د خبریالانو ملاتړ کمېټه: ایران د زنداني خبریالانو لپاره ترټولو بد هېواد دی

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې په خپل تازه راپور کې اعلان کړی، ایران په ۲۰۲۵کال کې هم د هغه هېوادونو په کتار کې راغلی چې خبریالان څاري، شکنجه کوي او د اوږدې مودې بند سزاوې ورکوي. په ایران کې پر رسنیو فشارونه په دغه هېواد کې تر روانو لاریونونو وروسته د پام وړ پراخ شوي دي.