سوریې ادعا کړې چې کُردانو اوربند مات کړی دی

د سوریې حکومت ادعا کړې، چې د کُردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د دوی اووه سرتېري وژلي دي، خو د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو دا ادعا رد کړې ده.

د سوریې حکومت ادعا کړې، چې د کُردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د دوی اووه سرتېري وژلي دي، خو د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو دا ادعا رد کړې ده.
د سوریې پوځ وویل، دا برید هغه مهال شوی چې سرتېرو د یوې نیول شوې پوځي اډې ساتنه کوله چې پهکې چاودېدونکي توکي موجود و.
د سوریې ډیموکراتیک ځواک چې پخوا په سوریه کې د امریکا اصلي متحد و، وویل چې دوی هېڅ برید نه دی کړی او چاودنه هغه مهال رامنځته شوې، چې سوریایي سرتېرو چاودېدونکي توکي لېږدول. دې ډلې د سوریې پوځ تورن کړی، چې په څو سیمو کې یې پر بریدونو سره اوربند مات کړی دی.
پوځ د سېشنبې په ورځ وویل، چې د سوریې له ډیموکراتیکو ځواکونو سره یوې هوکړې ته رسېدلی، چې له مخې به یې هغوی د څلور ورځیني اوربند پر مهال د مرکزي دولت په چوکاټ کې د یوځای کېدو پلان مني؛ که داسې ونهکړي، نو د سوریې ډیموکراتیک ځواکونه به له برید سره مخ شي.