تر درنې واورې وروسته؛ د سالنګ لویه لار د تګ راتګ لپاره تړل شوې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، چې د درنې واورې، توپان او د لید کچې د کمښت له امله د سالنګ لویه لاره نن سهار ۵ بجې د مساپر وړونکو او بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
د هغه په وینا؛ دغه پرېکړه د احتمالي ځاني تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي بشپړ چمتووالی لري او د هوا د ښه کېدو او د توپان له کمېدو سره سم به د واورو پاکولو چارې پیل او یاده لاره به یو ځل بیا د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.
