• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان لوبغاړی عطاءالله قاضي‌ په پولنډ کې تر شپږ میاشتني بند وروسته خوشې شو

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۹ GMT+۰

د افغانستان د ازاده سیالیو او ووشو پخوانی ملي لوبغاړی عطاءالله قاضي‌ تر شپږ میاشتني بند وروسته د پولنډ له یوه زندانه خوشې شو. د هغه ورور عزیز قاضي‌ د دغه خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی د یوه وکیل له ګومارلو وروسته خوشې شوی دی.

عطاءالله قاضي‌ د پولنډ له پولې د ناقانونه تېرېدو پر مهال نیول شوی و او په دغه موده کې د هغه حقوقي وضعیت روښانه نه و. په پیل کې ټاکل شوې وه، چې نوموړی به درې میاشتې په بند کې پاتې شي؛ خو دغه موده تر شپږو میاشتو هم واوښته.

تر دې وړاندې سیدعزیز قاضي‌ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي و، چې دغه ۲۱ کلن ورزشکار د غاښونو او خولې له جدي ټپونو سره مخ شوی او د نامناسبه روغتیایي وضعیت او د لازمې پاملرنې د نشتوالي له امله یې روغتیایي حالت ښه نه‌دی.

د عزیز قاضي‌ په وینا، د پولنډ پولیسو غوښتل چې عطاءالله قاضي‌ بېرته افغانستان ته ولېږي؛ خو اوس تر خوشې کېدو وروسته محکمې له دې امله چې نوموړی افغانستان ته نه‌شي ستنېدای، پرېکړه کړې چې دغه لوبغاړی باید د پولنډ خاوره پرېږدي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د برېټانیا ځانګړي استازي په اسلام‌اباد کې د طالبانو له سفیر سره د سیمې پر امنیت خبرې کړي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي د سې‌شنبې په ورځ د (مرغومې ۳۰مه) اسلام‌اباد کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکېب سره لیدلي دي. لینزي ویلي، په دې ناسته کې یې د سیمې پر امنیتي مسایلو او پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د تګلارو پر اغېزو خبرې کړې دي.

دا لیدنه اسلام‌اباد ته د ریچارډ لینزي د سفر پر مهال شوې ده.

نوموړي همدارنګه په جلا ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره هم ناسته کړې ده. دواړو لوریو د سیمې پر امنیتي اندېښنو، په ځانګړي ډول تر ډیورنډ کرښې هاخوا ترهګریزو بریدونو په اړه د نظرونو تبادله وکړه.

برېټانیا د لوېدیځو هېوادونو په څېر د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني، خو د خپل ځانګړي استازي له لارې د طالبانو له چارواکو او د سیمې له هېوادونو سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، د بشري حقونو او بشردوستانه مرستو ته د افغانانو د لاسرسي په څېر موضوعاتو په اړه اړیکې ساتي.

د برېټانیا ځانګړي استازي سردار احمد شکېب «په پاکستان کې د طالبانو سفیر» بللی؛ دا د لندن د هغې تګلارې دوام ښيي، چې طالبان د واکمنې ډلې په توګه مني، نه د افغانستان د رسمي حکومت په توګه.

خو له بلې خوا یو شمېر بنسټونه او د بشري حقونو فعالان وایي، د طالبانو له استازو سره رسمي لیدنې د طالبانو د رژیم د عادي کولو په معنا دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څو ځله د دې ډلې د ادارې نړۍواله انزوا رد کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو اداره له بېلابېلو هېوادونو سره پراخې اړیکې لري، خو دغه هېوادونه د امریکا تر فشار لاندې د طالبانو له حکومت سره د رسمي اړیکو له اعلانولو ډډه کوي.

د داعش د برید قرباني؛ طالبانو په کابل کې د وژل شوي چینایي وګړي د جنازې لمونځ ادا کړ

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۰

طالبانو د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د هغه چینایي وګړي د جنازې لمونځ ادا کړ، چې پر یوه رسټورانټ د داعش ډلې د ځانمرګي برید پر مهال وژل شوی و. دا جنازه د وزیر محمد اکبرخان په جومات کې ترسره شوې ده.

په کابل کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، دغه چینایي وګړی «ایوب» نومېده او مسلمان و.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې لسګونو کسانو د ایوب جنازه کې ګډون کړی و. د خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو له‌مخې، د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د ادارې غړي او وسله‌وال هم لیدل کېدل. دا په تېر یو کال کې د کابل ښار دننه د داعش ډلې لومړنی ځانمرګی برید بلل کېږي.

په کابل کې د طالبانو د قوماندانۍ ویاند زیاته کړه، هغه رسټورانټ چې چاودنه په‌کې شوې، د یوه چینایي مسلمان وګړي «عبدالمجید» ملکیت و، چې له خپلې مېرمنې سره یې په کابل کې د چینایي مسلمانانو لپاره خواړه تیارول.

د نوموړي په وینا، په دغه چاودنه کې شپږ افغانان او یو چینایي وګړی وژل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د عیني شاهدانو په حواله د ویډیوګانو په خپرولو سره راپور ورکړ، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل شهرنو په سیمه کې د «لانژو د غوايي غوښې مکروني» په نوم رسټورانټ کې چینایي وګړي په نښه کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او له طالبانو یې غوښتي، چې د برید عاملان ژر تر ژره پیدا او په سزا ورسوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوا جیاکن د سې‌شنبې په ورځ د مرغومي میاشتې پر ۳۰مه په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په دغه برید کې یو چینایي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

هغه له طالبانو وغوښتل، چې د ټپیانو د درملنې لپاره جدي هڅې وکړي او د چینایي وګړو، پروژو او بنسټونو د امنیت د ټینګښت لپاره نور ګامونه هم پورته کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د دغه هېواد له وګړو غوښتي، چې د امنیتي وضعیت له امله دا مهال افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

دغه وزارت همدارنګه له هغو چینایي وګړو او شرکتونو څخه چې دا مهال په افغانستان کې حضور لري، غوښتي چې خپل امنیتي تدابیر زیات کړي او هر څومره ژر چې شونې وي، له خطرناکو سیمو ووځي.

حلیم فدایي: د استشهادي تر نوم لاندې د ځانمرګو بریدونو مفکوره لومړی ځل طالبانو دود کړه

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۰

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د پکتیا والي محمد حلیم فدایي ویلي، د ځانمرګو بریدونو مفکوره لومړی ځل د «اشتهادي» تر نوم لاندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې دود شوه. هغه وایي، اوس که دا ډول بریدونه کېږي طالبان یې له اخلاقي او فکري مسوولیت څخه نه‌شي خلاصېدای.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه یوې لیکنه کې وایي: «هر هغه څوک چې نن دا ډول بریدونه د هر نوم او د هر لوري پر ضد ترسره کوي، د دې ناوړه سنت د فکري او اخلاقي مسوولیت په برخه کې اوسني واکمنان نه‌شي خلاصېدلای».

فدایي ټینګار کوي، چې طالبان باید اوس د ځانمرګو بریدونو په تړاو یو دریځ خپل کړي.

نوموړی زیاتوي: «اوسني واکمنان باید په ښکاره، روښانه او بې‌ابهامه توګه اعلان وکړي چې که پخواني ځانمرګي بریدونه وو او که اوسني، دواړه له شرعي، اخلاقي او انساني پلوه حرام او ناروا دي. دا د منلو وړ نه ده چې له یوه لوري ځانمرګی «استشهادي» وبلل شي او د بل لوري ځانمرګی مردار».

د مخکېني جمهوري نظام د دې چارواکي په وینا، د بې‌ګناه انسانانو وژونکي نه استشهادیان دي او نه هم د دین استازي، بلکې هغه کسان دي چې قران‌کریم یې په څرګندونو ډکو «مغضوب او ملعون» بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څه باندې شل کلونو کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د نړۍ لویو دیني عالمانو د طالبانو جګړه ناروا بلله او ان د دوی ځانمرګي بریدونه یې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بلل.

د طالباني بندیزونو دوام؛ امر بالمعروف په هرات کې د فاتحې مراسمو کې د مېلمنو هرکلی منع کړ

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۰

ځايي سرچینو د سې‌شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو ادارې د هرات ښار کې په جوماتونو کې د فاتحې د مراسمو پر مهال د مېلمنو د هرکلي لپاره درېدل منع کړي دي.

د سرچینو په وینا، دا بندیز شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د هرات په یو شمېر جوماتونو کې عملي شوی او په وروستیو ورځو کې د امر بالمعروف مامورین په پراخه کچه د دې پرېکړې د پلي کېدو څارنه کوي. د طالبانو محتسبان په پرله‌پسې ډول جوماتونو ته ننوځي او که خلک د مېلمنو د هرکلي لپاره ولاړ وي، هغوی له دې کاره منع کوي او سپارښتنه ورته کوي چې ناست پاتې شي او باید ونه درېږي.

یوې ځايي سرچینې وویل، چې د تېرې اوونۍ پر مهال د امر بالمعروف محتسبان لږ تر لږه درې ځله د هرات جامع جومات ته ورغلي او خلکو ته یې اجازه نه ده ورکړې، چې د مېلمنو د هرکلي لپاره په کتار کې ودرېږي.

د هرات یو اوسېدونکي چې د امنیتي لاملونو له کبله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «څو ورځې وړاندې مې د هرات په جامع جومات کې د فاتحې په یوه مراسمو کې ګډون کړی و. د امر بالمعروف مامورین راغلل او خلکو ته یې وویل چې د هرکلي لپاره د چا مخې ته ولاړ نه شئ».

نوموړي وویل، چې د فاتحې په مراسمو کې درېدل د مېلمه د درناوي او قدردانۍ نښه ده او دا ډول دود له پخوا راهیسې د خلکو د ټولنیزو رواجونو برخه ده. د هغه په خبره، د طالبانو دا امر د خلکو له پخوانیو دودونو او عنعناتو سره په ټکر کې دی او له شریعت سره هېڅ تړاو نه لري.

په همدې حال کې، طالبانو په هرات ښار کې خپل محدودیتونه، مزاحمتونه او سخت‌ګیرۍ زیاتې کړې دي. عیني شاهدانو او هغو ښځو چې په هرات ښار کې د طالبانو له تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ شوې دي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امر بالمعروف مامورینو له ۱۲ کلنو نجونو نیولې تر ۷۰ کلنو ښځو پورې یوازې د مانتو (اوږدو کوټونو» د اغوستلو له امله په ښار کې درولي، پوښتنې یې ترې کړې او له تاوتریخوالي ډک چلند یې ورسره کړی دی.

د ازادۍ جبهه: کابل کې برید د امنيت په ټينګښت کې د طالبانو ناتواني روښانه کړه

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۹ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې په یوې اعلامیه کې ويلي، په کابل کې د دوشنبې مازدیګر د یو چینایي رسټورانټ دننه ځانمرګي برید روښانه کړه، چې طالبان د افغانستان د امنیتي وضعیت په کنټرول کې ناتوانه دي او د دې ډلې هغه ادعاوې ناسمې دي، چې ګواکي په ټول هېواد کې بشپړ امن ټینګ شوی دی.

په دې اعلاميه کې راغلي، چې د يادې چاودنې له امله شاوخوا ۲۵تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي. طالبانو په لومړني غبرګون کې دا پېښه د ګاز ډبې د چاودنې له امله بللې وه او د مرګ‌ژوبلې د کره شمېر له څرګندولو يې ډډه وکړه؛ خو وروسته د داعش خراسان څانګې د ياد بريد مسووليت پر غاړه واخيست. د افغانستان د ازادۍ جبهې په وينا، دې موضوع د طالبانو د تبليغاتي دستګاه دروغجنتوب په ډاګه کړ.

د افغانستان ازادۍ جبهې ټينګار کړی، چې دا پېښه يوازې د امنيت په ټينګښت کې د طالبانو کمزوري نه ښيي، بلکې دا هم څرګندوي چې دا ډله نه اراده لري او نه هم وړتيا، څو له هغو توندلارو او ترهګريزو بهيرونو څخه واټن واخلي چې ورسره فکري او عملي همغږي لري.

په اعلاميه کې همداراز زياته شوې، چې د دغو بدلونونو تر څنګ د افغانستان او تاجکستان پر پوله د طالبانو د ملګرو وسله‌والو تګ‌راتګ زيات شوی او په دې وروستيو کې د تاجکستان د جمهوريت سرحدي ساتونکو خبر ورکړی، چې د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله درې تنه ترهګر وژل شوي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په باور، دغه پېښې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرله‌پسې ناامنيو ترڅنګ، د طالبانو هغه ادعاوې له جدي پوښتنو سره مخ کوي چې ګواکې د ګاونډيو هېوادونو امنيتي اندېښنو ته ځواب وايي او د ترهګرۍ د صادرېدو مخه نيسي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د خپلو معلوماتو او استخباراتي څار پر بنسټ خبرداری ورکړی، چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د ايډيولوژيکو ترهګرو ډلو پر يو خوندي پناه‌ځای بدل شوی او سيمې ته د ترهګرۍ، ناامنۍ او بې‌ثباتۍ د پراخېدو ګواښ زيات شوی دی.

په پای کې، دې جبهې ټينګار کړی چې د طالبانو د واکمنۍ دوام به نه يوازې په افغانستان کې فقر او بشري کړکېچ نور هم ژور کړي، بلکې د سيمې او ګاونډيو هېوادونو امنيت به له جدي ګواښونو سره مخ کړي.