• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف: په افغانستان کې شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان له شدیدې یخنۍ سره مخ دي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونېسف) خبر ورکړی، چې له وروستیو ویجاړوونکو زلزلو وروسته، د ژمي سړه هوا د افغان ماشومانو لپاره یو بل ناورین دی. یاد سازمان ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان له شدیدې یخنۍ سره مخ دي.

هغه معلومات چې یونیسف د پنجشنبې په ورځ خپاره کړي ښیي، چې لا هم زرګونه کورنۍ د زلزلو له امله بې‌ځایه دي او په داسې حال کې چې د هېواد په ګڼو سیمو کې د تودوخې درجه له صفر ښکته شوې، شاوخوا ۲۷۰زره ماشومان له شدیدې یخنۍ سره مخ دي.

یونیسف وایي، که څه هم د ژمي د مرستو د رسولو هڅې روانې دي او اړمنو کورنیو ته د تودوخې وسایل، ژمنۍ جامې او نور اړین توکي وېشل کېږي، خو اړتیاوې لا هم ډېرې بېړنۍ او پراخې دي.

دې ادارې له نړیوالې ټولنې، مرستندویو بنسټونو او شریکانو غوښتي چې خپلې بشري مرستې زیاتې کړي، څو افغان ماشومان د سخت ژمي له خطرونو وژغورل شي.

یونیسف ټینګار کوي چې د ماشومانو ژوند ژغورل لومړیتوب دی او که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، نو بشري وضعیت به لا پسې خراب شي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي و، چې په افغانستان کې د ۶،۵مېلیونه ماشومانو په ګډون د ۱۲ مېلیونه خلکو د بنسټیزو او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بېړني ډول ۹۵۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

یونېسف ټینګار کړی، چې دغه مرستې په افغانستان کې د هر ماشوم د ژوندي پاتې کېدو او ودې لپاره حیاتي ارزښت لري. یونېسف د افغانستان څو اړخیزو کړکېچونو ته په اشارې سره ویلي، چې د دغه هېواد خلک دا مهال له طبیعي پېښو، نازک اقتصادي وضعیت، بنسټیزو خدمتونو ته د محدود لاسرسي او اقلیمي ستونزو سره مخ دي.

د اټکل له مخې؛ په ۲۰۲۶کال کې به د افغانستان په کچه شاوخوا ۲۲میلیونه خلک چې ۱۱،۶ مېلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د تکواندو لوبغاړې خدیجه احمدزاده له ۱۳ ورځني بند وروسته خوشې کړې

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې د عامه اړیکو او رسنیو رییس وايي، چې په هرات کې د تکواندو نیول شوې لوبغاړې خدیجه احمد زاده تر ۱۳ ورځني بند وروسته خوشې شوې ده. عبدالرحیم راشد وايي، نوموړې ته د هرات ښاري ابتدایه محکمې د ۱۳ ورځني بند سزا اورولې وه. نوموړې د تکواندو ورزش په تور نیول شوې وه.

د طالبانو د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او رسنیو رییس د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۱۳مه وویل، خدیجه احمدزاده، چې ددې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر له قانون څخه ددوی په وینا، د سرغړونې په «جرم»نیول شوې وه، له ۱۳ ورځني بند وروسته نن د پنجشنبې په ورځ خوشې شوې ده.

عبدالرحیم راشد پر خپل اېکس لیکلي، چې د نوموړې دوسیه د هرات ولایت ښاري ابتدایه محکمې امنیت عامه دېوان ته سپارل شوې وه او دوسیه یې د ابتدایه محکمې له خوا په غور او دقت څېړل شوې او مربوطه محکمې د طالبانوله قوانینو څخه د سرغړونې په تور په ۱۳ورځې بند محکومه کړې وه.

د طالبانو دغه چارواکي ویلي، چې خدیجه احمدزاده په سنګسار او نورو مواردو نه ده محکومه شوې او د بند مودې له تېرولو وروسته خوشې شوې ده.

احمدزاده د هرات په جبریل کې د تکواندو د ښوونکې په توګه فعالیت درلود او طالبانو د همدې فعالیت له امله نیولې وه.

د نوموي پر زنداني کېدو په کوردننه او بهر ګڼ غبرګونونه را وپارېدل او سره له دې چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند ویلي و چې نوموړې محکمې ته معرفي شوې، طالبانو نوموړې نن له زندان نه خوشې کړه.

ازبکستان او طالبان د «ځانګړي سوداګریز پروګرام» پر پلي کېدو هوکړې ته رسېدلي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۷ GMT+۰

په کابل کې د ازبکستان سفیر اویبک عثمانوف ویلي چې له طالبانو سره د یوه «ځانګړي سوداګریز پروګرام» پر سر هوکړه شوې او تمه ده چې دا پروګرام د تاشکند او کابل ترمنځ په راتلونکو دوو اونیو کې په بشپړ ډول عملي او پلی شي.

عثمانوف په یو مرکه کې ویلي، چې د دغه پروګرام جزئیات تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي، خو د ازبکستان اړوندو وزارتونو او د طالبانو ادارې په دې تړاو اړین اسناد لاسلیک کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دا مهال د ادارو ترمنځ خبرې روانې دي او موخه یې د سوداګرۍ له تړون وروسته پلي کېدل دي.

د ازبکستان سفیر همداراز وویل: «اوس مهال تخنیکي او اداري مذاکرات په فعاله توګه روان دي او موږ هیله لرو چې دا سوداګریز میکانیزم به ډېر ژر عملي بڼه خپله کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر د ۲۰۲۵کال د جون په میاشت کې دطالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې وې.

د دغو خبرو په پایله کې، د ۲۰۲۵–۲۰۲۶کلونو لپاره د سوداګرۍ د پراخېدو تړون هم لاسلیک شوی دی.

ځینو ازبکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ځانګړی سوداګریز پروګرام به د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په څرګند ډول لوړه کړي او د افغانستان له لارې به د ټرانزیټي دهلېز په چوکاټ کې د توکو لېږد اسانه کړي.

په پکتيا کې د تېرې او سټو کنډو لارې بېرته د موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوې

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د پکتیا ولایت رسنیز دفتر وايي، چې د واورو ورېدو له امله د تېرې او سټوکنډو بندې لارې د ټولګټو چارو رياست په همکارۍ بېرته د موټرو د تګ او راتګ پرمخ پرانېستل شوې دي.

یاد رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر دویمه وویل، چې تېره شپه په يادو سيمو کې درنه واوره شوې وه، خو د طالبانو د ټولګټو چارو رياست کارکوونکو د چټکو عملياتو له لارې د ګرديز ـ کابل پر مسير تېرې غاښی او د ګرديز ـ خوست پر مسير سټو کنډو لارې پاکې کړې، چې دا مهال پرې د موټر چلوونکو تګ راتګ عادي روان دی.

د پکتيا ولايت طالب مسوولينو له ټولو موټر چلوونکو غوښتنه کړې، چې د احتمالي خطرونو د مخنيوي لپاره دې په يادو غرنیو سيمو کې د موټرو چينونه وکاروي او احتياط دې وکړي.

د دغو سیمو په ګډون په سالنګونو، بامیان، دایکندي، خوست، پکتیکا، کندهار، هلمند، فراه، غور، هرات او بامیان کې هم واورې ورېدلې او په ځينو سیمو کې یې د مالي‌ زیان تر څنګ ځاني زیان هم اړولی.

فضل‌الرحمان: موږ د ژوند لپاره طالبانو ته باج ورکوو خو حکومت د غزې د سولې خبرې کوي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۳ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمان د دغه هېواد پر امنیتي وضعیت او د حکومت پر بهرني سیاست نیوکې وکړې. نوموړي ویلي، په هغه سیمه کې چې دی اوسیږي، واک یې د طالبانو په لاس کې دی او د ژوندي پاتې کېدو لپاره هغوی ته باج ورکولو ته اړ دي، خو حکومت په غزه کې سوله راولي.

فضل‌الرحمان زیاتوي، چې «دلته هر پوځي او بې‌وسه وګړی د اوسېدو او ژوندي پاتي کیدو لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي. کومه بودجه چې موږ په قومي اسمبلۍ کې منظوروو، لس سلنه یې طالبانو ته ځانګړې کېږي. زموږ دولت دلته د خپل ولس ساتنه نه شي کولای، خو بیا د غزې د سولې خبرې کوي».

هغه وایې چې د هېواد دننه ناامنۍ، باج اخیستنې او د دولت د کمزورۍ وضعیت د زغم وړ نه دی او حکومت باید تر هر څه مخکې د خپلو وګړو امنیت تضمین کړي.

د مولانا فضل‌الرحمان له دغو څرګندونو وروسته، د اعتراض په توګه د پاکستان د ملي شورا غونډه ځنډول شوې.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې یوه ورځ وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» غړیتوب ومانه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، اسلام‌اباد غواړي فلسطینیان د نړیوالو اصولو او د ملګرو ملتونو د پرېکړو له مخې د خپلواکۍ حق ترلاسه کړي او د غزې د بیا رغونې له هڅو ملاتړ کوي.

د راپورونو له مخې، ډونالډ ټرمپ پلان لري چې دغه «سولې بورډ» لومړی د غزې له شخړې پیل کړي او وروسته نورې نړیوالې شخړې هم حل کړي.

ټرمپ نن ددغه بورډ منشور په رسمي ډول لاسلیک کړ او د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل، چې نور دا بورډ د یوه نړیوال رسمي سازمان په توګه ګڼل کیږي.

طالبانو په روانه اونۍ کې ۳۳ کسان په دُرو وهلي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په روانه اونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۳۳ کسانو د بند تر څنګ په دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د یادې محکمې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزاوې د شنبې، یکشنبې، دوشنبې، سې شنبې او چارشنبې په ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د شنبې، یکشنبې او چارشنبې په ورځو په کابل کې اته کسانو ته په دُرو د وهلو سزا ورکړل شوې ده. همداراز، د دوشنبې په ورځ فاریاب ولایت کې درې تنه، د سې شنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې ۱۶تنه او په همدې ورځ په بلخ ولایت کې درې کسان په دُرو وهل شوي دي. سربېره پر دې، د چارشنبې په ورځ په هرات ولایت کې هم درې تنه په بدني سزا محکوم شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې یاد کسان په غلاوو او هغه څه چې دوی یې «اخلاقي فساد» بولي، تورن وو. د خبرپاڼې له مخې، دغو کسانو ته د بند ترڅنګ له ۱۰څخه تر ۳۹دُرو پورې سزاوې ټاکل شوې وې.

طالبان په داسې حال کې بدني سزاوې عملي کوي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي او له طالبانو یې د بندولو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو تر اوسه د دغو نیوکو پر وړاندې خپل دریځ نه دی بدل کړی او ټینګار کوي چې دا سزاوې د هغوی د قضايي نظام برخه ده.