د ازاده سیالیو افغان لوبغاړي واحدالله نژند له «اېفاېنسي» سازمان سره قرارداد لاسلیک کړ

د ازاده سیالیو سازمان اېفاېنسي (Fight Nation Championship) ویلي، چې د افغانستان د ګډو رزمي هنرونو لوبغاړي واحدالله نژند سره یې قرارداد لاسلیک کړی. دغه سازمان ویلي، نژند به د «اېفاېنسي» تر ټولو سختو وزنونو کې یعنې د منځني وزن په کټګورۍ کې د سیالۍ لپاره میدان ته ولاړ شي.





