طالبان وایي پکتیا کې یې لسګونه میله وسلې ترلاسه کړې دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې ځواکونو یې د پکتیا ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۸۴ میله ډول، ډول وسلې ترلاسه کړې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه وسلې په ناقانونه توګه ساتل کېدې.

دغه وزارت زیاته کړې، چې یادې وسلې به ډایاک مدیریت ته وسپارل شوې.