ټرمپ: امریکا بې‌سارې اقتصادي وده کړې او د داووس سفر به بریالی وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد اقتصادي وده بې‌سارې بللې او ویلي دي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی. هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د دغه هېواد د استازولۍ او د اقتصادي فرصتونو د لا پراختیا لپاره مهم وباله.