طالبان وایي لغمان کې یې د غلا په تور اته کسان نیولي دي

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت نن چهارشنبه (د سلواغې لومړۍ نېټه) خبر ورکړی، چې په لغمان ولايت کې د دوی د ځواکونو د يو لړ کشفي عملياتو په ترڅ کې اته کسان د غلا په تور نیول شوي دي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه کسانو څه موده وړاندې د شپې لهخوا د مهترلام ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند له يوه کور څخه د شاوخوا ۴۰۰زره افغانیو په ارزښت سره زر او ۱۶زره افغانۍ غلا کړې وې. دغه وزارت زیاتوي، چې نیول شوي کسان به تر څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته معرفي کړي.
