• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: حماس باید خپلې وسلې وسپاري او که نه له منځه به یووړل شي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ وویل چې په راتلونکو دریو اونیو کې به څرګنده شي چې ایا د فلسطین وسله واله ډله خپلې وسلې سپاري که نه، او خبرداری یې ورکړ چې که یاده ډله دا کار ونه کړي، نو پر ضد به یې اقدام وشي.

ټرمپ دا څرګندونې د سویس په داوس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم له غونډې وروسته د پوښتنو او ځوابونو پر مهال وکړې.

هغه وویل: «دا هغه څه دي چې هغوی پرې هوکړه کړې ده. هغوی باید دا کار وکړي. او موږ به په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې او حتمي په راتلونکو دریو اونیو کې پوه شو چې ایا دوی دا کار کوي که نه.»

ټرمپ زیاته کړه: «که هغوی دا کار ونه کړي، نو ډېر ژر به له منځه یووړل شي. هغوی به ډېر ژر ختم شي.»

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: د ګرينلنډ د نیولو لپاره ځواک نه کاروم خو یوازې امریکا یې ساتلی شي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ په سویس کې د داوس نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې وویل چې د ګرينلنډ د ترلاسه کولو لپاره ځواک نه کاروي، خو زیاته یې کړه، چې هېڅ بل هېواد د ډنمارک دا سیمه نه شي خوندي کولی.

ټرمپ وویل: «خلکو فکر کاوه چې زه به ځواک وکاروم، خو زه ځواک کارولو ته اړتیا نه لرم. زه نه غواړم ځواک وکاروم».

هغه دغه څرګندونې په داسې وخت کې وکړې چې د هغه د ګرينلنډ د پېرلو هڅې له اروپا سره د اړیکو په ترینګلتیا تمامې شوې دي.

ټرمپ دا موضوع «یوه وړه غوښتنه» او د «یخ ټوټه» وبلله او ویې ویل چې د ګرينلنډ ترلاسه کول به د ډنمارک او امریکا په ګډون ناټو ته ګواښ نه وي.

هغه زیاته کړه: «زه غواړم سملاسي خبرې اترې وکړم چې د امریکا له خوا د ګرينلنډ د اخیستلو موضوع بیا وڅیړل شي».

د ناټو مشرانو خبرداری ورکړی چې د ټرمپ د ګرينلنډ ستراتیژي کولی شي د اتحادیې توازن ګډوډ کړي، په داسې حال کې چې د ډنمارک او ګرينلنډ مشرانو د امریکا د زیات حضور لپاره بېلابېلې لارې وړاندیز کړې دي.

ټرمپ په غونډه کې وویل: «موږ د نړیوال خونديتوب لپاره یوه یخه ټوټه غواړو، خو هغوی یې نه راکوي».

پاکستان د ټرمپ «د سولې نړیوال بورډ» غړیتوب ومانه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ بلنه منلې چې د «سولې نړیوال بورډ» برخه شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې هېواد یې غواړي «فلسطینیان د نړیوالو تګلارو او ملګرو ملتونو د پرېکړو په رڼا کې د خپلواکۍ حق ترلاسه کړي».

ټرمپ پلان لري چې یاد بورډ د غزې شخړې څخه پیل او وروسته نورې نړیوالې شخړې هم حل کړي.

تر اوسه یوازې څو هېوادونو لکه هنګري، اسراییل، ترکیې، کوسوو او متحده عربي اماراتو په دې بورډ کې غړیتوب منلی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د بورډ د غړیتوب یوه مسوده ښيي چې که کوم هېواد غواړي له درې کالو څخه زیات د غړو په توګه پاتې شي، باید یو میلیارد ډالر مرسته وکړي.

یو شمېر اروپايي مشران اندېښمن دي، چې د ټرمپ د سولې بورډ به د ملګرو ملتونو رول تر سیوري لاندې راولي، له همدې امله یې تر دې مهاله له دغه وړاندیز سره محتاطانه چلند کړی.

د روسیې پر سوېل د اوکراین په بریدونو کې ۱۱ کسان ټپیان شوي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۵ GMT+۰

د روسیې په سوېلي سیمو کې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په جلا، جلا بریدونو کې لږترلږه ۱۱ کسان چې دوه ماشومان هم په‌کې شامل دي، ټپیان شوي او په یوه بله پېښه کې د تېلو په یوه ستره تصفیه‌خونه کې اور لګېدلی.

د اډیګې والي مرات کومپیلوف ویلي، د نووایا اډیګې په کلي کې د یوې استوګنیزې ودانۍ او د موټرو تم ځای ته نږدې اور لګېدلی چې له امله یې بېړني خدمات سیمې ته رسېدلي او د اور وژنې عملیات هم پیل شوي دي.

د روسیې دولتي رسنیو تاس او ریا نووستي ادعا کړې، چې دغه اور د اوکراین د ډرون برید له امله لګېدلی؛ خو اوکرایني چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي. له بلې خوا د روسیې خپلواکې رسنۍ «استرا» د عیني شاهدانو د ویډیوګانو او د سیمې اوسېدونکو په حواله راپور ورکړی، چې یاد زیان ښايي د روسیې د هوايي دفاع د توغندي له امله اوښتی وي. د یادې رسنۍ په وینا؛ د پېښې په ځای کې د هوايي دفاع د شنډوونکو توغندیو ټوټو ته ورته پاتې شوني لیدل شوي دي.

په یوې بلې جلا پېښه کې د روسیې په ګاونډي کراسنودار کرای کې د افیپسکي د تېلو پر تصفیه‌خونې هم برید شوی، چې له امله یې اورلګېدنه رامنځته شوې. سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، د ډرون ټوټې د تصفیه‌خونې په ساحه کې لوېدلې وې او هماغه د اور لګېدو لامل شوې.

ټرمپ وایي په پاریس کې د جي۷ په سرمشریزه کې به ګډون ونه کړي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په پاریس کې د جي۷ هېوادونو په سرمشریزه کې به ګډون ونه‌کړي. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او اروپا ترمنځ د ګرینلنډ د نیولو په اړه د ټرمپ د ګواښ له امله ترینګتیاوې زیاتې شوې دي.

ټرمپ دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه) سپینې ماڼۍ کې په یوې خبري ناسته کې کړې دي. هغه وویل، که څه هم د فرانسې او برېتانیا له مشرانو سره ښې اړیکې لري؛ خو نه غواړي چې د جي۷ په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

تر دې مخکې ټرمپ ګواښ کړی و، که اروپا امریکا ته اجازه ورنه کړي چې ګرینلنډ تر خپل واک لاندې راولي؛ نو پر اروپايي هېوادونو به درانه ګمرکي تعرفې ولګوي. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د سې‌شنبې په ورځ د داووس په نړۍوال اقتصادي فورم کې د ټرمپ ګواښونه وغندل او ویې ویل، چې اروپا به «ځورونکو» ته تسلیم نه‌شي او د ګواښونو پر وړاندې به سر ټیټ نه‌کړي.

مکرون وویل: «موږ درناوی پر زور او تریخوالي غوره ګڼو» او «د قانون واکمنۍ ته پر تاوتریخوالي ترجیح ورکوو». د جي۷ غونډه د ۲۰۲۶کال د جون میاشتې له ۱۵مې څخه تر ۱۷مې په پاریس کې ترسره کېږي.

په دې ډله کې اووه غړي هېوادونه امریکا، کاناډا، جرمني، برېتانیا، فرانسه، جاپان او اېټالیا شامل دي. روسیه هم په دغه پیاوړو صنعتي هېوادونو کې شامله وه؛ خو پر اوکراین تر برید وروسته ترې واېستل شوه.

کارني د ګرینلنډ پر سر د ټرمپ د تعرفو لګولو سره کلک مخالفت وکړ

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې هېواد یې د امریکا له‌خوا د هر ډول تعرفو لګولو سخت مخالف دی، هغه تعرفې چې ولسمشر ټرمپ یې د ګرینلنډ د کنټرول لاندې راوستلو لپاره وضع کوي.

ټرمپ د شنبې په ورځ پر هغو وارداتو تعرفې اعلان کړې، چې د اروپايي متحدینو له لوري امریکا ته راځي.

ټرمپ خبرداری ورکړی، چې ښايي پر هغو هېوادونو نوې تعرفې ولګوي چې د امریکا سره د ګرینلنډ د الحاق له پلان سره مخالفت کوي. ټرمپ تر دې وړاندې ټینګار کړی و، چې د ګرینلنډ په اړه «د امریکا له کنټرول څخه کم هر څه د منلو وړ نه دي».

د امریکا ولسمشر د لومړي ځل لپاره ګواښ وکړ، چې کېدای شي له تعرفو څخه د داسې هېوادونو د مجازاتو لپاره کار واخلي چې د ګرینلنډ د الحاق په تړاو د هغه له پلانونو سره «همکاري نه کوي».

اروپايي مشرانو په وار وار ویلي، چې متحده ایالات نه‌شي کولای د ګرینلنډ کنټرول په لاس کې واخلي.

کارني د سویس په داووس ښار کې د نړۍوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې وویل: «کاناډا د ګرینلنډ پر سر د تعرفو سخت مخالفت کوي او د دې غوښتنه کوي چې متمرکزې خبرې اترې دې وشي، څو په شمالي قطب سیمه (ارکټیک) کې د امنیت او سوکالۍ چې زموږ ګډ اهداف دي ترلاسه شي».

کارني د ګرینلنډ پر سر د ډنمارک د حاکمیت ملاتړ څرګند کړ او بیا یې ټینګار وکړ، چې کاناډا غواړي له ورته فکر لرونکو هېوادونو سره نوې اېتلافونه جوړ کړي، په داسې حال کې چې هغه په واشنګټن کې د ټرمپ له ادارې سره له یوې پېچلې اړیکې سره مخ دی.

د امریکا ولسمشر پخوا هم د کاناډا د ضمیمه کولو ګواښ کړی و او د سې‌شنبې په سهار یې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړه شوې نقشه خپره کړه، چې په‌کې کاناډا او ګرینلنډ د متحده ایالاتو برخه ښودل شوي وو.

کارني وویل: «که ستر قدرتونه د واک او ګټو د بې‌خنډه تعقیب لپاره ان د اصولو او ارزښتونو له ظاهري پلمې هم لاس واخلي، نو د معاملاتي سیاست ګټې به بیا تکرارول لا ستونزمن شي». هغه په خپلو خبرو کې ټرمپ یا د امریکا نوم یاد نه کړل.