• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سناتور لینډسي ګراهام: د ټرمپ د داووس وینا له کېنېډي وروسته تر ټولو اغېزمنه وینا وه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۱ GMT+۰

امریکایي جمهوري‌پال سناتور لېنډسي ګراهام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د داووس اقتصادي فورم وینا ستایلې او هغه یې د تېرو څو لسیزو تر ټولو نادوده، خو خورا اغېزمنه وینا بللې ده. ګراهام د ټرمپ دغه څرګندونې له جان اېف کېنیډي وروسته تر ټولو مهمه سټراټېژیکه وینا یاده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویس په داووس ښار کې د نړۍوال اقتصادي فورم کې وینا وکړه.

ګراهام پر اېکس‌پاڼه د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې لومړۍ) لیکلي، چې ولسمشر ټرمپ په سمه توګه پرېکړه وکړه چې د ګرینلنډ د تړون لپاره د ځواک کارول له اجنډا څخه وباسي. هغه زیاته کړه، چې ټرمپ د ګرینلنډ په اړه ډېر پیاوړی او پر ځای دلیل وړاندې کړ چې د دغه ټاپو قانوني مالکیت که امریکا ته منتقل شي، نو د هېواد دفاعي وضعیت به په بنسټیز ډول بدل شي.

هغه وویل، چې د مالکیت په صورت کې ولسمشر ټرمپ چمتو دی د قطبي دفاع سیستمونه غښتلي کړي، نه یوازې د امریکا لپاره، بلکې د ناټو او اروپايي متحدینو د ګډ امنیت قوي کولو لپاره هم.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سویس کې د داووس نړۍوال اقتصادي فورم په غونډه کې وویل، چې د ګرينلنډ د ترلاسه کولو لپاره ځواک نه کاروي، خو زیاته یې کړه چې هېڅ بل هېواد د ډنمارک دا سیمه نه‌شي خوندي کولی.

ټرمپ وویل: «خلکو فکر کاوه چې زه به ځواک وکاروم، خو زه ځواک کارولو ته اړتیا نه لرم. زه نه غواړم ځواک وکاروم».

ګراهام هیله څرګنده کړه، چې ډنمارک به له امریکا سره په دې برخه کې همکاري وکړي ترڅو د ناټو لپاره یو ستر امنیتي ګام پورته شي.

سناتور ګراهام د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونه هم مهمه وبلله چې حماس ته یې د بې‌وسلې کېدو لپاره درې اوونۍ وخت ورکړی دی. هغه وویل، که چېرې حماس دا غوښتنه ونه مني، نو اسراییل ته به بشپړ واک ورکړل شي چې دغه ډله له‌منځه یوسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په راتلونکو درېیو اوونیو کې به څرګنده شي چې ایا د فلسطین وسله‌واله ډله خپلې وسلې سپاري که نه او خبرداری یې ورکړ، چې که یاده ډله دا کار ونه‌کړي، نو پر ضد به یې اقدام وشي.

هغه وویل: «دا هغه څه دي چې هغوی پرې هوکړه کړې ده. هغوی باید دا کار وکړي او موږ به په راتلونکو دوو یا درېیو ورځو کې او ان په راتلونکو درېیو اوونیو کې پوه شو چې ایا دوی دا کار کوي که نه».

ګراهام د اوکراین په اړه وویل، چې ولسمشر ټرمپ ورته اهمیت ورکوي، خو ټینګار یې وکړ چې اروپا باید خپل رول لا پیاوړی کړي.

هغه وویل، ټرمپ غواړي د وینې تویېدنه پای ته ورسوي او دواړه خواوې زېلېنسکي او پوتین باید د خبرو مېز ته نږدې شي.

هغه همداراز وویل، چې د راتلونکي لپاره باید روښانه او بې‌ابهامه امنیتي تضمینونه موجود وي څو د بل خطرناک یرغل مخنیوی وکړي. دا تضمینونه باید هم واقعي وي او هم د امریکا کانګرس له خوا تصویب شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

سوریې ادعا کړې چې کُردانو اوربند مات کړی دی

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۶ GMT+۰

د سوریې حکومت ادعا کړې، چې د کُردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د دوی اووه سرتېري وژلي دي، خو د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو دا ادعا رد کړې ده.

د سوریې پوځ وویل، دا برید هغه مهال شوی چې سرتېرو د یوې نیول شوې پوځي اډې ساتنه کوله چې په‌کې چاودېدونکي توکي موجود و.

د سوریې ډیموکراتیک ځواک چې پخوا په سوریه کې د امریکا اصلي متحد و، وویل چې دوی هېڅ برید نه دی کړی او چاودنه هغه مهال رامنځته شوې، چې سوریایي سرتېرو چاودېدونکي توکي لېږدول. دې ډلې د سوریې پوځ تورن کړی، چې په څو سیمو کې یې پر بریدونو سره اوربند مات کړی دی.

پوځ د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې د سوریې له ډیموکراتیکو ځواکونو سره یوې هوکړې ته رسېدلی، چې له مخې به یې هغوی د څلور ورځیني اوربند پر مهال د مرکزي دولت په چوکاټ کې د یوځای کېدو پلان مني؛ که داسې ونه‌کړي، نو د سوریې ډیموکراتیک ځواکونه به له برید سره مخ شي.

ټرمپ: حماس باید خپلې وسلې وسپاري او که نه له منځه به یووړل شي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ وویل چې په راتلونکو دریو اونیو کې به څرګنده شي چې ایا د فلسطین وسله واله ډله خپلې وسلې سپاري که نه، او خبرداری یې ورکړ چې که یاده ډله دا کار ونه کړي، نو پر ضد به یې اقدام وشي.

ټرمپ دا څرګندونې د سویس په داوس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم له غونډې وروسته د پوښتنو او ځوابونو پر مهال وکړې.

هغه وویل: «دا هغه څه دي چې هغوی پرې هوکړه کړې ده. هغوی باید دا کار وکړي. او موږ به په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې او حتمي په راتلونکو دریو اونیو کې پوه شو چې ایا دوی دا کار کوي که نه.»

ټرمپ زیاته کړه: «که هغوی دا کار ونه کړي، نو ډېر ژر به له منځه یووړل شي. هغوی به ډېر ژر ختم شي.»

ټرمپ: د ګرينلنډ د نیولو لپاره ځواک نه کاروم خو یوازې امریکا یې ساتلی شي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ په سویس کې د داوس نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې وویل چې د ګرينلنډ د ترلاسه کولو لپاره ځواک نه کاروي، خو زیاته یې کړه، چې هېڅ بل هېواد د ډنمارک دا سیمه نه شي خوندي کولی.

ټرمپ وویل: «خلکو فکر کاوه چې زه به ځواک وکاروم، خو زه ځواک کارولو ته اړتیا نه لرم. زه نه غواړم ځواک وکاروم».

هغه دغه څرګندونې په داسې وخت کې وکړې چې د هغه د ګرينلنډ د پېرلو هڅې له اروپا سره د اړیکو په ترینګلتیا تمامې شوې دي.

ټرمپ دا موضوع «یوه وړه غوښتنه» او د «یخ ټوټه» وبلله او ویې ویل چې د ګرينلنډ ترلاسه کول به د ډنمارک او امریکا په ګډون ناټو ته ګواښ نه وي.

هغه زیاته کړه: «زه غواړم سملاسي خبرې اترې وکړم چې د امریکا له خوا د ګرينلنډ د اخیستلو موضوع بیا وڅیړل شي».

د ناټو مشرانو خبرداری ورکړی چې د ټرمپ د ګرينلنډ ستراتیژي کولی شي د اتحادیې توازن ګډوډ کړي، په داسې حال کې چې د ډنمارک او ګرينلنډ مشرانو د امریکا د زیات حضور لپاره بېلابېلې لارې وړاندیز کړې دي.

ټرمپ په غونډه کې وویل: «موږ د نړیوال خونديتوب لپاره یوه یخه ټوټه غواړو، خو هغوی یې نه راکوي».

پاکستان د ټرمپ «د سولې نړیوال بورډ» غړیتوب ومانه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ بلنه منلې چې د «سولې نړیوال بورډ» برخه شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې هېواد یې غواړي «فلسطینیان د نړیوالو تګلارو او ملګرو ملتونو د پرېکړو په رڼا کې د خپلواکۍ حق ترلاسه کړي».

ټرمپ پلان لري چې یاد بورډ د غزې شخړې څخه پیل او وروسته نورې نړیوالې شخړې هم حل کړي.

تر اوسه یوازې څو هېوادونو لکه هنګري، اسراییل، ترکیې، کوسوو او متحده عربي اماراتو په دې بورډ کې غړیتوب منلی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د بورډ د غړیتوب یوه مسوده ښيي چې که کوم هېواد غواړي له درې کالو څخه زیات د غړو په توګه پاتې شي، باید یو میلیارد ډالر مرسته وکړي.

یو شمېر اروپايي مشران اندېښمن دي، چې د ټرمپ د سولې بورډ به د ملګرو ملتونو رول تر سیوري لاندې راولي، له همدې امله یې تر دې مهاله له دغه وړاندیز سره محتاطانه چلند کړی.

د روسیې پر سوېل د اوکراین په بریدونو کې ۱۱ کسان ټپیان شوي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۵ GMT+۰

د روسیې په سوېلي سیمو کې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په جلا، جلا بریدونو کې لږترلږه ۱۱ کسان چې دوه ماشومان هم په‌کې شامل دي، ټپیان شوي او په یوه بله پېښه کې د تېلو په یوه ستره تصفیه‌خونه کې اور لګېدلی.

د اډیګې والي مرات کومپیلوف ویلي، د نووایا اډیګې په کلي کې د یوې استوګنیزې ودانۍ او د موټرو تم ځای ته نږدې اور لګېدلی چې له امله یې بېړني خدمات سیمې ته رسېدلي او د اور وژنې عملیات هم پیل شوي دي.

د روسیې دولتي رسنیو تاس او ریا نووستي ادعا کړې، چې دغه اور د اوکراین د ډرون برید له امله لګېدلی؛ خو اوکرایني چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي. له بلې خوا د روسیې خپلواکې رسنۍ «استرا» د عیني شاهدانو د ویډیوګانو او د سیمې اوسېدونکو په حواله راپور ورکړی، چې یاد زیان ښايي د روسیې د هوايي دفاع د توغندي له امله اوښتی وي. د یادې رسنۍ په وینا؛ د پېښې په ځای کې د هوايي دفاع د شنډوونکو توغندیو ټوټو ته ورته پاتې شوني لیدل شوي دي.

په یوې بلې جلا پېښه کې د روسیې په ګاونډي کراسنودار کرای کې د افیپسکي د تېلو پر تصفیه‌خونې هم برید شوی، چې له امله یې اورلګېدنه رامنځته شوې. سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، د ډرون ټوټې د تصفیه‌خونې په ساحه کې لوېدلې وې او هماغه د اور لګېدو لامل شوې.