• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د کرېکټ ستوري نوین‌الحق د انګلستان له یورک‌شایر کلپ سره تړون وکړ

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ‌اچوونکی نوین‌الحق له انګلیسي کلپ یورک‌شایر سره تړون لاسلیک کړ. دا ۲۶ کلن توپ‌اچوونکی لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په تاریخي ډول د دغه مشهور کلپ په ګټه د ۲۰۲۶ کال په بلاسټ شل اوریزو سیالیو کې لوبېږي.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ، چې د کرېکټ ملي لوبډلې ستوری نوین‌الحق د ښي اوږې د ټپ له امله د ملي لوبډلې له جوړښت څخه اېستل شوی او پر ځای یې ضیاءالرحمان شریفي په لوبډله کې شامل شوی دی. ویل شوي وو، چې نوموړی به د خپلې درملنې د دوام په موخه انګلستان ته سفر وکړي.
خو اوس د یورک‌شایر کلپ په خپله رسمي اعلامیه کې لیکلي، چې نوین‌الحق په وروستیو کلونو کې د نړۍ یو له تر ټولو غوره شل اوریزو توپ‌اچوونکو څخه دی او په توپ‌اچونه کې د بېلابېلو مهارتونو او د ویکټو اخیستو د لوړې وړتیا له امله له دغه کلپ سره یوځای شوی دی.
د یورک‌شایر کلپ د راپور له‌مخې، دغه لوبغاړي تر اوسه په ۲۲۳ شل اوریزو لوبو کې ۲۷۱ ویکټې ترلاسه کړې دي او د هغه تر ټولو غوره کارکردګي د ۱۱ منډو په ورکولو سره د ۵ ویکټو اخیستل ثبت شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه افغان لوبغاړي تر دې وړاندې هم د «بلاسټ» په سیالیو کې بریالۍ تجربه درلوده. نوین‌الحق په ۲۰۲۱ کال کې د لسټرشایر په کمیس کې د ۲۶ ویکټو په اخیستو سره د دغو سیالیو د غوره توپ‌اچوونکي لقب وګاټه او یو کال وروسته هم په دغه جدول کې په دویم مقام کې راغی.
نوین‌الحق د دغه تړون په تړاو کې ویلي، چې په یورک‌شایر کې شتون ورته یو لوی ویاړ دی. هغه زیاته کړې: «یورک‌شایر له ویاړونو ډک تاریخ لرونکی کلپ دی او د هیډینګلي لوبغالی په ټوله نړۍ کې پېژندل شوی دی. زه ډېر لېوال یم چې د دغې لوبډلې د مینوالو پر وړاندې لوبه وکړم او د ۲۰۲۶ کال د بلاسټ په سیالیو کې د یورک‌شایر په بریاوو کې برخه ولرم».
د یاد کلپ د مسوولانو په وینا، نوین‌الحق به د سیالیو له رسمي پیل وړاندې د لوبډلې له تمریناتي کمپ سره یوځای شي او په خپلې نړۍوالې تجربې او تخنیکي وړتیاوو سره به د یورکشایر جوړښت نور هم پیاوړی کړي.
د یورک‌شایر کرېکټ عمومي مدیر ګاوین همیلټن هم د دغه لېږد په هرکلي سره ویلي، چې نوین‌الحق په بلاسټ سیالیو کې د ځلانده کارنامې لرونکی لوبغاړی دی او په توپ‌اچونه کې د هغه بېلابېل مهارتونه د دغې لوبډلې لپاره یوه اغېزناکه وسله کېدای شي. هغه زیاته کړې، چې د دغه افغان توپ‌اچوونکي جذبول د راتلونکي لپاره د یورک‌شایر جدیت او لوړ ارمانونه ښیي.
نوین‌الحق چې د هند غوره لیګ (IPL)، د پاکستان سوپر لیګ (PSL) او د ۲۰ اوریزو حرفوي لیګونو د ګډون تجربه په خپله کارنامه کې لري، په ۲۰۲۱ کال کې یې د انګلستان له لسټرشایر کرېکټ لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ او د فاکسز لوبډلې سره د خپل درې کلن حضور پر مهال خورا ځلانده څرګند شو.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۴

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۵

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې وېسټ‌انډيز ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه نړۍواله سیالۍ کې وېسټ‌انډيز ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د دغه سریز دویمه او درېیمه سیالۍ به د سلواغې په لومړۍ او دویمه په متحده عربي امارات کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د دوشنبې په ماخوستن (د مرغومي ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې سیالۍ پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی یې هم د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان اتلانو په شلو اورونو کې د خپلو درېیو لوبغاړو په زیان سره ۱۸۱ منډې جوړې کړې او سیالې وېسټ‌انډیز ته یې د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۸۷ او دروېش رسولي ۸۴ منډې جوړې کړې.

وېسټ‌انډيز لوبډلې په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په زیان سره اېله ۱۴۳ منډې جوړې کړې او بالاخره لوبه یې د ۳۸ منډو په توپیر افغان اتلانو ته وسپارله.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سریز دویمه لوبه به د سلواغې په لومړۍ او درېیمه لوبه به د سلواغې په دویمه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د غور په دولتیار ولسوالۍ کې د فوټبال د مصنوعي چمن لوبغالی جوړ شو

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۱ GMT+۰
100%

د غور په دولتیار ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) د فوټبال لپاره د مصنوعي چمن لوبغالی پرانېستل شو. دغه لوبغالی د یادې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي په شخصي لګښت جوړ شوی دی.

د غور د ولایتي طالب مسوولینو په وینا، پر دغه لوبغالي چې ۳۰ په ۵۰ مترو کې دی نږدې ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په یوه وخت کې ۷ کسیز ټيمونه لوبې کولی شي.

د دغه لوبغالي له پرانېستو سره سم، د دولتیار، لعل و سرجنګل او فېروز کوه ولسوالیو د شپږو لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ هم وشوې او په پایله کې یې د کوهستان لوبډلې اتلولي وګټله او د ښاروالۍ او پیام دوستي لوبډلو بیا په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.

د دولتیار ولسوالۍ اوسېدونکو د سپورټ او په ځانګړې توګه د فوټبال د ودې او سپورټ د ځوانانو د هڅونې لپاره د دغه لوبغالي جوړېدل مهم وبلل.

افغان فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته په یوه دوستانه لوبه کې ماته ورکړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۰
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې ته په ۵–۳ماته امتیازونو ماته ورکړه.

دا لوبه نن له غرمې وروسته (یک‌شنبه، د مرغومي ۲۸مه) د ویتنام په کوربه توب وشوه، چې دواړو لوبډلو پکې د اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ګډون کړی و.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره اکبر کاظمي، حمیدرضا حسیني، رضا حسین‌پور، سید مجتبی حسیني او سید مرتضی حسیني یو ـ یو ګول وواهه او د ملي لوبډلې بریا یې یقیني کړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا په بله دوستانه لوبه کې د ویتنام له لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله د ویسټ انډیز پر وړاندې د ځوانانو نړیوال جام دویمه لوبه کوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۴ GMT+۰
100%

د افغانستان نوولس کلنه کرېکټ ملي لوبډله د روان کال د ځوانانو نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د ویسټ انډیز د نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي. افغان ځوانو د لوبې ټاس وګاټه او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

نننۍ سیالي جې د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو پیل شوه. افغان نوولس کلنې لوبډلې د لوبې پچه (ټاس) ګټلې او د توپ وهنې پرېکړه یې کړې ده.

افغان لوبډله دا لوبه په داسې حال کې ترسره کوي چې په خپله لومړۍ سیالۍ کې یې د سویلي افریقا نوولس کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړې او په ښه روحیه سیالۍ ته ښکته کېږي.

د کرېکټ شنونکي وایي، د ویسټ انډیز پر وړاندې دا لوبه د افغان ځوانانو لپاره د ټورنمنټ په روان بهیر کې مهمه ده او د مخکې تګ لپاره یې امکانات زیاتوي.

نوین الحق د ټپ له امله د ویسټ انډیز لوبلړۍ او شل اوریز نړیوال جام څخه بهر شو

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۹ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې چټک توپ‌اچوونکی نوین الحق د ښي لاس د اوږې د ټپ له کبله نه شي کولی د ویسټ انډیز پر وړاندې د لوبلړۍ او همدارنګه د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي، او پر ځای یې د لوبډلې په نوملړ کې بدلون راغلی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د اړوندو ډاکټرانو د طبي راپور پر بنسټ د نوین الحق د ښي لاس د اوږې په هډوکي کې د ډېر فشار له امله رامنځته شوی درز (سټریس فریکچر) لا هم په بشپړ ډول نه دی رغېدلی. ویل شوي چې نوموړی لا هم درد لري او د لا ښې درملنې لپاره انګلستان ته استول شوی دی.

کرېکټ بورټ وایي، د همدې طبي ستونزې له امله، نوین الحق به ونه شي کولی د ویسټ انډیز پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ او د شل اوریز نړیوال جام سیالیو برخه وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د پرېکړې له مخې، د نوین الحق پر ځای ضیاءالرحمن شریفي، چې مخکې د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې شامل و، اصلي نوملړ ته ورزیات شوی دی. همدارنګه، د ضیاءالرحمن شریفي پر ځای فرید ملک د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې شامل شوی دی.

کرېکټ بورډ وایي، د لوبغاړو روغتیا ته په کتو دا بدلونونه ترسره شوي او هڅه کېږي چې د راتلونکو سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی وساتل شي.