• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنې د افغان ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا لپاره د ۱۰ میلیونه یورو نوی پروګرام اعلان کړ

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۸ GMT+۰

اروپايي ټولنې د افغان مېرمنو د اقتصادي ځواکمنتیا د ملاتړ لپاره د« ویلیډ » پروګرام د دویم پړاو د پیل لپاره د ۱۰میلیونه یورو تازه مرستو خبر ورکړ. دغه نوی پړاو د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له خوا عملي کېږي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ددغه پروګرام دویم پړاو د لومړي پړاو تجربو او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ته په کتو طرحه شوی او د افغان ښځو د اقتصادي فعالیت په ټولو مرحلو تمرکز کوي.

یو این ډی پی زیاته کړې چې دا پروګرام په هغو ځانګړو ولایتونو کې پلي کېږي چې ښځو ته هلته د کار فرصتونه محدود دي او مالي خدماتو ته یې لاسرسی لږ دی.

د یاد پروګرام د مسوولانو په وینا، موخه دا ده چې د ټولنې پر بنسټ د بازار سیستمونو له لارې ښځو ته خوندي او دوامداره اقتصادي فعالیتونه برابر شي.

د دې پروګرام له لارې تمه کېږي چې د کورنیو اقتصادي مقاومت پیاوړی شي، د ښځو عاید لوړ شي او د اقتصادي پریکړو په کولو کې د هغوی ونډه لوړه شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

هند افغانستان ته ۷،۵ ټڼه د سرطان ضد درمل استولي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۸ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړی او کابل ته یې ۷،۵ ټنه د سرطان ضد درمل استولي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال په وینا دا مرسته د افغانستان د سرطان ناروغانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره شوې ده.

د هند مرسته په داسې حال کې ده چې د طالبانو ماليې وزارت د سلواغې په لومړۍ نېټه خبرداری ورکړ، چې د روانې سلواغې میاشتې تر ۱۹مې نېټې وروسته له پاکستان نه هر ډول وارېدوونکي درمل نه محصولېږي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په سپارښتنه شوې ده.

تر دې وړاندې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو سیاسي او سوداګریزو ترینګلتیاوو او د ترانزیتي لارو د تړل کېدو له امله د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سوداګرو ته د دریو میاشتو ضرب‌الاجل ټاکلی و چې له پاکستان سره خپلې ټولې سوداګریزې معاملې تصفیه کړي.

طالبانو په کابل کې د جرمني د پخوانیو محلي کارکوونکو د مېلمستون څارنه سخته کړې

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۲ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په کابل کې د جرمني د پخوانیو محلي کارکوونکو د مېلمستون له پلټلو وروسته دغه استوګنځای تر سختې څارنې لاندې راوستی دی. د سرچینو په وینا، شاوخوا ۸۰ کسان په دغه مېلمستون کې اوسېږي او طالبان ترې پوښتنې ګروېږنې کوي.

دغه کسان، سره له دې چې د جرمني د منلو ژمنه لري، شاوخوا دوه میاشتې مخکې د پاکستان د ویزې د پای ته رسېدو له امله افغانستان ته شړل شوي او د کابل د ښار په مرکز کې په یوه مېلمستون کې ځای پر ځای شوي دي.

د سرچینو په وینا، د دغو پناه‌غوښتونکو د استوګنې لګښتونه د جرمني حکومت له‌خوا ورکول کېږي.

سرچینې وایي چې طالبانو له دغو وګړو څخه د هغوی د تېر ژوند، له پاکستان څخه د راستنېدو وخت، په هغه هېواد کې د پاتې کېدو مودې، جرمني ته د تلو دلیل او همدارنګه د لګښتونو د تمویل ادارې په اړه پوښتنې کړې دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغو کسانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له مېلمستون نه بهر اړیکه ونیسي. همدارنګه ویل کېږي چې د مېلمستون دننه هم د دغو کسانو ترمنځ لیدنې منع شوې دي.

سرچینو زیاته کړه چې د طالبانو غړي له دغه مېلمستون څارنه کوي او د مېلمستون له خونو څخه یې یوه د پوښتنو ګروېږنو دفتر ګرځولی دی.

سرچینو وویل چې طالبانو د پوښتنو پر مهال د کورنیو ویډیوګانې ثبت کړې او د هغوی کمپیوټرونه یې له ځان سره وړي دي.

د طالبانو ځواکونو د چارشنبې په ورځ د ۱۳ موټرو په وسیله د مېلمستون شاوخوا محاصره کړه او وروسته ورننوتل.

په ورته وخت کې، سرچینو وویل چې د دغه مېلمستون څلور استوګن، چې دوه پکې د جنسي لږکیو غړي هم دي، د طالبانو له چاپې وروسته تري تم شوي او د برخلیک په اړه یې کوم معلومات نشته.

دغه کسان د جرمني له ځایي همکارانو، قاضیانو، د بشري حقونو فعالانو، د ښځو د حقونو فعالانو، د جنسي لږکیو غړو او خبریالانو څخه جوړ دي.

په همدې حال کې، یو شمېر افغانان چې د جرمني د منلو ژمنه لري، د یوې اووه کسیزې کورنۍ په ګډون، چې ټاکل شوې وه پرون له اسلام‌اباده کابل ته ولېږدول شي، په وروستیو شېبو کې د جرمني حکومت په مداخلې بېرته د اسلام‌اباد له هوايي ډګره یوه مېلمستون ته ستانه کړل شول.

جرمني رسنیو هم راپور ورکړی چې په کابل او پاکستان کې د هغو افغانانو امنیتي وضعیت، چې د جرمني د منلو ژمنه لري، مخ په خرابېدو دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر له یوې خوا د کډوالۍ د فشار پر کمولو ټینګار کوي او له بلې خوا د تېر حکومت له هغو ژمنو سره مخ دی چې د افغان منل شویو وګړو په اړه شوې وې.

د بشري حقونو فعالان د جرمني حکومت تورنوي چې د منلو ژمنه لرونکي افغانان یې له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي او ځینې یې د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي.

یونیسف: په افغانستان کې شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان له شدیدې یخنۍ سره مخ دي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونېسف) خبر ورکړی، چې له وروستیو ویجاړوونکو زلزلو وروسته، د ژمي سړه هوا د افغان ماشومانو لپاره یو بل ناورین دی. یاد سازمان ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان له شدیدې یخنۍ سره مخ دي.

هغه معلومات چې یونیسف د پنجشنبې په ورځ خپاره کړي ښیي، چې لا هم زرګونه کورنۍ د زلزلو له امله بې‌ځایه دي او په داسې حال کې چې د هېواد په ګڼو سیمو کې د تودوخې درجه له صفر ښکته شوې، شاوخوا ۲۷۰زره ماشومان له شدیدې یخنۍ سره مخ دي.

یونیسف وایي، که څه هم د ژمي د مرستو د رسولو هڅې روانې دي او اړمنو کورنیو ته د تودوخې وسایل، ژمنۍ جامې او نور اړین توکي وېشل کېږي، خو اړتیاوې لا هم ډېرې بېړنۍ او پراخې دي.

دې ادارې له نړیوالې ټولنې، مرستندویو بنسټونو او شریکانو غوښتي چې خپلې بشري مرستې زیاتې کړي، څو افغان ماشومان د سخت ژمي له خطرونو وژغورل شي.

یونیسف ټینګار کوي چې د ماشومانو ژوند ژغورل لومړیتوب دی او که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، نو بشري وضعیت به لا پسې خراب شي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي و، چې په افغانستان کې د ۶،۵مېلیونه ماشومانو په ګډون د ۱۲ مېلیونه خلکو د بنسټیزو او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بېړني ډول ۹۵۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

یونېسف ټینګار کړی، چې دغه مرستې په افغانستان کې د هر ماشوم د ژوندي پاتې کېدو او ودې لپاره حیاتي ارزښت لري. یونېسف د افغانستان څو اړخیزو کړکېچونو ته په اشارې سره ویلي، چې د دغه هېواد خلک دا مهال له طبیعي پېښو، نازک اقتصادي وضعیت، بنسټیزو خدمتونو ته د محدود لاسرسي او اقلیمي ستونزو سره مخ دي.

د اټکل له مخې؛ په ۲۰۲۶کال کې به د افغانستان په کچه شاوخوا ۲۲میلیونه خلک چې ۱۱،۶ مېلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

طالبانو د تکواندو لوبغاړې خدیجه احمدزاده له ۱۳ ورځني بند وروسته خوشې کړې

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې د عامه اړیکو او رسنیو رییس وايي، چې په هرات کې د تکواندو نیول شوې لوبغاړې خدیجه احمد زاده تر ۱۳ ورځني بند وروسته خوشې شوې ده. عبدالرحیم راشد وايي، نوموړې ته د هرات ښاري ابتدایه محکمې د ۱۳ ورځني بند سزا اورولې وه. نوموړې د تکواندو ورزش په تور نیول شوې وه.

د طالبانو د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او رسنیو رییس د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۱۳مه وویل، خدیجه احمدزاده، چې ددې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر له قانون څخه ددوی په وینا، د سرغړونې په «جرم»نیول شوې وه، له ۱۳ ورځني بند وروسته نن د پنجشنبې په ورځ خوشې شوې ده.

عبدالرحیم راشد پر خپل اېکس لیکلي، چې د نوموړې دوسیه د هرات ولایت ښاري ابتدایه محکمې امنیت عامه دېوان ته سپارل شوې وه او دوسیه یې د ابتدایه محکمې له خوا په غور او دقت څېړل شوې او مربوطه محکمې د طالبانوله قوانینو څخه د سرغړونې په تور په ۱۳ورځې بند محکومه کړې وه.

د طالبانو دغه چارواکي ویلي، چې خدیجه احمدزاده په سنګسار او نورو مواردو نه ده محکومه شوې او د بند مودې له تېرولو وروسته خوشې شوې ده.

احمدزاده د هرات په جبریل کې د تکواندو د ښوونکې په توګه فعالیت درلود او طالبانو د همدې فعالیت له امله نیولې وه.

د نوموي پر زنداني کېدو په کوردننه او بهر ګڼ غبرګونونه را وپارېدل او سره له دې چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند ویلي و چې نوموړې محکمې ته معرفي شوې، طالبانو نوموړې نن له زندان نه خوشې کړه.

ازبکستان او طالبان د «ځانګړي سوداګریز پروګرام» پر پلي کېدو هوکړې ته رسېدلي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۷ GMT+۰

په کابل کې د ازبکستان سفیر اویبک عثمانوف ویلي چې له طالبانو سره د یوه «ځانګړي سوداګریز پروګرام» پر سر هوکړه شوې او تمه ده چې دا پروګرام د تاشکند او کابل ترمنځ په راتلونکو دوو اونیو کې په بشپړ ډول عملي او پلی شي.

عثمانوف په یو مرکه کې ویلي، چې د دغه پروګرام جزئیات تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي، خو د ازبکستان اړوندو وزارتونو او د طالبانو ادارې په دې تړاو اړین اسناد لاسلیک کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دا مهال د ادارو ترمنځ خبرې روانې دي او موخه یې د سوداګرۍ له تړون وروسته پلي کېدل دي.

د ازبکستان سفیر همداراز وویل: «اوس مهال تخنیکي او اداري مذاکرات په فعاله توګه روان دي او موږ هیله لرو چې دا سوداګریز میکانیزم به ډېر ژر عملي بڼه خپله کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر د ۲۰۲۵کال د جون په میاشت کې دطالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې وې.

د دغو خبرو په پایله کې، د ۲۰۲۵–۲۰۲۶کلونو لپاره د سوداګرۍ د پراخېدو تړون هم لاسلیک شوی دی.

ځینو ازبکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ځانګړی سوداګریز پروګرام به د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په څرګند ډول لوړه کړي او د افغانستان له لارې به د ټرانزیټي دهلېز په چوکاټ کې د توکو لېږد اسانه کړي.