• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې وېسټ‌انډیز ته په دویمه لوبه کې د ۳۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه نړۍواله لوبه کې وېسټ‌انډیز ته د ۳۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې یې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

د افغانستان او وېسټ‌انډیز کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دویمې شل اوریزې نړۍوالې لوبې پچه وېسټ‌انډیز وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ برخه کې افغان لوبډلې د دروېش رسولي د ۶۸ او صدیق‌الله اتل د ۵۳ منډو په مټ سیالې لوبدلې ته د ۱۹۰ منډو هدف ورکړ.

د لوبې په دویمه برخه کې افغان لوبډلې غوره توپ‌اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې مجیب رحمان د هیټریک کولو ترڅنګ څلور ویکټې او عظمت‌الله عمرزي دوه ویکټې ترلاسه کړې.

افغان لوبډلې د وېسټ‌انډیز ټول لوبغاړي د لوبې په ۱۸،۵ اور کې وسوځول او لوبه یې د ۳۸ منډو په توپير وګتله.

افغان لوبدلې د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هم د ۳۸ منډو په توپیر ګټلې وه.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د ازاده سیالیو افغان لوبغاړي واحدالله نژند له «اېف‌اېن‌سي» سازمان سره قرارداد لاسلیک کړ

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۵ GMT+۰

د ازاده سیالیو سازمان اېف‌اېن‌سي (Fight Nation Championship) ویلي، چې د افغانستان د ګډو رزمي هنرونو لوبغاړي واحدالله نژند سره یې قرارداد لاسلیک کړی. دغه سازمان ویلي، نژند به د «اېف‌اېن‌سي» تر ټولو سختو وزنونو کې یعنې د منځني وزن په کټګورۍ کې د سیالۍ لپاره میدان ته ولاړ شي.

واحدالله نژند په خپل مسلکي بهیر کې ۱۲سیالۍ ترسره کړې، چې له دې ډلې ۱۰ بریاوې او ۲ ماتې لري. هغه تر دې وړاندې د «اوکتاګون» په سازمان کې پرله‌پسې بریاوې ترلاسه کړې وې او ان د خپل وزن په کټګورۍ کې د همدې سازمان د غوره لوبغاړي په توګه هم ټاکل شوی و.

د «اېف‌اېن‌سي» سازمان همدارنګه ویلي، چې نژند په خپلو وروستیو څلورو سیالیو کې څلور پرله‌پسې بریاوې ترلاسه کړې دي او کولای شي د دغه سازمان سیالیو ته لا زیات شور او ځوږ ور وبښي.

سره له دې چې د «اېف‌اېن‌سي» سازمان ۲۷م پړاو سیالۍ د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په ۷مه نېټه (۱۸ ورځې وروسته) د جرمني په مونیخ ښار کې ترسره کېږي؛ خو تر اوسه د واحدالله نژند سیال په رسمي ډول نه‌دی اعلان شوی.

واحدالله نژند چې د افغانستان د ازاده سیالیو له مخکښو څېرو ګڼل کېږي، خپله وروستۍ سیالي د ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ په ۷مه نېټه د جرمني په هامبورګ ښار کې د تاجکي سیال شوخ‌نظروف پر وړاندې ترسره کړه. نژند په دغه سیالۍ کې سره له دې چې سخت ټپي شوی هم و، وتوانېد خپل سیال د «کېمورا» سبمېشن فن پر مټ مات کړي او بریا ترلاسه کړي.

افغان لوبغاړی عطاءالله قاضي‌ په پولنډ کې تر شپږ میاشتني بند وروسته خوشې شو

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۹ GMT+۰

د افغانستان د ازاده سیالیو او ووشو پخوانی ملي لوبغاړی عطاءالله قاضي‌ تر شپږ میاشتني بند وروسته د پولنډ له یوه زندانه خوشې شو. د هغه ورور عزیز قاضي‌ د دغه خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی د یوه وکیل له ګومارلو وروسته خوشې شوی دی.

عطاءالله قاضي‌ د پولنډ له پولې د ناقانونه تېرېدو پر مهال نیول شوی و او په دغه موده کې د هغه حقوقي وضعیت روښانه نه و. په پیل کې ټاکل شوې وه، چې نوموړی به درې میاشتې په بند کې پاتې شي؛ خو دغه موده تر شپږو میاشتو هم واوښته.

تر دې وړاندې سیدعزیز قاضي‌ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي و، چې دغه ۲۱ کلن ورزشکار د غاښونو او خولې له جدي ټپونو سره مخ شوی او د نامناسبه روغتیایي وضعیت او د لازمې پاملرنې د نشتوالي له امله یې روغتیایي حالت ښه نه‌دی.

د عزیز قاضي‌ په وینا، د پولنډ پولیسو غوښتل چې عطاءالله قاضي‌ بېرته افغانستان ته ولېږي؛ خو اوس تر خوشې کېدو وروسته محکمې له دې امله چې نوموړی افغانستان ته نه‌شي ستنېدای، پرېکړه کړې چې دغه لوبغاړی باید د پولنډ خاوره پرېږدي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې وېسټ‌انډيز ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه نړۍواله سیالۍ کې وېسټ‌انډيز ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د دغه سریز دویمه او درېیمه سیالۍ به د سلواغې په لومړۍ او دویمه په متحده عربي امارات کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د دوشنبې په ماخوستن (د مرغومي ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې سیالۍ پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی یې هم د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان اتلانو په شلو اورونو کې د خپلو درېیو لوبغاړو په زیان سره ۱۸۱ منډې جوړې کړې او سیالې وېسټ‌انډیز ته یې د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۸۷ او دروېش رسولي ۸۴ منډې جوړې کړې.

وېسټ‌انډيز لوبډلې په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په زیان سره اېله ۱۴۳ منډې جوړې کړې او بالاخره لوبه یې د ۳۸ منډو په توپیر افغان اتلانو ته وسپارله.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سریز دویمه لوبه به د سلواغې په لومړۍ او درېیمه لوبه به د سلواغې په دویمه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د غور په دولتیار ولسوالۍ کې د فوټبال د مصنوعي چمن لوبغالی جوړ شو

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۱ GMT+۰

د غور په دولتیار ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) د فوټبال لپاره د مصنوعي چمن لوبغالی پرانېستل شو. دغه لوبغالی د یادې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي په شخصي لګښت جوړ شوی دی.

د غور د ولایتي طالب مسوولینو په وینا، پر دغه لوبغالي چې ۳۰ په ۵۰ مترو کې دی نږدې ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په یوه وخت کې ۷ کسیز ټيمونه لوبې کولی شي.

د دغه لوبغالي له پرانېستو سره سم، د دولتیار، لعل و سرجنګل او فېروز کوه ولسوالیو د شپږو لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ هم وشوې او په پایله کې یې د کوهستان لوبډلې اتلولي وګټله او د ښاروالۍ او پیام دوستي لوبډلو بیا په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.

د دولتیار ولسوالۍ اوسېدونکو د سپورټ او په ځانګړې توګه د فوټبال د ودې او سپورټ د ځوانانو د هڅونې لپاره د دغه لوبغالي جوړېدل مهم وبلل.

افغان فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته په یوه دوستانه لوبه کې ماته ورکړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۰

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې ته په ۵–۳ماته امتیازونو ماته ورکړه.

دا لوبه نن له غرمې وروسته (یک‌شنبه، د مرغومي ۲۸مه) د ویتنام په کوربه توب وشوه، چې دواړو لوبډلو پکې د اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ګډون کړی و.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره اکبر کاظمي، حمیدرضا حسیني، رضا حسین‌پور، سید مجتبی حسیني او سید مرتضی حسیني یو ـ یو ګول وواهه او د ملي لوبډلې بریا یې یقیني کړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا په بله دوستانه لوبه کې د ویتنام له لوبډلې سره مخامخ شي.