• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزه کې بشري ناورین؛ ملګري ملتونه وايي د غزې نږدې ۸۰ سلنه اوسېدونکي له لوږې سره مخ دي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۰

ملګرو ملتونو ویلي، چې په غزه کې د ژوند کولو شرایط په بې ساري ډول خراب شوي او د غزې نږدې ۸۰ سلنه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي. تر دې مخکې ګڼو نړۍوالو بشري بنسټونو هم په غزه کې د قحطۍ له رامنځته کېدو خبرداری ورکړی وو.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د غزې خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوازې پر نړۍوالو بشري مرستو تکیه دي او د غزې نږدې اتیا سلنه وګړي له لوږې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سازمان زیاته کړې، چې په غزه کې د بیارغونې د هڅو د پرمختګ او د خلکو د وقار د خوندي کولو لپاره د نړۍوالې ټولنې لا زیاتو او بیړنیو همکاریو ته اړتیا ده.

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې په غزه کې له شته ننګونو او خنډونو سربیره هڅه کوي، چې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره خپل مرستندویه عملیات پراخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړۍوالو مرستندویه ټولنو په وار وار په غزه کې د قحطۍ د رامنځته کېدو په اړه اندېښنې ښودلي او د بشري دهلېزونو د پرانېستلو غوښتنه یې کړه ده.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د ایران او ترکیې ولسمشرانو د سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه اوږدې ټیلیفوني خبرې وکړې

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیمې هېوادونو پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو ټیلیفوني خبرې کړې دي. پزشکیان ویلي، د اسلامي امت دښمنان هڅه کوي چې د سیمې په هېوادونو کې د کړکېچونو پر رامنځته کولو سره ترهګري او نا امني خپره کړي.

د ایران د ولسمشر دفتر په خبرپاڼه کې لیکلي: «مسعود پزشکیان د سيمې وروستيو بدلونونو ته په اشارې سره ټينګار وکړ، چې د اسلامي امت د دښمنانو موخه دا ده، چې د سيمې په هېوادونو کې د کورنيو کړکېچونو په رامنځته کولو سره ترهګري او ناامني خپره او دوامداره وساتي». نوموړي زياته کړې، چې د ایران ولس د وروستيو پېښو د طراحانو او عاملانو موخې له ماتې سره مخ کړې.

د ايران ولسمشر همدارنګه له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو پر پراختيا له ټينګار سربېره زیاته کړه، د ايران اسلامي جمهوريت پرېکړه کړې، چې له ترکيې سره په ټولو برخو کې دوه‌ اړخيزې اړيکې لا پسې پراخې او پياوړې کړي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان هم د انقرې لپاره د ايران د ارزښتناک ځای پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د ايران سوله، ثبات او امنيت د ترکيې لپاره ستراتيژيک او حياتي ارزښت لري. هغه روښانه کړه، چې ترکيه د ايران پر وړاندې هر ډول لاس وهونکې سناريوګانې او بهرنۍ مداخلې په کلکه ردوي.

د ترکیې حکومت په دې تړاو اعلامیه کې ویلي، اردوغان د ايران بدلونونه له نږدې څاري او د اعتراضونو په راکابو کولو کې د ايران اسلامي جمهوريت اصولي او جوړښتي چلند د ستاينې وړ بولي. د هغه په وينا، د ستونزو هوارول او په سيمه کې د تاوتريخوالي د زياتېدو مخنيوی د سيمې د ټولو هېوادونو په ګډون د ترکيې په ګټه دي.

د ترکيې د ولسمشرۍ دفتر د اعلاميې له مخې، په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لورو د دوه‌ اړخيزو اړيکو د پراختيا او د سيمه‌ييزو همکاريو د پياوړتيا پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.

البانیا او بلغاریا د ټرمپ د «سولې له نړۍوال پلاوي» سره یوځای کېږي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۰

د البانیا قانون جوړوونکو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) د حکومت هغه پرېکړه تایید کړه، چې له‌مخې یې دغه هېواد د «سولې نړۍوال پلاوي یا بورډ» له نوښت سره یوځای کېږي؛ دا نوښت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د نړۍوالو شخړو د حل لپاره پیل شوی دی.

د البانیا لومړي وزیر اېدي راما دا ګام «د نېک نیت څرګندونه» او «ځانګړی ویاړ» وباله او ویې ویل، چې دا به په نړۍوال ډګر کې د البانیا رول لا پیاوړی کړي.

دا قانون د ۱۴۰ استازو له ډلې د ۱۱۰ په ملاتړ تصویب شو. راما وویل، چې له دې نوښت سره یو ځای کېدل دا تضمینوي چې البانیا به په نړۍواله ډیپلوماسۍ کې «پر مېز موجوده» پاتې شي، هغه خبره چې د کاناډا د لومړي وزیر مارک کارني له خوا په داووس کې شوې وه.

ګاونډی هېواد یې کوسوو، چې له امریکا سره نږدې متحد دی او امریکا یې په ۲۰۰۸ کال کې له سربیا څخه د خپلواکۍ ملاتړ کړی و، هم د سولې له بورډ سره یو ځای شوی دی.

د بلغاریا حکومت هم له دې تړون سره یوځای کېدل تایید کړي دي او تمه ده، چې پارلمان یې راتلونکې اوونۍ تایید کړي. ډیپلومات نیکولای ملادینوف چې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی و، د بورډ له لوري د غزې لپاره د عالي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

تر اوسه بلغاریا او هنګري د اروپايي ټولنې یوازني دوه غړي هېوادونه دي، چې د سولې له نړۍوال بورډ سره یو ځای شوي دي.

ټرمپ پلان لري، چې یاد بورډ د غزې شخړې له حل څخه پیل او وروسته به نورې نړۍوالې شخړې هم حل کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې ۵۰ هېوادونو ته د دې پلاوي د غړیتوب بلنه ورکړل شوې، خو تر اوسه شاوخوا ۳۰ هېوادونه، چې پکې پاکستان، مصر او متحده عربي امارات هم شامل دي، له دې پلاوي سره یوځای شوي دي. د اروپا مهمو متحدانو لکه فرانسې دغه بلنه رد کړې ده. ټرمپ تمه لري، چې غړي هېوادونه د غړیتوب لپاره د درېیو کلونو په موده کې یو میلیارد ډالر ورکړي.

د ایران پاڅون؛ ولسمشر پزشکیان وروستیو لاریونونو کې د ۳ زره کسانو وژنه تایید کړه

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د وروستیو اوونیو لاریونونو اړوند د ایران ولس ته په خپل پیغام کې دغه وضعیت «یو سخت او دردناک ازمیښت» وباله. هغه ومنله چې په دې لاریونونو کې ۳ زره کسان وژل شوي، خو نړۍوالو رسنیو بیا دا شمېر تر ۱۵ زرو پورې ښودلی دی.

د هغه په وینا، «د ایران د بدغواړو دسیسو» د خلکو سوله‌ییز او مدني اعتراضونه پر تاوتریخوالي بدل کړل. نوموړي د بنسټیزو تاسیساتو، جوماتونو، ښوونځیو، عامه ځایونو او ملي شتمنیو پراخې ویجاړۍ ته په اشارې سره، د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشت د «امریکايي ـ صهیونيستي توطیې» د عملي کېدو هڅه وبلله.

د ایران ولسمشر د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل، حکومت ځان د ولس د حقونو ساتنې ته ژمن بولي او د دغو پېښو د اصلي لاملونو او عاملینو د دقیقې څېړنې لپاره یې ځانګړو مسلکي ډلو ته دندې سپارلې، څو د تاوتریخوالي ریښې معلومې کړي او له‌منځه یې یوسي.

پزشکیان په ټینګار سره وویل: «اعتراض د هېوادوالو طبیعي حق دی» او زیاته یې کړه، چې حکومت به د خلکو غږ اوري. د هغه په خبره، د نیول شویو کسانو د دوسیو په ارزونه کې به پوره دقت، عدالت، انصاف او نرمښت په پام کې ونیول شي، څو د معترضینو، غولول شویو کسانو او د تاوتریخوالي او وینې تویولو د اصلي عاملینو ترمنځ روښانه توپیر وشي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، حکومت او نظام ځان د دغو پېښو د ټولو زیانمنو شویو پر وړاندې مسوول ګڼي او د ولس په همکارۍ به، تر خپلې وسې پورې، د اوښتو زیانونو د جبران لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د ایران ولسمشر د خپلې وینا په پای کې ملي یووالی، ټولنیز پیوستون او د اسلامي جمهوریت د رهبر تر لارښوونې لاندې د درې‌ګونو قواوو همغږي د دې کړکېچ د تېرېدو بنسټ وباله او هیله یې وښوده، چې ایران به له دې ترخې تجربې څخه د عبرت په اخیستو، یو روښانه، ټینګ او باثباته راتلونکی جوړ کړي.

د ایران ولسمشر داسې مهال په دې هېواد کې د ۳ زره کسانو د وژل کېدو خبره کوي، چې د ایران انټرنشنل تر څنګ د یو شمېر نړیوالو رسنیو موندنو په ډاګه کړې، چې په وروستیو لاریونونو کې د ایراني ځواکونو له لوري شاوخوا ۱۵ زره کسان وژل شوي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزیره: تېر کال کې ۲،۲ میلیونه کډوال په خپله خوښه له امریکا وتلي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د امریکا د کورني امنیت وزیره کرسټي نوم وايي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له پیله تر دې مهال له امریکا څخه ۲ اعشاریه ۲ میلیونه غیرقانوني کډوال په خپله خوښه بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

کرسټي نوم په خپله خوښه د وتلو پروګرام د یو کلن کېدو پر مهال د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ میاشتې راهیسې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه غیرقانوني کډوالو په خپله خوښه امریکا پریښې ده.

نوموړې ویلي، چې د اوسنۍ ادارې د یو کلنې دورې په مناسبت حکومت پرېکړه کړې، څو د هغو کسانو لپاره چې په خپله خوښه له امریکا وځي ۲۶۰۰ ډالره امتیازات ورکړي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې خبرداری ورکړی، که غیرقانوني بهرنیان د حکومت له‌خوا له ورکول کېدونکو امتیازاتو ګټه وا نه‌خلي او په خپله خوښه له امریکا ونه‌وځي، نو امنیتي ځواکونه به یې ونیسي او په زور به یې له خپل هېواده وشړي.

سره له دې چې امریکا د هغو غیرقانوني کډوالو لپاره چې په خپله خوښه له امریکا وځي، ځیني مالي امتیازات هم اعلان کړي، خو لا هم ګڼ غیرقانوني کډوال له امریکا څخه وتلو ته زړه نه‌ښه کوي او د امریکا د کډوالو ادارې کارکوونکي بیا د یادو کسانو د موندلو او په زور له هېواده شړلو عملیات پیل کړي‌ دي.

د ملګرو ملتونو سر منشي: د خپل ماموریت وروستی کال سولې، عدالت او انساني کرامت ته ځانګړی کوم

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې ۲۰۲۶ کال به یې د مأموریت وروستی کال وي. هغه ټینګار کړی، دا وروستی کال به په بشپړه ژمنتیا د یوې عادلانه، سوله‌ییزې او تلپاتې نړۍ د جوړولو لپاره وقف کړي. دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ځينې هېوادونه هغه په خپل ماموریت کې پاتې بولي.

ګوترېش د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) په خپل یوه بیان کې وویل، په داسې حال کې چې په نړۍ کې جګړې، بې‌عدالتي، نابرابري او بې‌ثباتي ورځ تر بلې زیاتېږي، نړۍواله ټولنه نه‌شي کولای د ظلم، بې‌پروايۍ او د مجازاتو د نشتوالي ننداره وکړي. نوموړي زیاته کړه، نړۍ باید بنسټیزو اصولو ته ژمنه پاتې شي.

د ملګرو ملتونو سر منشي د روان کال لپاره درې بنسټیز اصول د نړۍوالو هڅو د ستنو په توګه یاد کړل. د هغه په وینا، لومړی اصل د ملګرو ملتونو د منشور بشپړه او رښتینې پلي کول دي؛ هغه منشور چې د نړۍوالو اړیکو، سولې، دوامدار پرمختګ او بشري حقونو بنسټ جوړوي. ګوترېش خبرداری ورکړ، چې د نړۍوالو قوانینو له پامه غورځول د نړۍ نظم کمزوری کوي.

د هغه په خبره، واک او شتمني د څو محدودو کسانو او سترو شرکتونو په لاس کې ده، چې دا کار نه یوازې نابرابري زیاتوي، بلکې انساني بنسټونه او ګډ ارزښتونه هم فاسدوي. ګوترېش په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا او الګوریتمونو په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې ټکنالوژي باید د انسان په خدمت کې وي، نه دا چې د بشر راتلونکی د محدودو اقتصادي ګټو قرباني شي.

د نوموړي په وینا، دویم اصل «له عدالت سره تړلې سوله» ده؛ داسې سوله چې پر بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو ولاړه وي. هغه د جګړو، لوږې او بې‌ځایه کېدو له امله د میلیونونو انسانانو کړاو ته په اشارې وویل: «دا درد او رنځ نور دوام نه‌شي کولی».

د ملګرو ملتونو سر منشي همدارنګه د ښځو او نجونو د حقونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په دې برخه کې هر ډول شاتګ د منلو وړ نه‌دی.

د ګوترېش په وینا، د ملګرو ملتونو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د رهبرۍ په لوړو کچو کې د ښځو او نارینه وو ترمنځ برابري رامنځته شوې او دا بهیر به دوام ولري.

نوموړي د ښځو او نجونو په اړه دغه عمومي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې له نږدې پنځو کلونو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو د دوام اجازه نه‌لري او پر ښځو هم ګڼ او سخت بندیزونه لګول شوي دي.

انتونیو ګوترېش په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې «له طبیعت سره سوله» د نړۍوالې سولې لپاره بنسټیز شرط دی او خبرداری یې ورکړ، هغه نړۍ چې د اقلیمي ګډوډۍ ښکار وي، سوله‌ییزه کېدای نه‌شي. نوموړي د اقلیمي بدلونونو له امله د ځمکې، اوبو او خوړو پر سر د شخړو د زیاتېدو یادونه وکړه او ویې ویل، چې اقلیمي بې‌عدالتي دې ته لاره هواره کړې،‌ څو هغه هېوادونه او ولسونه چې لږ مسوولیت لري، تر ټولو لویه بیه پرې کړي.

د ملګرو ملتونو سر منشي همدارنګه نړۍ کې د نژادپالنې او مذهبي تعصب د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې ټولنې د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ دي. هغه ټینګار وکړ، چې یوازې غندنه بسنه نه‌کوي، بلکې نړۍواله ټولنه باید په فعاله توګه د داسې ټولنو د جوړولو لپاره کار وکړي، چې د متقابل درناوي او ګډو مدني ارزښتونو پر بنسټ ولاړه وي.

د انتونیو ګوترېش دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ځينې هېوادونه نوموړی په خپلو چارو کې پر پاتې راتلو تورنوي او ځینې لا ادعا لري، چې ګوترېش د امریکا هر فرمایش ته غاړه ږدي او د یوې سوله‌ییزې نړۍ لپاره یې په کافي اندازه کار نه‌دی کړی.