• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ناټو سرمنشي ټرمپ ته: موږ د امریکا ترڅنګ ولاړ یو، کټ مټ لکه څنګه چې په افغانستان کې وو

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۴ GMT+۰

د ناټو سرمنشي د امریکا له ولسمشر سره په کتنه کې ټینګار وکړ، که پر امریکا برید وشي، د دې پوځي تړون متحدین د واشنګټن ترڅنګ درېږي. نوموړي د افغانستان جګړې ته په اشارې وویل، ناټو لکه څنګه چې د سپټمبر له ۱۱مې وروسته د امریکا ملاتړ وکړ، اوس هم د دفاع لپاره خپلې ژمنې ته وفاداره ده.

دا لیدنه د چهارشنبې په ورځ د داووس غونډې په څنډه کې وشوه. روټه هڅه وکړه، چې د امریکا له دفاع څخه د اروپایي متحدینو د ژمنتیا په اړه د ټرمپ اندېښنې لرې کړي. د ناټو سرمنشي د دغه تړون د غړو ترمنځ پوځي همکاریو مخینې ته په اشارې وویل، چې دوه اړخیزه ژمنتیا لا هم پر خپل ځای ده.
روټه ټرمپ ته ور یاده کړه، چې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د ناټو متحدین د امریکا د دفاع لپاره افغانستان ته ولاړل او د دوی یو شمېر سرتېري هېڅکله بېرته خپلو کورونو ته ستانه نه شول. هغه وویل: «د هرو دوو امریکایانو په بدل کې چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، په افغانستان کې د ناټو د نورو غړو هېوادونو یو سرتېری هم وژل شوی دی».
د یادولو ده، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته متحده ایالاتو د القاعده د بریدونو په ځواب کې پر افغانستان برید وکړ. طالبانو د القاعده د مشر اسامه بن لادن له سپارلو ډډه وکړه او امریکا د ناټو له متحدینو سره یوځای پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې د طالبانو د حکومت د پرځېدو لامل شو. د ناټو ځواکونو نږدې ۲۰ کاله په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ شتون درلود.
د ناټو سرمنشي د امریکا ولسمشر ته په خطاب کې وویل: «تاسو بشپړ ډاډمن اوسېدلی شئ؛ که یوه ورځ پر متحده ایالاتو برید وشي، ستاسو متحدین به ستاسو ترڅنګ ولاړ وي. دا یو مطلق ضمانت دی او غواړم دا خبره په ښکاره او صریح ډول وکړم، ځکه دا یوه مهمه موضوع ده».
ټرمپ په غبرګون کې وویل، چې د دغو څرګندونو درناوی کوي او هیله لري چې دا ژمنه په عمل کې هم پلي شي. نوموړي د روټه په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «هغه یو ښه سړی دی او تر اوسه یې ماته هېڅکله درواغ نه دي ویلي.
ټرمپ همدا راز زیاته کړه: «یوازې دا چې کله وینم د ګرینلنډ په اړه څه روان دي، په فکر کې ډوبېږم».

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری: په نړۍ کې هره ورځ سل مېلیونه ماشومان ښوونځيو ته وږي ځي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۳ GMT+۰
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی، چې په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې هره ورځ څه باندې ۱۰۰ مېلیونه ماشومان له لوږې کړېږي او په وږي نس ښوونځیو ته ځي. دې وضعیت د ماشومانو پر زده‌کړو، روغتیا او راتلونکي ناوړه سیوری غوړولی دی.

د یاد سازمان په وینا، مېلیونونه ماشومان په تشه ګېډه ښوونځیو ته ځي، چې دغه لوږه د هغوی پر تمرکز، منظمې حاضرۍ او د زده‌کړې پر وړتیا مستقیم منفي اغېز کوي. د خوړو نړۍوال پروګرام ټینګار کوي، چې په جګړه‌ځپلو او ناامنو هېوادونو کې ماشومان د باثباته هېوادونو د خپلو همزولو پرتله، دوه برابره ډېر له زده‌کړو بې‌برخې پاتې کېږي.

په راپور کې راغلي، چې د ډېرو ماشومانو لپاره په ځانګړي ډول د نجونو لپاره د ښوونځي خواړه د ژوند د ژغورنې یوه حیاتي اړتیا بلل کېږي. د خوړو نړۍوال پروګرام زیاتوي، د دغو اړتیاوو پوره کېدل ماشومان له ګواښونو او وختي ودونو تر څنګ له جبري کار څخه هم ژغوري.

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې د حکومتونو په همکارۍ او ملاتړ هڅه کوي څو د ښوونځي د عمر ټول ماشومان د خوړو پروګرامونو ته لاسرسی ولري او په سالمو او مناسبو شرایطو کې ورته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شي.

د اسراییلي پوځ لوی درستیز: د هر هغه دوښمن پر ضد به اقدام وکړو چې موږ ګواښي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۵ GMT+۰
100%

د اسراییل پوځ لوی درستیز ایال زمیر د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې لومړۍ) نېټه ویلي، د دغه هېواد پوځ چمتو دی، څو د هر هغه هېواد پر وړاندې اقدامات وکړي چې د دوی امنیت ګواښي. دا څرګندونې له ایران سره د کړکېچ په لړ کې شوې دي.

نوموړي د اسراییل په سوېل کې د نواتیم له هوايي اډې د لیدنې پر مهال د هوايي ځواک پیلوټانو او پرسونل ته وویل، چې پوځ «پوهېږي څنګه په هر ډګر کې د هر هغه دوښمن پر ضد چې د اسراییل د دولت امنیت ګواښي، په پوره ځواک سره برید وکړي».

نواتیم هوايي اډه د اسراییل د هوايي ځواک د پټو راداري ځانګړتیاوو لرونکو «اېف–۳۵ ای» جنګي الوتکو د ځای پر ځای کېدو مرکز دی. روانه اوونۍ درې نورې اېف–۳۵ الوتکې د اسراییل هوايي ځواک ته ورزیاتې شوې، چې له دې سره د دغو الوتکو ټول شمېر ۴۸ ته ورسېد.

زمیر د هوايي ځواک د اسراییل د دفاعي ځواکونو «ستراتېژیک مټ» وباله او ویې ویل: «موږ د بېلابېلو سناریوګانو لپاره چمتو یو او په دوامدار ډول خپلې وړتیاوې پیاوړې کوو، څو د خپلو دوښمنانو پر ضد په ټولییزه جګړه کې بریا ترلاسه کړو».

هغه تر دې وړاندې، د دوشنبې په ورځ د مرغومي په ۲۹مه، د کورنۍ جبهې قومندانۍ نه د لیدنې پر مهال ویلي وو، چې د اسراییل پوځ لا هم د «څو جبهه‌ییزو ګواښونو» پر وړاندې د دفاع بشپړ چمتووالی لري. د هغه دا څرګندونې ایران ته ښکاره اشارې بلل شوې دي.

امریکا له سوریې څخه عراق ته د داعش بندیانو د لېږد ماموریت پیل کړ

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۴ GMT+۰
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ یې له سوریې څخه عراق ته د داعش بندیانو د لېږد ماموریت پیل کړی دی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» ویلي، چې د جنوري په ۲۱مه نېټه یې د سوریې د شمال ختیځ څخه عراق ته د داعش بندیانو د لېږد لپاره نوی ماموریت پیل کړ. سنټکام ویلي، چې له دې اقدام څخه یې موخه دا ده، څو یاد ترهګر په خوندي توقیف ځایونونو کې وساتل شي.

عراق ته د داعش بندیانو د لېږد ماموریت نن د سوریې د حسکه سیمې څخه د ۱۵۰ بندیان په لېږد پیل شو.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، له سوریې څخه عراق ته د داعش بندیانو د لېږد په یاد ماموریت کې به تر ۷۰۰۰ داعش جنګیالي په عراق کې خوندي زندانونو ته ولېږدوي.

د سنټکام قوماندان اډمیرال براډ کوپر وايي: «موږ د عراق د حکومت په ګډون له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو سره په نږدې همغږۍ کې کار کوو او د داعش د تلپاتې ماتې په یقیني کولو کې د هغوی رول په رښتینې ډول ستایو. د امریکا او سیمې امنیت ته د مستقیم ګواښ د مخنیوي لپاره خوندي زندانونو ته د بندیانو لېږد خورا اړین دی».

یاد امریکايي چارواکي‌ ویلي، چې امریکايي ځواکونو او سیمه‌يیزو شریکانو په ګډه په ۲۰۲۵ کال کې په سوریه کې له ۳۰۰ څخه ډېر داعشیان نیولي او په یاده موده کې یې له ۲۰ څخه ډېر داعشیان وژلي دي.

ډونالډ ټرمپ: د ګرینلنډ په اړه د یوې هوکړې پر چوکاټ سلا شوي یو

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ناټو له عمومي منشي سره په کتنه کې د ګرینلنډ په اړه د یوې هوکړې پر «چوکاټ» دواړه لوري یوې ګډې پایلې ته رسېدلي دي. د هغه په وینا، که دا هوکړه وروستۍ شي، نو دا به د امریکا او د ناټو د ټولو غړو هېوادونو لپاره یو ستره لاسته راوړنه وي.

ټرمپ زیاته کړې، چې د دې خبرو اترو د پرمخ بېولو مسوولیت به د هغه مرستیالانو او استازو ته سپارل کېږي.

ټرمپ په خپلې خواله رسنۍ «ټروټ سوشال» کې لیکلي، دا هوکړه د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره د یوې «ډېرې رغنده» کتنې وروسته رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، دا تفاهم یوازې ګرینلنډ نه، بلکې د شمالي قطب ټوله سیمه هم رانغاړي.

د امریکا ولسمشر همدارنګه اعلان وکړ، د دې هوکړې پر بنسټ به هغه تعرفې نه عملي کېږي چې ټاکل شوې وه د فبرورۍ له لومړۍ نېټې نافذې شي.

د ټرمپ په وینا، د «طلایي ګنبد» په نوم د دفاعي سیستم او د هغه د ګرینلنډ سره د تړاو په اړه نورې خبرې هم روانې دي او کله چې خبرې اترې پرمختګ وکړي، نو نور معلومات به له رسنیو سره شریک شي.

هغه زیاته کړه، مرستیال یې جی‌ډي ونس، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او که اړتیا وي نور کسان به د دغو خبرو اترو مسوولیت پر غاړه ولري او نېغ په نېغه به ورته راپور ورکوي.

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې مشر: موسسات باید خلکو ته بنسټیز کارونه وکړي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۶ GMT+۰
100%

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د ادارې مشر نورالدین ترابي ویلي، چې مرستندویه موسسې باید په افغانستان کې د خلکو اړتیاوو ته په کتو بنسټیز خدمتونه وړاندې کړي او ټولو اړمنو کورنیو ته مرستې ورسوي. هغه دا څرګندونې د اوچا له چارواکو سره په کتنه کې کړې دي.

ملا ترابي زیاته کړې، چې ټولو مرستندویه سازمانونو ته په کار ده چې تر پېښو مخکې حل لارې ولټوي او خلکو ته بنسټیز کارونه وکړي. همداراز د طالبانو د یادې ادارې د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ ریاست هم خپلې ستونزې د ملګرو ملتونو له یاد سازمان سره شریکې کړي او ترې د حل لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د اوچا ادارې مشر کینیت راجرز په دې ناسته کې ویلي، د تېرو کلونو‌ پرتله د دغه سازمان بودیجه کې کموالی راغلی؛ خو بیا هم هڅه کوي چې ۱۷،۵ مېلیونه افغانانو ته مرستې ورسوي. دواړو لوریو د ناستې په پای کې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې له سخت بشري ناورین او همداراز له طبیعي پېښو سره مخ دی. په تېرو ۳ کلونو کې په هرات، کونړ، سمنګان او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د زلزلو له امله زرګونه کسانو ته ځاني او مالي زیانونه واوښتل. د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړی، چې د دغو طبیعي ناورینونو پر وړاندې د دوی بودیجه خورا کمه ده او نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

په طبیعي ناورینو کې زیانمنې افغان کورنۍ شکایتونه لري، چې تر اوسه پورې ورسره د طالبانو حکومت، نړۍوالو مرستندویه ادارو او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو د پام وړ مرستې نه دي کړي. د راپورونو له‌مخې، زرګونه کورنۍ په وروستیو زلزلو او طبیعي ناورینونو کې له سرپناوو بې برخې شوې دي.