• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالحکیم شرعي وايي چې د طالبانو له ادارې سره باید تجارتي چلند ونه شي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۰

په داسې حال کې، چې د طالبانو د کابل استخباراتو رییس تازه په دوه میلیونه افغانۍ درېیم واده کړی، د طالبانو د عدلیې وزیر ویلي چې د دوی په اداره کې د مسوولانو مهمه ځانګړتیا تقوا ده او متقي شخص قناعت کوي. نوموړي ویلي، چې اسلامي نظام باید د سوداګرۍ په څېر ونه‌ګڼل شي.

د طالبانو د عدلیې وزیر د چارشنبې په ورځ ددغه وزارت په مشرتابه ناسته کې ویلي، چې د دغه وزارت هر کارکوونکی او مسوول باید په اخلاص سره خلکو ته د خدمت او د نظام د پیاوړتیا په نیت کار وکړي.

دغه ناسته د عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د وزارت د اداري او مسلکي معینانو، مرکزي رییسانو، امرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه.

یاد وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د عدلیې وزیر وویل چې په اداره کې د مسوولینو تر ټولو مهمه ځانګړتیا تقوا درلودل دي، ځکه دده په وینا، متقي شخص قناعت کوي او د مادياتو او مادي امتیازاتو په موخه کار نه کوي.

هغه څرګنده کړې چې «اسلامي نظام باید د هر کارکوونکي او مسوول لپاره د خدمت ذریعه وي او د یوې سوداګرۍ په څېر ونه‌ګڼل شي».

خو د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس تازه په دوه میلیونه افغانیو درېیم واده کړی دی.

شرعي ویلي، چې د عدلیې وزارت ټول کارکوونکي په صداقت، دیانت او امانتدارۍ کار وکړي او د بیت‌المال ساتنه وکړي.

نوموړی چې د ځمکو د استرداد او نومرو د وېش په برخه کې په خپلوۍ پالنې او سیاسي چلند تورن دی، وايي، چې په عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په کمېسیون کې یې د مسوولیت پرمخ وړلو هدف « یوازې د نظام پیاوړتیا او د شریعت تطبیق دی».

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

کندهار مېشتي: د طالبانو له‌خوا نیول شوي کسان زندان ته تر تګ وړاندې، کانټینرو کې ساتل کېږي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۷ GMT+۰

د کندهار د عینو مېنې اوسېدونکي‌ وایي، د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو له‌خوا پر عامو خلکو فشارونه زیات شوي او له محاکمې پرته د دوی نیونه او سپکاوی یوه عادي چاره ګرځېدلې. د دوی په وینا؛ ځینې نیول شوي کسان لومړی په کانټینرونو کې ساتل شوي او وروسته د حوزې محبس ته لېږدول شوي دي.

دوی زیاتوي، دوه ورځې وړاندې د دغه ډلې له‌خوا د یوه شخصي بانک مدیر د خلکو د سترګو پر وړاندې سخت وډبول شو. دغه پېښه د عینو مېنې د خلکو ترمنځ د اندېښنې او غبرګون لامل شوې ده.

د یادې سیمې اوسېدونکي وایي، یوازې دا یوه پېښه نه‌ده؛ بلکې تر دې وړاندې او وروسته هم د ږېرې، لباس او نورو ساده موضوعاتو پر سر یوشمېر هټۍوال، زده‌کړیالان، مزدوران او د عینو مېنې اوسېدونکي نیول شوي دي.

د عینو مېنې یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «موږ نه پوهېږو، چې زموږ ګناه څه ده. نه محکمې ته وړاندې کېږو، نه پوښتنه کېږي، مستقیم نیونه او بند». ځایي خلک زیاتوي، د نیول شویو کسانو کورنیو او دوستانو ته د دې اجازه هم نه‌ورکول کېږي چې له خپلو عزیزانو سره وویني، چې دغه چارې د خلکو اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

د نور احمد په نوم د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی وایي: «امربالمعروف باید خلک اصلاح کړي، نه دا چې خلک ترې وتښتي. دغه ډول سخت چلند کرکه زیاتوي نه دین». د خلکو په باور؛ د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر ځینو کارکوونکو سخت‌دریځه چلند د دې وضعیت اصلي لامل دی. د دوی په خبره؛ د اصلاح پر ځای له زور، ګواښ او سپکاوي کار اخیستل کېږي او کوچنۍ تېروتنې د لوی جرم په څېر ګڼل کېږي.

د عینو مېنې اوسېدونکي ټینګار کوي، چې دغه ډول چلند د عدالت پر ځای وېره خپروي او له محاکمې پرته نیونې «د اسلامي اصولو او انساني حقونو» خلاف دي. د خلکو په اند که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د ولس او د طالبانو ادارې ترمنځ به واټن لا زیات شي.

که څه هم رسمي سرچینو لاتر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو د شکایتونو پراخوالی ښيي چې په عینو مېنه کې د خلکو او د طالبانو د ځایي ادارې ترمنځ جدي ستونزه رامنځته شوې ده. خلک د زور، سپکاوي او سخت‌دریځۍ پر ځای د قانون، عدالت او انساني چلند غوښتنه کوي او د دې موضوع د څېړنې او روڼتیا غوښتونکي دي.

تېرو ۹ میاشتو کې؛ د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې نږدې ۴۰۰زره ټنه توکي‌ لېږدول شوي دي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د والي‌ ویاند یوسف سعیدي ویلي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې د اروپا او اسیا هېوادونو څخه ۳۸۳ ټنه توکي د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته را لېږدول شوي‌ دي. نوموړي ویلي، چې د یادې لارې د ترانسپورټ بهیر ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی.

یوسف سعیدي ویلي، چې د یادې لارې د لېږد ظرفیت مخ په لوړېدو دی او ورسره د وارداتو په اسانتیا کې یې هم د پام وړ رول لوبولی دی. نوموړي ویلي، چې دغه توکي‌ د کال په لومړیو ۹ میاشتو کې را لېږدول شوي دي.

له بل پلوه د هرات–خواف رېل پټلۍ لپاره د طالبانو مسوولینو ویلي‌ وو، له دې لارې هره میاشت نږدې ۵۰زره ټنه واردات کېږي چې له دې سره واردات پنځه برابره زیات شوي دي. تر دې وړاندې له دې لارې هره میاشت شاوخوا ۱۰زره ټنه واردات کېدل.

د هرات-خواف رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري. دغه لاره د ختیځ ـ لوېدیځ ټرانزیټي دهلېز برخه ده، چې چین، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیه او اروپا سره نښلوي.

ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی. د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور مېلیارده ډالر اټکل شوی دی.

طالبان وایي په کندوز کې پر نږدې ۸۰۰ کډوالو کورنيو ځمکې وېشل شوې دي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۷ GMT+۰

په کندوز کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د خواجه کفتر ښارګوټي په سيمه کې پر نږدې ۸۰۰ تازه راستنو شويو کډوالو کورنيو یې نمرې وېشلې دي.

د ياد رياست په وينا؛ د پاتې راستنو شويو کډوالو کورنيو لپاره د نمرو د وېش بهير لا هم دوام لري او هڅه کېږي، چې ټول اړمن کسان تر پوښښ لاندې راوستل شي. نوموړی ریاست زیاتوي، چې د نمرو وېش د يوې منظمې تګلارې له لارې ترسره کېږي؛ څو راستنېدونکو کورنيو ته د دايمي استوګنې زمينه برابره شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري کندهار، لغمان، بلخ او کندوز ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شوې او په نورو ولایتونو کې بیا دغه لړۍ چټکه شوې ده.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

تېره ورځ له پاکستان او ایران نه تر ۲زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي‌ دي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د ستنېدونکو کډوالو په ورځني راپور کې ویلي، (د مرغومي ۳۰مه) له پاکستان او ایران نه ۳۸۰ کورنۍ چې ټولټال ۲۰۳۴ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو ویلي، چې په بېلابېلو برخو کې یې له دغه کورنیو سره مرستې کړې دي.

د دغه کېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپين بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د تورخم له لارې ۳۱۴ کورنې چې د غړو شمېر یې ۱۷۲۸، د سپين بولدک له لارې ۲۴ کورنۍ، د اسلام کلا له لارې ۱۵، د بهرامچې له لارې ۱۴ او د ورېښمو پله له لارې ۱۳ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې د دغه کورنیو سره یې د نغدي مرستو ترڅنګ د روغتیا، مخابراتو، ترانسپورټ او نورو برخو کې مرستې کړې او خپلو مېنو ته یې لېږدولې دي. د دوشنبې په ورځ هم له دغه هېوادونو څخه ۳۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۶۱ کسانو ته رسېده؛ ستنې شوې وې.

له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ لاهم دوام لري او هره ورځ لسګونه کډوال افغانستان ته ستنېږي؛ خو ستانه شوي کډوال په سوړ ژمي کې د مرستو، امکاناتو او پاملرنې غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام: افغانستان د سیمې په کچه د انرژۍ له نا امنۍ سره مخ دی

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) اقتصاد پوه محمد نسیم عطایي وایي، افغانستان د سیمې په کچه د انرژۍ د ناامنیو له جدي ستونزو سره مخ دی او د هېواد د برېښنا تولید او مصرف ترمنځ لوی توپیر د ژوند عادي اړتیاوو پوره کولو برخه کې شته ستونزې لا پراخوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه ویډیويي پیغام کې محمد نسیم عطایي وایي: «اافغانستان د سیمې په کچه د انرژۍ له نا امنۍ سره مخ دی. که د هېواد د انرژۍ تولید او مصرف ته وګورو، د دواړو ترمنځ لوی توپیر شته».

نوموړي زیاته کړې: «د ۲۰۲۰کال راهیسې د انرژۍ ټولیز مصرف له ۱۰۰سلنه زیات شوی؛ خو لاهم شته انرژي د هېواد د ټولو خلکو د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي نه‌ده». عطایي ټینګار کوي، چې د انرژۍ اړتیاوې په دوامداره توګه زیاتېږي، د نفوس زیاتوالی، د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا او د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې د فعالیتونو زیاتوالی هغه څه دي چې دغه اړتیا یې خورا زیاته کړې.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پرورګام دغه اقتصاد پوه وایي، چې د انرژۍ امنیت د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره حیاتي اهمیت لري او باید پاملرنه ورته وشي.