په کابل کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، دغه چینایي وګړی «ایوب» نومېده او مسلمان و.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې لسګونو کسانو د ایوب جنازه کې ګډون کړی و. د خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو لهمخې، د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د ادارې غړي او وسلهوال هم لیدل کېدل. دا په تېر یو کال کې د کابل ښار دننه د داعش ډلې لومړنی ځانمرګی برید بلل کېږي.
په کابل کې د طالبانو د قوماندانۍ ویاند زیاته کړه، هغه رسټورانټ چې چاودنه پهکې شوې، د یوه چینایي مسلمان وګړي «عبدالمجید» ملکیت و، چې له خپلې مېرمنې سره یې په کابل کې د چینایي مسلمانانو لپاره خواړه تیارول.
د نوموړي په وینا، په دغه چاودنه کې شپږ افغانان او یو چینایي وګړی وژل شوي دي.
افغانستان انټرنشنل د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د عیني شاهدانو په حواله د ویډیوګانو په خپرولو سره راپور ورکړ، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل شهرنو په سیمه کې د «لانژو د غوايي غوښې مکروني» په نوم رسټورانټ کې چینایي وګړي په نښه کړي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او له طالبانو یې غوښتي، چې د برید عاملان ژر تر ژره پیدا او په سزا ورسوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوا جیاکن د سېشنبې په ورځ د مرغومي میاشتې پر ۳۰مه په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په دغه برید کې یو چینایي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
هغه له طالبانو وغوښتل، چې د ټپیانو د درملنې لپاره جدي هڅې وکړي او د چینایي وګړو، پروژو او بنسټونو د امنیت د ټینګښت لپاره نور ګامونه هم پورته کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د دغه هېواد له وګړو غوښتي، چې د امنیتي وضعیت له امله دا مهال افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
دغه وزارت همدارنګه له هغو چینایي وګړو او شرکتونو څخه چې دا مهال په افغانستان کې حضور لري، غوښتي چې خپل امنیتي تدابیر زیات کړي او هر څومره ژر چې شونې وي، له خطرناکو سیمو ووځي.