړتیا تقوا درلودل دي، ځکه دده په وینا، متقي شخص قناعت کوي او د مادياتو او مادي امتیازاتو په موخه کار نه کوي.
هغه څرګنده کړې چې «اسلامي نظام باید د هر کارکوونکي او مسوول لپاره د خدمت ذریعه وي او د یوې سوداګرۍ په څېر ونهګڼل شي».
خو د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس تازه په دوه میلیونه افغانیو درېیم واده کړی دی.
شرعي ویلي، چې د عدلیې وزارت ټول کارکوونکي په صداقت، دیانت او امانتدارۍ کار وکړي او د بیتالمال ساتنه وکړي.
نوموړی چې د ځمکو د استرداد او نومرو د وېش په برخه کې په خپلوۍ پالنې او سیاسي چلند تورن دی، وايي، چې په عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په کمېسیون کې یې د مسوولیت پرمخ وړلو هدف « یوازې د نظام پیاوړتیا او د شریعت تطبیق دی».

د کندهار د عینو مېنې اوسېدونکي وایي، د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو لهخوا پر عامو خلکو فشارونه زیات شوي او له محاکمې پرته د دوی نیونه او سپکاوی یوه عادي چاره ګرځېدلې. د دوی په وینا؛ ځینې نیول شوي کسان لومړی په کانټینرونو کې ساتل شوي او وروسته د حوزې محبس ته لېږدول شوي دي.
دوی زیاتوي، دوه ورځې وړاندې د دغه ډلې لهخوا د یوه شخصي بانک مدیر د خلکو د سترګو پر وړاندې سخت وډبول شو. دغه پېښه د عینو مېنې د خلکو ترمنځ د اندېښنې او غبرګون لامل شوې ده.
د یادې سیمې اوسېدونکي وایي، یوازې دا یوه پېښه نهده؛ بلکې تر دې وړاندې او وروسته هم د ږېرې، لباس او نورو ساده موضوعاتو پر سر یوشمېر هټۍوال، زدهکړیالان، مزدوران او د عینو مېنې اوسېدونکي نیول شوي دي.
د عینو مېنې یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «موږ نه پوهېږو، چې زموږ ګناه څه ده. نه محکمې ته وړاندې کېږو، نه پوښتنه کېږي، مستقیم نیونه او بند». ځایي خلک زیاتوي، د نیول شویو کسانو کورنیو او دوستانو ته د دې اجازه هم نهورکول کېږي چې له خپلو عزیزانو سره وویني، چې دغه چارې د خلکو اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.
د نور احمد په نوم د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی وایي: «امربالمعروف باید خلک اصلاح کړي، نه دا چې خلک ترې وتښتي. دغه ډول سخت چلند کرکه زیاتوي نه دین». د خلکو په باور؛ د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر ځینو کارکوونکو سختدریځه چلند د دې وضعیت اصلي لامل دی. د دوی په خبره؛ د اصلاح پر ځای له زور، ګواښ او سپکاوي کار اخیستل کېږي او کوچنۍ تېروتنې د لوی جرم په څېر ګڼل کېږي.
د عینو مېنې اوسېدونکي ټینګار کوي، چې دغه ډول چلند د عدالت پر ځای وېره خپروي او له محاکمې پرته نیونې «د اسلامي اصولو او انساني حقونو» خلاف دي. د خلکو په اند که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د ولس او د طالبانو ادارې ترمنځ به واټن لا زیات شي.
که څه هم رسمي سرچینو لاتر اوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي؛ خو د شکایتونو پراخوالی ښيي چې په عینو مېنه کې د خلکو او د طالبانو د ځایي ادارې ترمنځ جدي ستونزه رامنځته شوې ده. خلک د زور، سپکاوي او سختدریځۍ پر ځای د قانون، عدالت او انساني چلند غوښتنه کوي او د دې موضوع د څېړنې او روڼتیا غوښتونکي دي.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند یوسف سعیدي ویلي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې د اروپا او اسیا هېوادونو څخه ۳۸۳ ټنه توکي د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته را لېږدول شوي دي. نوموړي ویلي، چې د یادې لارې د ترانسپورټ بهیر ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی.
یوسف سعیدي ویلي، چې د یادې لارې د لېږد ظرفیت مخ په لوړېدو دی او ورسره د وارداتو په اسانتیا کې یې هم د پام وړ رول لوبولی دی. نوموړي ویلي، چې دغه توکي د کال په لومړیو ۹ میاشتو کې را لېږدول شوي دي.
له بل پلوه د هرات–خواف رېل پټلۍ لپاره د طالبانو مسوولینو ویلي وو، له دې لارې هره میاشت نږدې ۵۰زره ټنه واردات کېږي چې له دې سره واردات پنځه برابره زیات شوي دي. تر دې وړاندې له دې لارې هره میاشت شاوخوا ۱۰زره ټنه واردات کېدل.
د هرات-خواف رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري. دغه لاره د ختیځ ـ لوېدیځ ټرانزیټي دهلېز برخه ده، چې چین، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیه او اروپا سره نښلوي.
ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی. د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور مېلیارده ډالر اټکل شوی دی.