په قطر کې د طالبانو سفیر او د ملګرو ملتونو استازي د ماشومانو پر خوندیتوب خبرې وکړې

په دوحه کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین په قطر کې د ماشومانو د ملاتړ او وسلهوالو شخړو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د دفتر د تحلیل او عامه پوهاوي مرکز له مشر داود المصري سره کتلي او د ماشومانو د خوندیتوب په اړه یې خبرې کړې دي.
په قطر کې د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دواړو لورو د لېدنې پر مهال د ماشومانو د ساتنې او په یاده برخه کې د طالبان له اړخه د ترسره شویو کارونو، ماین پاکۍ او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو خبرې کړې دي.
دغه سفارت د یادې لیدنې په تړاو نور جزییات نهدي ورکړي.
