• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په فراه کې سږکال د شنو «خنجکو» حاصلات تر ۲۰۰ ټنو اوښتي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شېرمحمد حاتمي ویلي، چې په فراه ولایت کې سږکال د شنو «خنجکو» حاصلات ۲۱۲ ټنو ته رسېدلي. هغه وایي، چې فراه په ټول افغانستان کې د شنو تر ټولو ښه حاصلات لري.

د نوموړي په وینا؛ د شنو زړي دا مهال په بازارونو کې له ۳۰ تر ۵۰ افغانیو پورې پلورل کېږي. د فراه اوسېدونکي وايي، چې شنه له دغه ولایت څخه کندهار او نږدې ولایتونو ته لېږدول کېږي او بیا د کندهار له لارې پاکستان ته صادرېږي.

شنه چې د غرونو د پستې په نوم هم پېژندل کېږي، تر خوړلو سربېره د سنتي طبابت په برخه کې هم کارول کېږي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لويې لارې د تېز باد، واورې او توپان له کبله تړل شوې

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لویې لارې او سړکونه د تېز باد، واورې او توپان له کبله د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي. طالبانو له موټر چلوونکو غوښتي، چې د لارې په اړه تر ډاډ ترلاسه کولو دې پر دغه لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) ویلي، چې په شمالي سالنګ کې د واروې ضخامت له ۴مترو تر ۶۰ سانتي‌مترو او په سوېلي سالنګ کې تر ۲مترو او ۶۸ ثانتي مترو پورې رسېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په بامیان کې د واورې ورښت لا هم دوام لري او د همدې ولایت د بامیان-یکاولنګ، بامیان- پروان شبیر کوتل، ورس ولسوالۍ ته تللې لار، قوناق کوتل، اقرباط کوتل او یوشمېر نورو ولسوالیو ته تللې لارې د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

طالبانو زیاته کړې، چې د دایکنډي ولایت د خدیر کوتل، قوناق کوتل، کومي کوتل، د لوران استرلي کوتل او ځینې لارې د لنډمهال لپاره تړلې دي. د طالبانو دغه وزارت د غزني د ناور، اجرستان، مالستان او جاغوري ولسوالیو د لارو بندېدو خبر هم ورکړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ولایتونو، ولسوالیو او لویو سړکونو د خلاصولو لپاره کاري ډلې په سیمو کې په کار بوختې دي او د لارې د خلاصون لپاره یې یو شمېر شرکتونو ته قراردادونه هم ورکړي دي.

طالبانو له خلکو غوښتي، چې د لارې د خلاصون په اړه تر خبرتیا او ډاډ ترلاسه کولو پرته دې له سفر کولو ډډه وکړي. دوی خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د سفر پرمهال د ځان ساتنې تدابیر زیات کړي.

روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال خوشې شوي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۲۳ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

ازادۍ جبهه: د طالبانو «جزا قانون» غلامي رسمي کړې او مجرمینو ته یې قضايي معافیت ورکړی

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۰
100%

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو وسله‌والې مخالفې ډلې د طالبانو «د جزا قانون» په افغانستان کې د ظلم، تبعیض او د انساني کرامت د محرومولو په لور یو څرګند ګام بللی او په سختو ټکو یې غندلی.

یادې جبهې ویلي، دغه اصول د طالبانو رسمي او طرحه شوې تګلاره ده چې خلک غلامۍ ته اړ باسي او مجرمینو ته قضايي معافیت ورکوي. د طالبانو له‌خوا د محکمو لپاره د «جزا قانون» تر وړاندې کولو وروسته ازادۍ جبهې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو دغه ډول اصول د بشري حقونو د سرغړونې په برخه کې تصادفي نه؛ بلکي رسمې تګلارې دي.

یادې جبهې د «طالبانو جزا قانون» د قضا د خپلواکۍ له‌منځه وړلو، د بشري حقونو او ازادیو جرمي کولو، په قصدي ډول د جرمونو د تعریف پټولو، بدني سزاوو او شکنجو ته مشرعیت ورکولو، جبري اعتراف عادي کولو، میداني سزاوو او تبعیض رامنځته کولو په معنا بللي.

د دوی په خبره؛ د طالبانو دغه سند افغانستان د قانون او عدالت په تاریخ کې یو خطرناک شاتګ ته بیايي. په خبرپاڼه کې اندېښنه ښودل شوې، چې دغه «ظالمانه کړنلارې» د زیانمنو پایلو سره د خلکو پر حقونو، ازادیو، وقار او ټولنیز حیثیت اغېز کوي.

دوی ویلي: «دغه اصول نامه په عملي توګه د افغانستان خلک د غلامۍ قانون ته بیايي، دا د بشري کرامت ښکاره سپکاوی او له نړۍوالو حقونو سره په ټکر کې دی، د غلامۍ دغه قانون د افغانانو، نړۍوالو حقوقي‌ او اخلاقي نظم په وړاندې د ګواښ زنګ دی».

ازادۍ جبهې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د طالبانو ورته ظلمونه او جوړښتي تبعیض د «جنسي توپیر» په توګه په رسمیت وپېژني. دوی پر نړۍوالو جزايي محکمو هم غږ کړی، چې د دغه قانون جوړونکي د نورو طالب مشرانو ترڅنګ عدلي تعقیب کړي.

اروپايي کمېسیون د افغانستان، ایران او پاکستان لپاره ۱۲۶مېلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۰
100%

د اروپايي ټولنې کمېسیون د ۲۰۲۶کال لپاره د افغانستان، ایران او پاکستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۱۲۶ مېلیونه يورو ځانکړې کړي دی. دغه کمېسیون ویلي، چې په نړۍ کې ۲۳۹ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) په یوه راپور کې ویلي، که څه هم لویو مرسته کوونکو هېوادونو خپلې مرستې کمې کړې؛ خو دغه کمېسیون د لومړنۍ مرستې بودجې یوه برخه ۱.۹ مېلیارده یورو له نړۍوالو ناورینونو سره د مبارزې لپاره ځانکړې کړې ده.

د یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه مرستو ترڅنګ د ۴۱۵ مېلیونه یورو څخه زیاتې پيسې د بېړنیو پېښو د مخنیوي او د ستراتیژیک اکمالاتي سلسلې د ساتلو لپاره خوندي شوې دي.

د اروپايي کمېسیون د برابرۍ، چمتوالي او ناورین مدیریت کمېشنرې هاجا لحبیب د مرستو دغه ژمنه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم په غونډه کې کړې؛ تر څو د عامه مرستو ترڅنګ د خصوصي سکتور مالي ملاتړ او نوښتګرې حل لارې جلب کړي.

هغې وویل: «د بشري مرستو سیستم تر بل هر وخت زیات تر فشار لاندې دی او یوازې عامه بودجه د دغه ناورین د کچې د پوره کولو توان نه‌لري». د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اټکل له مخې؛ د روان کال تر پایه به د کډوالو شمېر له ۱۳۶ مېلیونو څخه واوړي.

لحبیب زیاته کړې: «اروپا اقدام کوي او د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۱.۹ مېلیارده یورو لومړنۍ ژمنه کوي. د نړۍ تر ټولو لوی بشري مرسته کوونکي په توګه موږ خپل سیاسي مسوولیت منو».

بې‌کوره شوې کورنۍ

ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ۲۰۲۵کال په راپور کې ویلي و، چې د اټکل له مخې د ۲۰۲۵کال تر جون میاشتې پورې په ټوله نړۍ کې ۱۱۷.۳ مېلیونه خلک جبري بې‌ځایه شوي، چې دا د ۲۰۲۴کال تر پایه د ثبت شوې شمېرې ۵ سلنه کموالی ښيي.

د اټکلونو له مخې؛ د ۲۰۲۶کال تر پایه پورې د جبري بې‌ځایه شویو، ستنېدونکو او د بې‌اسناده کسانو شمېر ښایي ۱۳۶.۳ مېلیونو ته ورسېږي. په راپور کې د ملګرونو ملتونو د کډوالو ادارې په حواله ویل شوي، چې د مرستو کمښت د یادې ادارې د کار او په ځانګړې توګه د بېړنیو پېښو ته د ځواب ورکولو برخې زیانمنې کړې او دوی اړ شوي، چې خپل فعالیتونه او د کاري ځواک یو پر درېیمه برخه را کمه کړي.

د کرنې او مالدارۍ خونه: د ازبکستان سوداګر د سړو خونو جوړولو کې ۱۰ مېلیونه ډالر پانګونه کوي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۰
100%

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سړې خونې د نړۍوالو اړیکو مشر امید حیدري وایي، چې ازبکستاني سوداګر غواړي د سړو خونو د جوړېدو په برخه کې د ۱۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. د هغه په خبره؛ په راتلونکې کال کې په ټول افغانستان کې د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لري.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) ویلي، چې ازبکستاني سوداګرو او پانګه‌والو په افغانستان کې د سړو خونو د تاسیساتو او تولید په برخه کې لېوالتیا ښودلې. د هغه په وینا؛ یادو سوداګرو د دوی سره په لیدنه کې ویلي، چې د ازبکستان سوداګر به ډېر ژر په کابل کې خپل کارخونه هم پرانیزي.

هغه زیاته کړې: «یوشمېر ازبکستاني پانګه‌وال او سوداګر غواړي د ۱۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د سړو خونو د تاسیساتو او پرزو په برخه کې پانګونه وکړي». حیدري وایي، په راتلونکې کال کې د زونونو، ولایتونو او کروندګرو لپاره په بېلابېلو برخو کې د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لري.

هغه دارنګه ویلي:« موږ په راتلونکې کال کې د بزګرانو لپاره د کوچنیو، د ولایتونو لپاره د منځنیو او د زونونو لپاره د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لرو». له بل پلوه د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.

د سړو خونو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي. ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، مجبور دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري.