• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د هندي الوتکو لپاره د هوايي حریم بندیز د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې وغځاوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۱ GMT+۰

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې (PAA) د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې لومړۍ نېټه) خبر ورکړی، پر هندي الوتکو د هوايي حریم بندیز به د فبرورۍ تر ۲۴مې نېټې پورې وغځول شي. تر دې وړاندې یادې ادارې د جنورۍ تر ۲۳مې پورې پر هندي الوتکو د هوايي حریم بندیز اعلان کړی و.

د پاکستان هوایي ډګرونو ادارې زیاته کړې، چې دغه بندیز یوازې د هند سوداګریزو الوتکو پورې محدود نه‌دی؛ بلکې د هند په ملکیت کې اخیستل شوې ټولې پوځي او ملکي الوتکې هم په دغه بندیز کې شاملې دي. یاده دې وي، چې د هندي الوتکو لپاره د پاکستان فضایي حریم د اپرېل له ۲۳مې نېټې راهیسې تړلی دی.

پاکستان او هند د تېر ۲۰۲۵کال له اپرېل میاشتې راهیسې د کشمیر په پهلګام سیمه کې تر خونړي برید وروسته چې ۲۶ کسان په‌کې ووژل شول، د یو بل پر وړاندې خپل هوايي حریمونه تړلي دي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۴

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۵

د طالبانو د کندهار والي: ږېره خرېيلي او نوي ځوانان تلاشي کړئ «فساد» په همدوی کې دی

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ وایي په پاریس کې د جي۷ په سرمشریزه کې به ګډون ونه کړي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۹ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په پاریس کې د جي۷ هېوادونو په سرمشریزه کې به ګډون ونه‌کړي. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او اروپا ترمنځ د ګرینلنډ د نیولو په اړه د ټرمپ د ګواښ له امله ترینګتیاوې زیاتې شوې دي.

ټرمپ دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه) سپینې ماڼۍ کې په یوې خبري ناسته کې کړې دي. هغه وویل، که څه هم د فرانسې او برېتانیا له مشرانو سره ښې اړیکې لري؛ خو نه غواړي چې د جي۷ په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

تر دې مخکې ټرمپ ګواښ کړی و، که اروپا امریکا ته اجازه ورنه کړي چې ګرینلنډ تر خپل واک لاندې راولي؛ نو پر اروپايي هېوادونو به درانه ګمرکي تعرفې ولګوي. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د سې‌شنبې په ورځ د داووس په نړۍوال اقتصادي فورم کې د ټرمپ ګواښونه وغندل او ویې ویل، چې اروپا به «ځورونکو» ته تسلیم نه‌شي او د ګواښونو پر وړاندې به سر ټیټ نه‌کړي.

مکرون وویل: «موږ درناوی پر زور او تریخوالي غوره ګڼو» او «د قانون واکمنۍ ته پر تاوتریخوالي ترجیح ورکوو». د جي۷ غونډه د ۲۰۲۶کال د جون میاشتې له ۱۵مې څخه تر ۱۷مې په پاریس کې ترسره کېږي.

په دې ډله کې اووه غړي هېوادونه امریکا، کاناډا، جرمني، برېتانیا، فرانسه، جاپان او اېټالیا شامل دي. روسیه هم په دغه پیاوړو صنعتي هېوادونو کې شامله وه؛ خو پر اوکراین تر برید وروسته ترې واېستل شوه.

په اسلام‌اباد کې نن د ایکو سازمان د وزیرانو لسمه غونډه کېږي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۰
100%

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی، چې د طبیعي افتونو د ګواښونو راکمولو په اړه د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د وزیرانو لسمه غونډه به نن چهارشنبه د (سلواغې لومړۍ) نېټه په اسلام‌اباد کې پیل شي.

په دې لوړپوړې سیمه‌ییزه غونډه کې به د ايکو د غړو هېوادونو وزیران او لوړپوړي دولتي چارواکي، د ايکو د دارالانشاء استازي او همدارنګه د سیمې او نړۍوالو همکارو بنسټونو استازي ګډون ولري.

تمه ده، چې د ايکو د غړو هېوادونو پلاوي چې په‌کې خپله کوربه پاکستان، ترکیه، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران، ازبکستان او افغانستان شامل دي، په دې دوه ‌ورځینۍ غونډه کې برخه واخلي.

دا غونډه به د پاکستان د ملي ناورینونو د مدیریت ادارې (NDMA) په مرکزي دفتر کې ترسره شي.

کارني د ګرینلنډ پر سر د ټرمپ د تعرفو لګولو سره کلک مخالفت وکړ

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۰
100%

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې هېواد یې د امریکا له‌خوا د هر ډول تعرفو لګولو سخت مخالف دی، هغه تعرفې چې ولسمشر ټرمپ یې د ګرینلنډ د کنټرول لاندې راوستلو لپاره وضع کوي.

ټرمپ د شنبې په ورځ پر هغو وارداتو تعرفې اعلان کړې، چې د اروپايي متحدینو له لوري امریکا ته راځي.

ټرمپ خبرداری ورکړی، چې ښايي پر هغو هېوادونو نوې تعرفې ولګوي چې د امریکا سره د ګرینلنډ د الحاق له پلان سره مخالفت کوي. ټرمپ تر دې وړاندې ټینګار کړی و، چې د ګرینلنډ په اړه «د امریکا له کنټرول څخه کم هر څه د منلو وړ نه دي».

د امریکا ولسمشر د لومړي ځل لپاره ګواښ وکړ، چې کېدای شي له تعرفو څخه د داسې هېوادونو د مجازاتو لپاره کار واخلي چې د ګرینلنډ د الحاق په تړاو د هغه له پلانونو سره «همکاري نه کوي».

اروپايي مشرانو په وار وار ویلي، چې متحده ایالات نه‌شي کولای د ګرینلنډ کنټرول په لاس کې واخلي.

کارني د سویس په داووس ښار کې د نړۍوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې وویل: «کاناډا د ګرینلنډ پر سر د تعرفو سخت مخالفت کوي او د دې غوښتنه کوي چې متمرکزې خبرې اترې دې وشي، څو په شمالي قطب سیمه (ارکټیک) کې د امنیت او سوکالۍ چې زموږ ګډ اهداف دي ترلاسه شي».

کارني د ګرینلنډ پر سر د ډنمارک د حاکمیت ملاتړ څرګند کړ او بیا یې ټینګار وکړ، چې کاناډا غواړي له ورته فکر لرونکو هېوادونو سره نوې اېتلافونه جوړ کړي، په داسې حال کې چې هغه په واشنګټن کې د ټرمپ له ادارې سره له یوې پېچلې اړیکې سره مخ دی.

د امریکا ولسمشر پخوا هم د کاناډا د ضمیمه کولو ګواښ کړی و او د سې‌شنبې په سهار یې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړه شوې نقشه خپره کړه، چې په‌کې کاناډا او ګرینلنډ د متحده ایالاتو برخه ښودل شوي وو.

کارني وویل: «که ستر قدرتونه د واک او ګټو د بې‌خنډه تعقیب لپاره ان د اصولو او ارزښتونو له ظاهري پلمې هم لاس واخلي، نو د معاملاتي سیاست ګټې به بیا تکرارول لا ستونزمن شي». هغه په خپلو خبرو کې ټرمپ یا د امریکا نوم یاد نه کړل.

میا افتخار حسین: د افغانستان او‌ پاکستان ترمنځ کړکېچ یوازې په مذاکراتو حل کېږي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۱ GMT+۰
100%

د عوامي ملي ګوند د خېبرپښتونخوا ایالتي مشر میا افتخار حسین افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، د طالبانو او‌ پاکستان ترمنځ مذاکرات که څه هم یو پړاو شاته تللي او چندان پایله یې نه‌ده ورکړې؛ خو بیا هم روان کړکېچ له خبرو پرته بله حل لاره نه‌لري.

هغه زیاتوي: «افغانستان او پاکستان هر یو ځان ته خپلواک هېوادونه دي او هر یو باید خپل مسایل باید په خپله حل کړي. پاکستان خو اوس یو کال کېږي چې تورونه پورې کوي؛ خو په تېرو ۴۵ کلونو کې چې څه وشول، د هغو ملامتیا پر چا ده؟»
د هغه په باور منځګړو هڅه وکړه، چې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ کشاله حل کړي؛ خو کومه ګټه یې ونه‌کړه. هغه ټینګار کوي، چې طالبان او پاکستان باید خپله یو بل سره مخامخ مسایل حل کړي. میا افتخار حسین وایي، په سوله‌ییزه توګه که د دواړو ترمنځ د مسایلو حل ونه‌شي،‌ نو د پښتنو سیمې به یوې نوې تباهۍ ته داخلې شي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د پاکستان هغه ادعا سمه ده چې ګوندې افغان طالبانو «ټي‌ټي‌پي» ته پناه ځایونه ورکړي، وویل: «دا کوم طالبان چې دوی یادوي دا هم پاکستان جوړ کړي دي. دې خلکو ته په پاکستان کې چا پناه ورکړې وه، د روس خلاف افغانستان لپاره خلک جهاد ته کوم ځای نه تلل، دا افغانستان چا لوټې لوټې کړ؟».

د نوموړي په وینا، د افغانستان او پاکستان دننه باید دواړه هېوادونه د ترهګرو خلاف اقدامات وکړي او په یو طرفه ګامونو د دې مسایلو حل نه کېږي.

د عوامي ملي ګوند مشر اېمل ولي خان هم په وار وار یادونه کړې، چې اسلام‌اباد باید له افغان طالبانو سره د مذاکراتو له لارې روانه کشاله حل کړي. له تېرو شاوخوا ۴میاشتو راهیسې ډیورنډ کرښه باندې ټولې دروازې د سوداګرۍ او تګ‌راتګ پرمخ وروسته له هغې بندې شوې، چې طالبانو او پاکستاني ځواکونو یو بل سره درنې نښتې وکړې.

ترکیې، قطر او سعودي عربستان کې همدې منځګړو هېوادونو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ګډو مذاکراتو پر مهال د مسایلو د حل هڅې وکړې؛ خو چندان پایلې یې ورنه‌کړې او لا هم دا کړکېچ دوام لري. اسلام‌اباد ادعا لري، چې افغان طالبانو د دوی خلاف «ټي‌ټي‌پي»‌ ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پاکستان کې وسله‌وال بریدونه پلانوي.

برعکس پر کابل واکمن طالبان ادعاوې لري، چې د‌ پاکستان پوځ خپله خاوره کې د داعش وسله‌والې ډلې غړو ته مرکزونه ورکړي،‌ هلته روزنه ورکوي او بیا یې د بریدونو لپاره افغانستان ته لېږي. افغان طالبانو له اسلام‌اباد نه غوښتنه کړې، چې د داعش مشران دې ورته وسپاري او پاکستان بیا غوښتنه کړې، چې پر کابل واکمن دې ورته د «ټي‌ټي‌پي» مشران ور وسپاري.

دواړه لوریو پر یو بل لګېدلي تورونه رد کړي او خپلو کې یې سره د ملامتۍ ګوتې یو بل ته نیولې دي.

اسراییل د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې څو ودانۍ د ختیځ بیت‌المقدس دننه ونړولې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۰
100%

اسراییل د سې‌شنبې په ورځ د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د ژغورنې ادارې (UNRWA) څو ودانۍ د ختیځ بیت‌المقدس دننه ونړولې. ملګرو ملتونو دا اقدام د نړۍوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

په دغو ودانیو کې چې پخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د ژغورنې ادارې لسګونو کارکوونکو کار کاوه، له تېر کال راهیسي نه ده کارول شوې، ځکه اسراییل ورته امر کړی و چې خپل ټول دفترونه باید تخلیه کړي او فعالیتونه ودروي.

اسراییل یاد دفتر په تعصت تورن کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سې‌شنبې په ورځ د اسراییل دا اقدام غندلی دی. د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق خبریالانو ته وویل: «سرمنشي د اسراییل له حکومت څخه غوښتنه کوي چې سمدستي د ملګرو ملتونو د کډوالو د ژغورنې ادارې (UNRWA) او د شیخ جراح کمپ ورانول ودروي او دا کمپ او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ژغورنې ادارې نور تاسیسات پرته له ځنډ څخه بېرته ملګرو ملتونو ته وسپاري او ودې رغوي».

اسراییل ادعا کړې، چې د(UNRWA) ځینې کارکوونکي د فلسطیني وسله‌والې ډلې حماس غړي وو او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه یې پر اسراییل په هغه برید کې برخه اخیستې وه، چې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان په‌کې ووژل شول او وروسته د حماس پر ضد د اسراییل جګړه پیل شوه؛ هغه جګړه چې د غزې چارواکي وایي تر اوسه په‌کې له ۷۱ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.