د امریکا استازولۍ د ملګرو ملتونو په بودجه کې د ۵۷۰ مېلیون ډالرو له کمښت خبر ورکړی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازولۍ ویلي، د ډونالډ ټرمپ په لارښوونه یې د ملګرو ملتونو په بودجه کې تاریخي بدلونونه راوستي چې د لګښتونو د کمولو، اداري اصلاحاتو او د سولې او امنیت د پیاوړتیا په موخه یې ۵۷۰ مېلیون ډالره کموالی راوستی دی.