طالبانو په ننګرهار کې د غلا او نیالګیو پرې کولو په تور ۱۳ کسان نیولي

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې یې د غلو ۸ کسیزه ډله له وسلو سره نیولې. طالبانو ویلي، ۵ تنه نور یې بیا د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې نیولي چې ۵۰ تازه ثمر ته رسېدلي د شفتالو نیالګي یې پرې کړي وو.
په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شویو کسانو خپل جرمونه منلي او تر پوښتنو ګروېږنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.





