د بښنې نړیوال سازمان پر طالبانو غږ کړی چې د تخار د کان کیندنې معترضان خوشې کړي

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، رپوټونه ښيي چې طالبانو په تخار ولایت کې د کانکېندنې د پروژو او د هغو د ناوړه ټولنیزو او چاپېریالي اغېزو پر ضد معترض کسان نیولي او په جبري ډول یې ورک کړي دي. یاد سازمان پر دې مساله ژوره اندېښنه ښودلې ده.





