داووس ته د سفر پرمهال د ټرمپ الوتکه له تخنیکي ستونزې سره مخ شوه

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ الوتکه چې د داووس په لور روانه وه، د سې‌شنبې په ماښام له هوایي ډګره تر الوتنې وروسته له تخنیکي ستونزې سره مخ شوه. سپینې ماڼۍ ویلي، چې د ټرمپ الوتکه له یوې «کوچنۍ تخنیکي ستونزې» وروسته واشنګټن ته نږدې د انډریوز ګډې اډې کې په خوندي ډول ښکته شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ د نړۍوال اقتصادي فورم په غونډه کې د ګډون لپاره د سویس داووس ښار ته په سفر وتلی.