د واورو او توپان له امله د ازبکستان وارداتي برېـښنا یـوځل بیا پرې شوې

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د ازبکستان ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا مزي یو سرکټ د پلخمري او کابل ترمنځ سیمه کې د واورو او توپان له امله له ستونزې سره مخ شوی او په کابل او یو شمېر ولایتونو کې برېښنا پرې شوې ده.