• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي کمېسیون د افغانستان، ایران او پاکستان لپاره ۱۲۶مېلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۰

د اروپايي ټولنې کمېسیون د ۲۰۲۶کال لپاره د افغانستان، ایران او پاکستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۱۲۶ مېلیونه يورو ځانکړې کړي دی. دغه کمېسیون ویلي، چې په نړۍ کې ۲۳۹ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) په یوه راپور کې ویلي، که څه هم لویو مرسته کوونکو هېوادونو خپلې مرستې کمې کړې؛ خو دغه کمېسیون د لومړنۍ مرستې بودجې یوه برخه ۱.۹ مېلیارده یورو له نړۍوالو ناورینونو سره د مبارزې لپاره ځانکړې کړې ده.

د یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه مرستو ترڅنګ د ۴۱۵ مېلیونه یورو څخه زیاتې پيسې د بېړنیو پېښو د مخنیوي او د ستراتیژیک اکمالاتي سلسلې د ساتلو لپاره خوندي شوې دي.

د اروپايي کمېسیون د برابرۍ، چمتوالي او ناورین مدیریت کمېشنرې هاجا لحبیب د مرستو دغه ژمنه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم په غونډه کې کړې؛ تر څو د عامه مرستو ترڅنګ د خصوصي سکتور مالي ملاتړ او نوښتګرې حل لارې جلب کړي.

هغې وویل: «د بشري مرستو سیستم تر بل هر وخت زیات تر فشار لاندې دی او یوازې عامه بودجه د دغه ناورین د کچې د پوره کولو توان نه‌لري». د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اټکل له مخې؛ د روان کال تر پایه به د کډوالو شمېر له ۱۳۶ مېلیونو څخه واوړي.

لحبیب زیاته کړې: «اروپا اقدام کوي او د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۱.۹ مېلیارده یورو لومړنۍ ژمنه کوي. د نړۍ تر ټولو لوی بشري مرسته کوونکي په توګه موږ خپل سیاسي مسوولیت منو».

بې‌کوره شوې کورنۍ

ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ۲۰۲۵کال په راپور کې ویلي و، چې د اټکل له مخې د ۲۰۲۵کال تر جون میاشتې پورې په ټوله نړۍ کې ۱۱۷.۳ مېلیونه خلک جبري بې‌ځایه شوي، چې دا د ۲۰۲۴کال تر پایه د ثبت شوې شمېرې ۵ سلنه کموالی ښيي.

د اټکلونو له مخې؛ د ۲۰۲۶کال تر پایه پورې د جبري بې‌ځایه شویو، ستنېدونکو او د بې‌اسناده کسانو شمېر ښایي ۱۳۶.۳ مېلیونو ته ورسېږي. په راپور کې د ملګرونو ملتونو د کډوالو ادارې په حواله ویل شوي، چې د مرستو کمښت د یادې ادارې د کار او په ځانګړې توګه د بېړنیو پېښو ته د ځواب ورکولو برخې زیانمنې کړې او دوی اړ شوي، چې خپل فعالیتونه او د کاري ځواک یو پر درېیمه برخه را کمه کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د کرنې او مالدارۍ خونه: د ازبکستان سوداګر د سړو خونو جوړولو کې ۱۰ مېلیونه ډالر پانګونه کوي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سړې خونې د نړۍوالو اړیکو مشر امید حیدري وایي، چې ازبکستاني سوداګر غواړي د سړو خونو د جوړېدو په برخه کې د ۱۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. د هغه په خبره؛ په راتلونکې کال کې په ټول افغانستان کې د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لري.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) ویلي، چې ازبکستاني سوداګرو او پانګه‌والو په افغانستان کې د سړو خونو د تاسیساتو او تولید په برخه کې لېوالتیا ښودلې. د هغه په وینا؛ یادو سوداګرو د دوی سره په لیدنه کې ویلي، چې د ازبکستان سوداګر به ډېر ژر په کابل کې خپل کارخونه هم پرانیزي.

هغه زیاته کړې: «یوشمېر ازبکستاني پانګه‌وال او سوداګر غواړي د ۱۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د سړو خونو د تاسیساتو او پرزو په برخه کې پانګونه وکړي». حیدري وایي، په راتلونکې کال کې د زونونو، ولایتونو او کروندګرو لپاره په بېلابېلو برخو کې د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لري.

هغه دارنګه ویلي:« موږ په راتلونکې کال کې د بزګرانو لپاره د کوچنیو، د ولایتونو لپاره د منځنیو او د زونونو لپاره د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لرو». له بل پلوه د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.

د سړو خونو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي. ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، مجبور دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري.

د طالبانو د جمعې ورځې لیکلې خطبه: وخت راغلی چې طبیعت د انسانانو له فساد څخه وژغورل شي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت دیني عالمانو ته امر کړی، چې د جمعې ورځې په خطبو کې دې د چاپېریال ساتنې اهمیت او د هوا د ککړتیا د مخنیوي په اړه سپارښتنې وکړي. دغه وزارت ویلي: «اوس وخت راغلی، چې باید طبیعت د انسانانو له فساد څخه وژغورل شي».

د طالبانو حج او اوقافو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ساینسي علومو پر مټ د کارخونو، کانونو کېندنو، موټرو، رېل ګاډي، الوتکو، سمندري کښتیو او له ځمکې د حرارتي سرچینو د راېستلو پرمختګونو ته اشاره کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرمختګونو د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو ترڅنګ هوا ککړه کړې او بېلابېلې ناروغۍ یې رامنځته کړې دي. دغه وزارت دیني عالمانو ته امر کړی، چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې دې د چاپېریال ساتنې او د هوا ککړتیا پر مخنیوي خبرې وکړي.

نوموړي وزارت له خلکو غوښتنه کړې: «په ځمکه چې کوم کار او فعالیت کوئ باید د چاپېریال د تخریب او د هوا د ککړتیا لامل نه‌شي او له اړتیا پرته تجاوز مه کوئ». د طالبانو په خبرپاڼه کې ټينګار شوی، چې اوس‌مهال باید طبیعت د انسانانو له فساد څخه وژغورل شي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د ونو او بوټو پر پرې کولو بندیز لګېدلی؛ ځکه دا د طبیعت او د هوا په چاڼولو کې مهم رول لري. د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویلي، چې یاد موضوعات یې له جزییاتو سره یو ځای د کابل او ټولو ولایتونو جوماتونو ته لېږلي؛ ترڅو د جمعې ورځې په خطبه کې بیان شي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له څه مودې راهیسې د جمعې ورځې خطبې لپاره ځانګړي موضوعات ټاکي او د جوماتونو امامان او خطیبان اړ باسي، چې د یادې ډلې له لوري ورکړل شویو ځانګړو موضوعاتو په اړه بیانونه ورکړي.

طالب سفیر د خپلې لیدنې له انځور څخه ښځینه ډیپلوماته سانسور کړه

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۹ GMT+۰

په پاکستان کې د طالبانو سفارت د یادې ډلې د سفیر سردار احمد شکېب او د افغانستان لپاره د برېتانیا د ځانګړي استازي ریچارډ لېنزي د لیدنې انځور خپور کړی دی. له دغه انځور څخه د برېتانیا ښځینه ډیپلوماتې راچل سمېټ انځور چې د ښاغلي لېنزي ترڅنګ ولاړه وه، لرې شوی دی.

اغلې سمېټ د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په څانګه کې دنده لري او د ښاغلي لېنزي په یوشمېر غونډو کې ګډون کوي. طالبانو په ډېرو دولتي ادارو او همدارنګه په خصوصي بنسټونو کې د ښځو کار کول منع کړي دي؛ خو سره له دې، د دغې ډلې چارواکي اړ دي، چې په کابل او نورو هېوادونو کې له بهرنیو ښځینه ډیپلوماتانو سره لیدنې ترسره کړي.

100%

د یادې لېدنې اړوند پوسټونه د طالبانو او د برېتانیا د استازي پر اېکس پاڼو خپاره شوي دي. په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې په لومړۍ نېټه) د سردار احمد شکېب او ریچارډ لېنزي د لیدنې خبر خپور کړ.

دواړه لوریو د دوو هېوادونو د اړیکو او د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړې. د برېتانیا استازي همدارنګه پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د پالیسیو د اغېزو په اړه هم خبرې کړې دي.

خو د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د شویو خبرو یادونه نه‌ده شوې. یادې لیدنې د ځینو مخکښو افغان شخصیتونو غبرګونونه راپارولي دي.

د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي د یادې لیدنې په غبرګون کې لیکلي دي: «بهرني ډیپلوماتان ډېر په اسانۍ سره له طالبانو سره د خپلو لیدنو انځورونه خپروي؛ خو د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ په څرګندولو یا له طالبانو پرته له نورو څېرو سره په اړیکه نیولو کې زړه نازړه وي. دا بې‌پرېتوب نه‌دی؛ بلکې یو ډول توپیري چلند دی چې د سیاسي مصلحت پر بنسټ رامنځته شوی دی».

دا لومړی ځل نه‌دی، چې طالبان د ښځو انځورونه لرې کوي. تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د وږي په میاشت کې د هالنډ کابینې غړو د استعفا په اړه په یوه راپور کې د ښځینه وزیرانو انځورونه تیاره کړي وو او یوازې یې د نارینه‌وو څېرې د لیدلو وړ وې.

په افغانستان کې یوازې لږ شمېر هېوادونه او سازمانونه استازولي لري یا رسمي پلاوي کابل ته لېږي. تر دې وړاندې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې ورونیکا بوسکوویچ پوهار له طالب چارواکو سره لیدنې کولې.

همدارنګه جورجت ګانیون په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د یوناما د مرستیالې په توګه ټاکل شوې ده او هغې هم له طالب چارواکو سره لیدنې ترسره کړې دي.

طالبان: د پکتیا خرلاڅي لاره به له پاکستان نه د ستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۰ GMT+۰

په پکتیا کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاڅي لاره به ډېر ژر د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره پرانیستل شي. د یاد ریاست په خبره؛ پر دغه لاره د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو کار روان دی.

په پکتیا کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي حبیب‌الله شهیدزاده ویلي، چې د خرلاڅي لاره به د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او لارې لنډولو لپاره پرانیستل شي.

د خرلاڅي لاره د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موقعیت لري. دغه لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۱۸ تړلو نقطو څخه یوه ده، چې له لارې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ۲۰۱۰کال کې د لاسلیک شوي دوه اړخیز تړون پر بنسټ ترسره کېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل د دواړو هېوادونو سوداګرو لپاره لوی مالي زیان اړوي. درې میاشتې او لس ورځې وړاندې (د تلې ۱۸مه) پر کابل د پاکستان تر هوايي برید او د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له پیل وروسته ټولې لارې د تګ راتګ او سوداګریزو فعالیتونو لپاره وتړل شوې. اوس‌مهال له پاکستان سره ټولې لارې تړلې دي؛ خو یوازې د تورخم او سپین بولدک لارې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره خلاصې دي.

د ایران د حکومت رسمي څرګندونې د بشري حقونو د سازمانونو له اټکلونو سره توپیر لري

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۴ GMT+۰

ایراني چارواکي وايي، چې په ایران کې د وروستیو لاریونونو پرمهال لږ ترلږه ۳۱۱۷ کسان وژل شوي، خو د بشري حقونو فعالان وايي، یادې شمېرې له حقیقت څخه لرې دي او د قربانیانو شمېر ښايي څو برابره ډېر وي.

د ایران د حکومت له‌خوا په لاریونونو کې د وژل شویو کسانو په اړه اعلان شویو شمېرو ته د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو سخت غبرګونونه ښودلي او وايي، حکومت د قربانیانو حقیقې شمېرې نه دي په ډاګه کړي.

د فرانسې خبرې اژانس د ایران د وروستیو لاریونونو په اړه د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې یاد لاریونونه لومړی د اقتصادي ناخوښیو په غبرګون پیل شول او وروسته په چټکۍ سره په سراسري حکومت ضد اعتراضونو واوښتل.

لاریونونه د جنوري په اتمه نېټه د ایران په بېلابېلو ښارونو کې پیل شول او د څو پرله‌پسې ورځو لپاره یې دوام وکړ، خو د بشري حقونو فعالان وايي، چې د حکومت له‌خوا د سخت ځپل او د انټرنېټ پرې کېدل د دې لامل شول، چې اعتراضونه په لنډمهاله ډول کم شي.

پر همدغه مهال نن د چهارشنبې په ورځ د ایران ملي ټلوېزیون اعلان وکړ، چې د امنیتي کسانو په ګډون ۲۴۲۷ بې ګناه کسان او ۶۹۰ کسان ترهګر او ګډوډي رامنځته کوونکي وژل شوي دي.

د ایران د ملي ټلوېزیون له‌خوا خپرې شوې یادې شمېرې د بشري حقونو د بنسټونو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

په ناروې کې مېشت د «ایران د بشري حقونو» سازمان مدیر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د شواهدو له‌مخې، په لاریونونو کې د وژل شویو کسان شمېر له دولتي شمېرو څخه څو برابره دېر دی.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د ایران حکومت د تاوتریخوالي په کم ښودلو کې پخوانۍ مخینه لري او که دا ځل هم د پخوا په‌ څېر کوم څه تکرار شوې وي «د قربانیانو اصلي شمېر نږدې ۲۵زره کسانو ته رسېدلی شي».

نوموړي ویلي، چې ګڼ لاریون کوونکي د امنیتي ځواکونو او حکومت پلوه ملېشو له خوا په مرمیو او ان درنو وسلو ویشتل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس په راپور کې راغلي، چې د انټرنېټ پرې کېدو له امله د کره شمېرو وړاندې کول لا هم ګران دي.

پر همدغه مهال «شهید بنسټ» په خپل بیان کې له شواهدو وړاندې کولو پرته ویلي، چې ډېر وژل شوي کسان عام کسان چې ځینې یې د خلکو په منځ کې «د ځای پر ځای شویو ترهګریزو عناصرو» له خوا وژل شوي دي.

سره له دې چې اعتراضونه په لنډ مهاله توګه کم شوي، خو د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی، چې خونړۍ ځپل، د انټرنېټ پرې کول او د تهران او واشنګټن دوه اړخیز ګواښونه، ایران او سیمه په یو نازک کړکېچن حالت کې ساتلي دي.