امریکا له سوریې څخه عراق ته د داعش بندیانو د لېږد ماموریت پیل کړ

د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ یې له سوریې څخه عراق ته د داعش بندیانو د لېږد ماموریت پیل کړی دی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ یې له سوریې څخه عراق ته د داعش بندیانو د لېږد ماموریت پیل کړی دی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» ویلي، چې د جنوري په ۲۱مه نېټه یې د سوریې د شمال ختیځ څخه عراق ته د داعش بندیانو د لېږد لپاره نوی ماموریت پیل کړ. سنټکام ویلي، چې له دې اقدام څخه یې موخه دا ده، څو یاد ترهګر په خوندي توقیف ځایونونو کې وساتل شي.
عراق ته د داعش بندیانو د لېږد ماموریت نن د سوریې د حسکه سیمې څخه د ۱۵۰ بندیان په لېږد پیل شو.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، له سوریې څخه عراق ته د داعش بندیانو د لېږد په یاد ماموریت کې به تر ۷۰۰۰ داعش جنګیالي په عراق کې خوندي زندانونو ته ولېږدوي.
د سنټکام قوماندان اډمیرال براډ کوپر وايي: «موږ د عراق د حکومت په ګډون له خپلو سیمهییزو شریکانو سره په نږدې همغږۍ کې کار کوو او د داعش د تلپاتې ماتې په یقیني کولو کې د هغوی رول په رښتینې ډول ستایو. د امریکا او سیمې امنیت ته د مستقیم ګواښ د مخنیوي لپاره خوندي زندانونو ته د بندیانو لېږد خورا اړین دی».
یاد امریکايي چارواکي ویلي، چې امریکايي ځواکونو او سیمهيیزو شریکانو په ګډه په ۲۰۲۵ کال کې په سوریه کې له ۳۰۰ څخه ډېر داعشیان نیولي او په یاده موده کې یې له ۲۰ څخه ډېر داعشیان وژلي دي.