• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازبکستان او طالبان د «ځانګړي سوداګریز پروګرام» پر پلي کېدو هوکړې ته رسېدلي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۰

په کابل کې د ازبکستان سفیر اویبک عثمانوف ویلي چې له طالبانو سره د یوه «ځانګړي سوداګریز پروګرام» پر سر هوکړه شوې او تمه ده چې دا پروګرام د تاشکند او کابل ترمنځ په راتلونکو دوو اونیو کې په بشپړ ډول عملي او پلی شي.

عثمانوف په یو مرکه کې ویلي، چې د دغه پروګرام جزئیات تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي، خو د ازبکستان اړوندو وزارتونو او د طالبانو ادارې په دې تړاو اړین اسناد لاسلیک کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دا مهال د ادارو ترمنځ خبرې روانې دي او موخه یې د سوداګرۍ له تړون وروسته پلي کېدل دي.

د ازبکستان سفیر همداراز وویل: «اوس مهال تخنیکي او اداري مذاکرات په فعاله توګه روان دي او موږ هیله لرو چې دا سوداګریز میکانیزم به ډېر ژر عملي بڼه خپله کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر د ۲۰۲۵کال د جون په میاشت کې دطالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې وې.

د دغو خبرو په پایله کې، د ۲۰۲۵–۲۰۲۶کلونو لپاره د سوداګرۍ د پراخېدو تړون هم لاسلیک شوی دی.

ځینو ازبکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ځانګړی سوداګریز پروګرام به د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په څرګند ډول لوړه کړي او د افغانستان له لارې به د ټرانزیټي دهلېز په چوکاټ کې د توکو لېږد اسانه کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په پکتيا کې د تېرې او سټو کنډو لارې بېرته د موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوې

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د پکتیا ولایت رسنیز دفتر وايي، چې د واورو ورېدو له امله د تېرې او سټوکنډو بندې لارې د ټولګټو چارو رياست په همکارۍ بېرته د موټرو د تګ او راتګ پرمخ پرانېستل شوې دي.

یاد رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر دویمه وویل، چې تېره شپه په يادو سيمو کې درنه واوره شوې وه، خو د طالبانو د ټولګټو چارو رياست کارکوونکو د چټکو عملياتو له لارې د ګرديز ـ کابل پر مسير تېرې غاښی او د ګرديز ـ خوست پر مسير سټو کنډو لارې پاکې کړې، چې دا مهال پرې د موټر چلوونکو تګ راتګ عادي روان دی.

د پکتيا ولايت طالب مسوولينو له ټولو موټر چلوونکو غوښتنه کړې، چې د احتمالي خطرونو د مخنيوي لپاره دې په يادو غرنیو سيمو کې د موټرو چينونه وکاروي او احتياط دې وکړي.

د دغو سیمو په ګډون په سالنګونو، بامیان، دایکندي، خوست، پکتیکا، کندهار، هلمند، فراه، غور، هرات او بامیان کې هم واورې ورېدلې او په ځينو سیمو کې یې د مالي‌ زیان تر څنګ ځاني زیان هم اړولی.

فضل‌الرحمان: موږ د ژوند لپاره طالبانو ته باج ورکوو خو حکومت د غزې د سولې خبرې کوي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۳ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمان د دغه هېواد پر امنیتي وضعیت او د حکومت پر بهرني سیاست نیوکې وکړې. نوموړي ویلي، په هغه سیمه کې چې دی اوسیږي، واک یې د طالبانو په لاس کې دی او د ژوندي پاتې کېدو لپاره هغوی ته باج ورکولو ته اړ دي، خو حکومت په غزه کې سوله راولي.

فضل‌الرحمان زیاتوي، چې «دلته هر پوځي او بې‌وسه وګړی د اوسېدو او ژوندي پاتي کیدو لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي. کومه بودجه چې موږ په قومي اسمبلۍ کې منظوروو، لس سلنه یې طالبانو ته ځانګړې کېږي. زموږ دولت دلته د خپل ولس ساتنه نه شي کولای، خو بیا د غزې د سولې خبرې کوي».

هغه وایې چې د هېواد دننه ناامنۍ، باج اخیستنې او د دولت د کمزورۍ وضعیت د زغم وړ نه دی او حکومت باید تر هر څه مخکې د خپلو وګړو امنیت تضمین کړي.

د مولانا فضل‌الرحمان له دغو څرګندونو وروسته، د اعتراض په توګه د پاکستان د ملي شورا غونډه ځنډول شوې.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې یوه ورځ وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» غړیتوب ومانه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، اسلام‌اباد غواړي فلسطینیان د نړیوالو اصولو او د ملګرو ملتونو د پرېکړو له مخې د خپلواکۍ حق ترلاسه کړي او د غزې د بیا رغونې له هڅو ملاتړ کوي.

د راپورونو له مخې، ډونالډ ټرمپ پلان لري چې دغه «سولې بورډ» لومړی د غزې له شخړې پیل کړي او وروسته نورې نړیوالې شخړې هم حل کړي.

ټرمپ نن ددغه بورډ منشور په رسمي ډول لاسلیک کړ او د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل، چې نور دا بورډ د یوه نړیوال رسمي سازمان په توګه ګڼل کیږي.

طالبانو په روانه اونۍ کې ۳۳ کسان په دُرو وهلي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په روانه اونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۳۳ کسانو د بند تر څنګ په دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د یادې محکمې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزاوې د شنبې، یکشنبې، دوشنبې، سې شنبې او چارشنبې په ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د شنبې، یکشنبې او چارشنبې په ورځو په کابل کې اته کسانو ته په دُرو د وهلو سزا ورکړل شوې ده. همداراز، د دوشنبې په ورځ فاریاب ولایت کې درې تنه، د سې شنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې ۱۶تنه او په همدې ورځ په بلخ ولایت کې درې کسان په دُرو وهل شوي دي. سربېره پر دې، د چارشنبې په ورځ په هرات ولایت کې هم درې تنه په بدني سزا محکوم شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې یاد کسان په غلاوو او هغه څه چې دوی یې «اخلاقي فساد» بولي، تورن وو. د خبرپاڼې له مخې، دغو کسانو ته د بند ترڅنګ له ۱۰څخه تر ۳۹دُرو پورې سزاوې ټاکل شوې وې.

طالبان په داسې حال کې بدني سزاوې عملي کوي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي او له طالبانو یې د بندولو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو تر اوسه د دغو نیوکو پر وړاندې خپل دریځ نه دی بدل کړی او ټینګار کوي چې دا سزاوې د هغوی د قضايي نظام برخه ده.

د ازبکستان سرخان دریا ولایت د افغانستان د سرو زرو پروسس پیل کړی

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۹ GMT+۰

د ازبکستان د سرخان دریا ولایت په ترمېز نړیوال سوداګریز مرکز کې د ترمز د ګاڼو د تولید شرکت له افغانستان څخه د ورتلونکو اومو سرو زرو پروسس پیل کړی. په لومړني پړاو کې ۲۰ کیلو ګرامه اومه سره زر، چې ارزښت یې ۲،۹ میلیونه ډالره دی، د پروسس لپاره ځانګړي شوي دي.

د ازبکستان رسنیو د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر دویمه خبر ورکړ، چې د سرخان دریا د ولایتي ګمرک مشر عزت‌الله ګولوموف د افغانستان د سرو زرو د کانونو د یوې کمپنۍ له اجرایوي غړو سره کتلي، چې د خامو توکو د ګمرکي پروسس د شرایطو او ګټو په اړه خبرې وکړي.

ازبک چارواکو ویلي چې دا نوښت به د ولایت صنعتي ظرفیت لوړ کړي، د ګاڼو صنعت ته به وده ورکړي او د صادراتو حجم به ورسره پراخ شي.

د کاز اینفارم اژانس د رپوټ له مخې، په لومړني پړاو کې ۲۰ کیلو ګرامه اومه سره زر، چې ارزښت یې ۲،۹ میلیونه ډالره دی، د پروسس لپاره ځانګړي شوي دي.

د پروژې له لارې به اومه توکي نیمه تیارې شوې ګاڼې شي او د لوړ ارزښت لرونکو توکو په توګه به صادریږي.

ازبک چارواکو ویلي، چې دا پروژه د پانګونې جذابیت لوړوي، ګمرکي چارې ساده کوي او سیمه لا ارزښتناکه کوي.

مخکې خبر ورکړل شوی و چې د متحده عربي اماراتو او ازبکستان حکومتونو د ازبکستان د کان کیندنې سکتور د پرمختګ لپاره د تفاهم یادښت لاسلیک کړی و.

د درنې واروې له امله؛ د کابل-کندهار او کندهار-هرات پر لویو لارو ګڼ مساپر بند پاتې دي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۳ GMT+۰

د کابل-کندهار، کندهار-هرات او د افغانستان په ګڼو نورو ولایتونو کې د واورې، باران او توپان له امله ګڼې لارې تړلې دي او ګڼ شمېر مساپر په سړکونو کې بند پاتې دي. په داسې حال کې چې دغه مساپر د مرستې غوښتنه کوي؛ طالبانو له خلکو غوښتي، چې د لارې تر خلاصېدو دې له سفر کولو ډډه وکړي.

د کابل-کندهار او کندهار هرات پر لویه لار په واورو کې بند مساپرو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د سړې هوا له کبله په موټرو کې ښځې، ماشومان، سپين ږېري او ناروغان له سخت حالت سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

سردار ولي چې له کابل څخه کندهار ته په مساپر وړونکي موټر کې د لسګونه نورو کسانو سره سفر کوي؛ غزني ته نږدې په یوه سیمه کې د درنې واورې له کبله بند پاتې دی. نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ویلي: «له کابل څخه چې مې حرکت کاوه واوره زیاته نه وه، سړکونه اېله وه، خو په دوو ساعتونو کې دومره تېزه شوه چې عمومي‌سړک یې بند کړ او د موټرو تګ یې ستونزمن کړ».

نوموړي‌ دا هم ویلي: «په موټر کې ښځې او ماشومان وارخطا دي، د خورک، څښاک او اړتیا وړ شیان کم دي، نږدې نه هوټلونه او نه هم دوکانونه معلومېږي».

په کندهار کې د یوه خصوصي ترانسپورټي شرکت مسوول هم د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې پر لویو لارو ګڼ مساپر وړونکي موټرونه بند پاتې دي او د لارې د خلاصېدو ډاډ ورکړل شوی.

د هغه په وینا؛ موټر چلوونکو ته په دوامداره توګه د احتياط، پرله‌پسې اړیکو نیولو او تعقیب سپارښتنې کوي. مساپر وېره لري، که دغه حالت همداسې دوام وکړي؛ نو د خوراکي توکو او اړينو خدماتو رسونه به هم له جدي ستونزو سره مخ شي.

د سالنګونو په ګډون په ګڼو نورو ولایتونو بامیان، دایکنډي، خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهار، هلمند، فراه، غور، هرات او بامیان کې هم واروې ورېدلې او په ځينو سیمو کې یې د مالي‌ زیان تر څنګ ځاني زیان هم اړولی.

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د تېز باد او ورښت له امله د یو کور د چت پرېوتو په پېښه کې ۶ ماشومان مړه شوي دي. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت هم د سالنګونو په ګډون د یو شمېر لویو لارو د بندېدو خبر ورکړی.

دغه وزارت له خلکو غوښتي، چې د دوی د خبرتیا او د لارې خلاصېدو د ډاډ ترلاسه کولو پرته دې پر دغه لارو له سفر کولو ډډه وکړي. د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس هم مني، چې د زیاتې واورې له امله په لویو لارو کې ګڼ مساپر بند پاتې دي.

نوموړي ویلي، چې د هرات د سیمه‌ییزو طالب چارواکو سره په همغږۍ او هڅو یې د کندهار-هرات او هرات- اسلام‌کلا په لارو کې په واورو کې بند پاتې سلګونه مساپر وړونکي او بار وړونکي موټرونه ژغورلي دي.