• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهار کې د اوو زونونو طالب والیانو د ملاهبت‌ الله د فرمانونو د تطبیق په اړه غونډه کړې

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو والي ملاشیرین په مشرۍ د یادې ډلې د اوو زونونو والیانو د خپل مشر ملاهبت الله اخوندزاده د فرمانونو او حکمونو د تطبیق په اړه غونډه کړې. په دغه غونډه کې د نشه‌يي توکو د کښت، قاچاق، پېر او پلور پر مخنیوي او د امنیت پر ټینګښت هم بحث شوی.

په کندهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې په دغه ناسته کې د یاد ولایت لپاره د طالبانو والي ملاشیرین په مشرۍ د دغه ډلې د هرات والي نوراحمد اسلام جار، د بلخ والي یوسف وفا، د ننګرهار والي محمد نعیم اخند، د کندوز والي محمدخان دعوت، د کابل والي امین الله عبید او د پکتیا والي مهرالله حماد ګډون کړی وو.

د معلوماتو له مخې؛ طالب والیانو د امنیت، اقتصاد او سیاسي پرمختګونه په اړه ننګونې او سپارښتنې له ملاشیرین سره شریکې کړې. سرچینو ویلي، چې د ناستې دغه راپور به د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده ته وړاندې شي.

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې په دې ناسته کې «د امنیت پر ټنګښت، د امنیتي او ملکي چارو پر ښه تنظیم، د نشه‌يي توکو په وړاندې پر مبارزې، کډوالو ته د اسانتیاو پر برابرولو، د طالبانو امنیتي ځواکونو ته د روزنیزو سمینارونو پر جوړولو» خبرې شوې دي.

پر طالبانو د خپل منځي اختلافاتو د نیوکو او راپورونو تر خپرېدو وروسته دغه ډله په پرله‌پسې توګه د امنیتي او ملکي چارواکو ترمنځ د همغږۍ ناستې ترسره کوي. په ډېرو دغه ډول ناستو کې طالب مشران د خپل مشر پر «اطاعت او د فرمانونو پر منلو» ټینګار کوي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي د کابل چاودنه وغندله

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۱ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د کابل د وروستۍ چاودنې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه خواشیني ښودلې او ټینګار یې کړی، چې برېتانیا «ترهګري» غندي او د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.

ریچارډ لېنډسي پر اېکس پاڼه لیکلي، د کابل د چاودنې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې خبر خواشینی کړی. هغه همداراز زیاته کړې، چې برېتانیا د ترهګرۍ هر ډول عمل غندي او په دې سختو شېبو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.

دغه پېښه (دوشنبه د مرغومي ۲۹مه) شوې، چې له امله یې د یوه چینايي په ګډون ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. داعش خراسان ډلې د کابل په شهرنو سیمه کې پر یوه چینايي رسټورانټ د «ځانمرګي برید» مسوولیت منلی دی.

د داعش خراسان څانګې ادعا کړې، په دغه برید کې یوشمېر چینایان، ولسي وګړي او همداراز هغه طالب ځواکونه چې په یاده سیمه کې یې د امنیت ساتنې مسوولیت لاره، وژل شوي او یاهم ټپیان شوي دي. یادې ډلې د کوم سند وړاندې کولو پرته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر ۲۵ بللی دی.

افغان لوبغاړی عطاءالله قاضي‌ په پولنډ کې تر شپږ میاشتني بند وروسته خوشې شو

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۹ GMT+۰

د افغانستان د ازاده سیالیو او ووشو پخوانی ملي لوبغاړی عطاءالله قاضي‌ تر شپږ میاشتني بند وروسته د پولنډ له یوه زندانه خوشې شو. د هغه ورور عزیز قاضي‌ د دغه خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی د یوه وکیل له ګومارلو وروسته خوشې شوی دی.

عطاءالله قاضي‌ د پولنډ له پولې د ناقانونه تېرېدو پر مهال نیول شوی و او په دغه موده کې د هغه حقوقي وضعیت روښانه نه و. په پیل کې ټاکل شوې وه، چې نوموړی به درې میاشتې په بند کې پاتې شي؛ خو دغه موده تر شپږو میاشتو هم واوښته.

تر دې وړاندې سیدعزیز قاضي‌ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي و، چې دغه ۲۱ کلن ورزشکار د غاښونو او خولې له جدي ټپونو سره مخ شوی او د نامناسبه روغتیایي وضعیت او د لازمې پاملرنې د نشتوالي له امله یې روغتیایي حالت ښه نه‌دی.

د عزیز قاضي‌ په وینا، د پولنډ پولیسو غوښتل چې عطاءالله قاضي‌ بېرته افغانستان ته ولېږي؛ خو اوس تر خوشې کېدو وروسته محکمې له دې امله چې نوموړی افغانستان ته نه‌شي ستنېدای، پرېکړه کړې چې دغه لوبغاړی باید د پولنډ خاوره پرېږدي.

د برېټانیا ځانګړي استازي په اسلام‌اباد کې د طالبانو له سفیر سره د سیمې پر امنیت خبرې کړي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي د سې‌شنبې په ورځ د (مرغومې ۳۰مه) اسلام‌اباد کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکېب سره لیدلي دي. لینزي ویلي، په دې ناسته کې یې د سیمې پر امنیتي مسایلو او پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د تګلارو پر اغېزو خبرې کړې دي.

دا لیدنه اسلام‌اباد ته د ریچارډ لینزي د سفر پر مهال شوې ده.

نوموړي همدارنګه په جلا ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره هم ناسته کړې ده. دواړو لوریو د سیمې پر امنیتي اندېښنو، په ځانګړي ډول تر ډیورنډ کرښې هاخوا ترهګریزو بریدونو په اړه د نظرونو تبادله وکړه.

برېټانیا د لوېدیځو هېوادونو په څېر د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني، خو د خپل ځانګړي استازي له لارې د طالبانو له چارواکو او د سیمې له هېوادونو سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، د بشري حقونو او بشردوستانه مرستو ته د افغانانو د لاسرسي په څېر موضوعاتو په اړه اړیکې ساتي.

د برېټانیا ځانګړي استازي سردار احمد شکېب «په پاکستان کې د طالبانو سفیر» بللی؛ دا د لندن د هغې تګلارې دوام ښيي، چې طالبان د واکمنې ډلې په توګه مني، نه د افغانستان د رسمي حکومت په توګه.

خو له بلې خوا یو شمېر بنسټونه او د بشري حقونو فعالان وایي، د طالبانو له استازو سره رسمي لیدنې د طالبانو د رژیم د عادي کولو په معنا دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څو ځله د دې ډلې د ادارې نړۍواله انزوا رد کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو اداره له بېلابېلو هېوادونو سره پراخې اړیکې لري، خو دغه هېوادونه د امریکا تر فشار لاندې د طالبانو له حکومت سره د رسمي اړیکو له اعلانولو ډډه کوي.

د داعش د برید قرباني؛ طالبانو په کابل کې د وژل شوي چینایي وګړي د جنازې لمونځ ادا کړ

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۰

طالبانو د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د هغه چینایي وګړي د جنازې لمونځ ادا کړ، چې پر یوه رسټورانټ د داعش ډلې د ځانمرګي برید پر مهال وژل شوی و. دا جنازه د وزیر محمد اکبرخان په جومات کې ترسره شوې ده.

په کابل کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، دغه چینایي وګړی «ایوب» نومېده او مسلمان و.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې لسګونو کسانو د ایوب جنازه کې ګډون کړی و. د خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو له‌مخې، د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د ادارې غړي او وسله‌وال هم لیدل کېدل. دا په تېر یو کال کې د کابل ښار دننه د داعش ډلې لومړنی ځانمرګی برید بلل کېږي.

په کابل کې د طالبانو د قوماندانۍ ویاند زیاته کړه، هغه رسټورانټ چې چاودنه په‌کې شوې، د یوه چینایي مسلمان وګړي «عبدالمجید» ملکیت و، چې له خپلې مېرمنې سره یې په کابل کې د چینایي مسلمانانو لپاره خواړه تیارول.

د نوموړي په وینا، په دغه چاودنه کې شپږ افغانان او یو چینایي وګړی وژل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د عیني شاهدانو په حواله د ویډیوګانو په خپرولو سره راپور ورکړ، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل شهرنو په سیمه کې د «لانژو د غوايي غوښې مکروني» په نوم رسټورانټ کې چینایي وګړي په نښه کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او له طالبانو یې غوښتي، چې د برید عاملان ژر تر ژره پیدا او په سزا ورسوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوا جیاکن د سې‌شنبې په ورځ د مرغومي میاشتې پر ۳۰مه په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په دغه برید کې یو چینایي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

هغه له طالبانو وغوښتل، چې د ټپیانو د درملنې لپاره جدي هڅې وکړي او د چینایي وګړو، پروژو او بنسټونو د امنیت د ټینګښت لپاره نور ګامونه هم پورته کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د دغه هېواد له وګړو غوښتي، چې د امنیتي وضعیت له امله دا مهال افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

دغه وزارت همدارنګه له هغو چینایي وګړو او شرکتونو څخه چې دا مهال په افغانستان کې حضور لري، غوښتي چې خپل امنیتي تدابیر زیات کړي او هر څومره ژر چې شونې وي، له خطرناکو سیمو ووځي.

حلیم فدایي: د استشهادي تر نوم لاندې د ځانمرګو بریدونو مفکوره لومړی ځل طالبانو دود کړه

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۰

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د پکتیا والي محمد حلیم فدایي ویلي، د ځانمرګو بریدونو مفکوره لومړی ځل د «اشتهادي» تر نوم لاندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې دود شوه. هغه وایي، اوس که دا ډول بریدونه کېږي طالبان یې له اخلاقي او فکري مسوولیت څخه نه‌شي خلاصېدای.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه یوې لیکنه کې وایي: «هر هغه څوک چې نن دا ډول بریدونه د هر نوم او د هر لوري پر ضد ترسره کوي، د دې ناوړه سنت د فکري او اخلاقي مسوولیت په برخه کې اوسني واکمنان نه‌شي خلاصېدلای».

فدایي ټینګار کوي، چې طالبان باید اوس د ځانمرګو بریدونو په تړاو یو دریځ خپل کړي.

نوموړی زیاتوي: «اوسني واکمنان باید په ښکاره، روښانه او بې‌ابهامه توګه اعلان وکړي چې که پخواني ځانمرګي بریدونه وو او که اوسني، دواړه له شرعي، اخلاقي او انساني پلوه حرام او ناروا دي. دا د منلو وړ نه ده چې له یوه لوري ځانمرګی «استشهادي» وبلل شي او د بل لوري ځانمرګی مردار».

د مخکېني جمهوري نظام د دې چارواکي په وینا، د بې‌ګناه انسانانو وژونکي نه استشهادیان دي او نه هم د دین استازي، بلکې هغه کسان دي چې قران‌کریم یې په څرګندونو ډکو «مغضوب او ملعون» بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څه باندې شل کلونو کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د نړۍ لویو دیني عالمانو د طالبانو جګړه ناروا بلله او ان د دوی ځانمرګي بریدونه یې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بلل.