طالبان وایي په لوګر کې یې درې تاریخي ځایونه کشف کړي

په لوګر کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې دوه تاریخي کلاوې او یوه تاریخي ابده کشف او ثبت شوې ده. د یاد ریاست د لرغون‌پېژندنې مدیر عبدالشکور محمدي ویلي، چې دغه تاریخي ابده د څېړنو پرمهال د خروار ولسوالۍ د ګرند غونډۍ په سیمه کې موندل شوې ده.